کور / تازه خبرونه / کندهار:د سوېلي زون په کچه د کتلوي معافيت مرکز پرانيستل سو

کندهار:د سوېلي زون په کچه د کتلوي معافيت مرکز پرانيستل سو

 

د عامي روغتيا وزير کندهار ته د سفر پر مهال د سوېلي زون په کچه د کتلوي معافيت د مرکز ودانۍ پرانيستله.

نن سهار د عامي روغتيا وزير فېروزالدين فېروز، په افغانستان کي د يونيسف د عملیاتي چارو سيمه ييز همږغي کوونکي الوشالا اسماعيل او په هيواد کي د نړيوال روغتيايي سازمان مشر ډاکټر ريک پير کارن کندهار ته سفر کړی وو او دغلته يې له کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي سره وکتل او تر کتني وروسته يې عامي روغتيا رياست ته څېرمه د سوېلي زون په کچه د ډاکټر عبدالجبار کتلوي معافيت حوزوي مرکز ودانۍ پرانيستله.کندهار معافيت کتلوي

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د کندهار اوسېدونکو ته د کتلوي معافيت د مرکز جوړېدلو مبارکي وويله او زياته يې کړه چي د دې مرکز له جوړېدو سره به د واکسيناسيون په وړاندي پرتې ستونزي هواري سي. ښاغلي عزيزي وويل چي دغه مرکز د عامي روغتيا رياست په وړانديز او د يونيسف په مالي لګښت جوړ سو.

د کندهار والي وويل چي د دغه ولايت يوازي ۴۰ فيصده اوسېدونکي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی لري، دا ځکه چي موجوده کلينيکونه د ۸لکه او ۳۰زره اوسېدونکو لپاره ډيزاين سوي دي، خو د کندهار اوسنی نفوس تر دوه ميلیونه زيات دی.

نوموړي د روغتيايي اسانتياوو په وړاندي له پرتو ستونزو څخه پرده پورته کړه او ويې ويل چي په ليرو پرتو سيمو کي د ترهګرو تهديد، د مواصلاتي لارو نه شتون او ناامني هغه ستونزي دي چي دوی ته يې ګواښ پېښ کړی دی. 

د کندهار والي د عامي روغتيا له وزير څخه وغوښتل چي د کندهار نفوس ته په کتلو روغتيايي مراکز زیات کړي او ولسواليو ته د صحي خدماتو په پراختيا کي ورسره همکاري وکړي. ښاغلي عزیزي وويل چي په ولسواليو کي د قابلو نه شتون لويه ستونزه ده، خو که د هري ولسوالۍ پنځو مېرمنو ته د صحي علومو په انسټيټيوټ کي د زدکړو زمينه برابره سي، نو دغه مېرمني به وکولای سي چي تر فراغت وروسته په ولسواليو کي خدمت وکړي.

د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي د کلتوي معافيت مرکز د سوېلي زون په کچه د کوچنيانو او ميندو د تداوۍ په موخه جوړ سوی دی. هغه زياته کړه چي دغه مرکز د يونيسف له خوا د څه کم ۳۲نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د ۱۸ مياشتو په اوږدو کي سوی دی. نوموړی وايي چي په دغه درې پوړيزه ودانۍ کي درې اطاقونه، يو ګدام، يوه سړه خونه او يو د غونډو تالار جوړ سوی دی.واکسيناسيون کندهار

پخلا وويل چي يونيسف د همدې مرکز د بشپړ فعاليت په موخه د ۴ يخچالونو چي هر يخچال ۲۲زره امريکايي ډالر ارزښت لري، مرسته کړې او داراز يې د اطاقونو د سمبالتيا لپاره د څه باندي ۱۱نیم لکه افغانيو مرسته کړې ده.

د عامي روغتيا رئيس وويل چي په کندهار کي دامهال ۹۷ دولتي او خصوصي روغتيايي مراکز فعال دي چي ۵۰ يې په ولسواليو او پاته په ښار کي موقعيت لري. نوموړی وايي د څه باندي ۱۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دغه رياست ۲۸ پروژې لا هم دوام لري.

ښاغلي پخلا د عادي بودجې او د روغتيايي مراکزو کمښت، په کابل کي د ساختماني پروژو قرادادونه کول، په ولسواليو کي د ښځينه ډاکټرانو نه شتون، د ۲۴ساعته ولادي خدماتو نه شتون او د پوليو ناروغۍ تهديد د ستونزو او ننګونو په توګه ياد کړل چي بايد عامي روغتیا وزارت خاصه توجه وکړي.

په افغانستان کي د يونيسف د عملیاتي چارو سيمه ييز همږغي کوونکي الوشالا اسماعيل خوښي وښوده چي له عامي روغتيا رياست سره مرسته کوي او ويې ويل د دې ودانۍ د سوړ ځنځير تجهيزات په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي. هغه زياته کړه چي دا ودانۍ څلور لوی زېرمتونونه لري او کولای سي چي په يوه وخت کي د پوليو د واکسين ۳۶ ميلیونه ډوزه او د پنوموکوکل واکسين د ۳ ميليونه ډوزه خوندي کړي.

د عامي روغتیا وزير فېروزالدين فېروز وويل چي د کتلوي معافيت د مرکز له جوړېدو سره به د سوېلي زون د پنځو ولايتونو د کوچنيانو او ميندو د مړيني کچه ټيټه سي او داراز يې له يونيسف او نورو مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه چي د دوی لاسنيوی کوي.

نوموړي خبر ورکړ چي د واکسين نړيوالي اتحاديې له عامي روغتيا وزارت سره په افغانستان کي د ۳۰۰ کلينيکونو د جوړېدو ژمنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چي له دغو څخه به ۳۰ روغتيايي مراکز په کندهار کي جوړ کړي.

د عامي روغتيا وزير وويل چي ميرويس حوزوي روغتون ته به اسانتياوي برابري کړي او د کوچنيانو د تداوۍ لپاره به يو بېل روغتون ايجاد کړي. هغه داراز وويل چي د هندوستان په مرسته به په ژړۍ ولسوالۍ کي يو ۳۰ بستريز روغتون جو کړي چي دامهال يې تدارکاتي چاري دوام لري.

ښاغلي فېروز وويل چي په سپين بولدک او دامان ولسواليو کي هم د کوچنيو روغتيايي مراکزو د جوړولو پلان لري او داراز پلان لري چي په زندانونو کي روغتيايي اسانتياوي رامنځته کړي او د معتادينو د تداوۍ مراکز لا هم مجهز کړي.

د غونډي په پای کي د عامي روغتيا رياست په وړانديز د ولایت مقام له خوا درې ستاينليکونه هغو کسانو ته ورکول سول چي د کتلوي معافيت د مرکز په جوړولو کي يې هلي ځلي کړي وې.