کور / کیسه / د مور زوی

د مور زوی

ليکوال : ممتاز احمد رضوان
نيټه : ۱۳۹۵/۱/۱۱

خيبر لا د مينا غوندي خبری سمي نه وي زده کړي چي د پلار څخه به ئي هميش غوښتنه کوله ؟
بابا زه هم غواړم ستا په شان د وطن ساتونکی له ځان څخه جوړکړم ، ما مکتب ته ور واچوه غواړم چي قومندان سم ستا په شان.
د خيبر بابا جان هم د خيبر غوښتنه د نوي تدريسي کال د پيل سره سم و منل او په يوه خصوصي مکتب کي ئي داخل کړی.
په خيبرپسي به هره ورځ د ښونځۍ موټر کورته راتلی، نه (۹) لس (۱۰) ورځي د مکتب ښه تيری سوی خیبر ډير څه زده کړي وه ، بسم الله ، الف ــ ب ، کليمه او د کليمي معني هر کله به ئي خپل مور او پلار ته دا هر څه تکرارول .
هغه به د مينا په ژبه مور او پلار ته ګډ ؤ او هر څه به ئي ورته تکرار ول.
يولسمه ورځ د پخوا په شان د مکتب په موټر کي د نورو ګلاليو ماشومانو سره د کور پر طرف روان وه چي نامرده مرګ ورباندي چيغه وکړه !
خيبر خو لا تر اوسه ښه او بد نه پيژندل ماشوم شپږم پسرلي ته لا لبيک نه ؤ ويلی  نو ځکه ئي د مرګ کليمه نه پیژندل او نا اشنا غوندي ورته ښکاریدله.
د خيبر جان دوی موټر د کور پر طرف روان ؤ چي توري خوړسکي پورته سوي د خوړوسکو سره سم لمبه او یو وحشي او دردونکی درب هم واوریدل سو چيغي سوی بوغاري سوی ناري او ژړا وي اوریدل کیدلی فکر مي وکړي چي بيا ئي پر ساتونکو چاودنه وکړه ځکه هميش همداسي پيښيږي او وينو ئي .
خو نه نه نه!
داسي نه وه .
نن ئي سرتيري نه وه په نخښه کړي.
نن ئي د دولت مامور نه ؤ په نخښه کړی.
نن ئي د مکتب مدير نه ؤ په نخښه کړی.
نن ئي  پر شپږ کلنو پینځه کلنو او څلور کلونو ماشومانو جهاد پیل کړی .د زابل شهيدان
موټر اور اخستی ؤ څو ځلي خيبر دا الفاظ کارول .
الف ــ الله ج الله شريک او ساری نه لري.
ب ــ با با  زه د بابا يو زوی یم.
چي تر څو ئي هغه له موټر څخه را ایستی خیبر ئي کاباب کړی ؤ ساه ئي ورکړی وه  او د پيژندلو نه ؤ .