کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهيد صمد روحاني پلار په حق ورسيدی

د شهيد صمد روحاني پلار په حق ورسيدی

د حاجي ملا دوست محمد د مړيني په مناسبت د ودان افغانستان ګوند د هلمند ولایتي کومېټې د خواخوږۍ پيغام! 

په ډېري خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ارواښاد شهيد عبدالصمد روحاني او د ودان افغانستان ګوند د غړي، همدارنګه بدلون اوونيزي د خبريال حضرت محمد روحاني پلار حاجي ملا دوست محمد د ور پېښې ناروغۍ له امله نن سهار په بست روغتون کې په حق رسېدلی دی.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

د ودان افغانستان ګوند ټول غړي او په ځانګړې توګه د هلمند ولایتي کومېټه د ښاغلي روحاني له کورنۍ، خپلوانو او فکري ملګرو سره په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼي. 

آرواښاد حاجي دوست محمد ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتونکي یو.

روح دې ښاد وي.

په درنښت

ودان افغانستان ګوند

هلمند ولایتي کومېټه

هلمند- افغانستان