کور / کیسه / ورکه

ورکه

ورکه (لنډه کيسه)

ليکنه: نثاراحمد آريا

لنډه کيسه

اسد د درېيم وار له پاره بيا هنداري ته ودرېد. په تندي کي ئې تازه څو نرۍ ليکي پيدا سوي وې. د ټېکو پر ختلو ورېښتانو ئې لاس تېر کړ او بيا داسي په تلوار له کوره ووت، لکه يوه ورکه چي موندي. Nisar Ahmad Arya نثار احمد ارياپه کوڅه کي څو کوچنيان يو خړ دېوال ته ولاړ ول. د دېوال سر څو ځايه د جگړو گوليو خوړلى وو. دېوال را کوږ سوى وو، له کږوالي ئې داسي درز کړى وو، لکه زړه چي ئې له يو لوى غمه چاودلى وي. د دېوال څنگ ته څو کوچنيان د اناگۍ په لوبه اخته ول. يو کوچني له دېواله په ځغاسته مخامخ دېوال ته ځان ورساوه. د کوڅې په منځ کي ولاړ کوچني ئې د نيولو هڅه وکړه، خو وې نه نيو. مخامخ دېوال ته رسېدلي کوچني مړاوې موسکا وکړه، په سپېره مخ کي ئې وچي شونډي سره ولاړې او سرې اورۍ ئې ښکاره سوې. د چپه لاس خيرن لستوڼى ئې پر پزه تېر کړ او لنده ليکه ئې په سپېره مخ کي ووته. د کوڅې په منځ کي ولاړ هلک ورغى او پر مخ ئې چپلاخه (څپېړه) ورسره کړه:

– د خره زو ولي دونده ليري ځغلې؟ ستا اناگۍ داسي وي؟

د هغه لاندينۍ شونډه ورېږدېده. په سترگو کي ئې اوښکي وځلېدې. د کور خوا ته رهي سو او وې ويل:

– زې نه کوم.

نورو کوچنيانو پر وخندل.

اسد ته د کوچنيانو دې کار خوند ور نه کړ. له هغو تېر سو. د کوڅې په سر کي ئې پر يو ځوان سترگي وموښتې. د کوڅې گاونډى ئې وو. هغه په خپل اريش پټو (څادر) کي ځان ټينگ پېچلى وو. له سپيني بلوڅۍ خولۍ څخه راوتلى غوړ تور پېکى ئې سيده تر سترگو پر تندي راايله کړى وو. چي رانژدې سو، نو په خمار ږغ ئې وويل: 

-څه کيې، اسده؟

– يو وار داسي وزم.

– بيا چيري؟

– بس همداسي.

– بيا ولي؟

-موډ مي خراب دئ.

– هاهاها…

د هغه خندا خوند ور نه کړ. څه ئې نه وويل. سر ئې لاندي وزړاوه او د هغه پښو ته ئې وکتل. هغه له قات فرانسوي بوټ څخه پښه را کش کړه، د بيجلکي په گرولو اخته سو، او ده ته ئې سترگي را پورته کړې:

– ستا نو کله موډ سم وو؟…خو هر وخت دي داغه حال وي.

پر ده ئې دا خبره هم ښه ونه لگېده:

– تا لکه چي بيا سگرېټى وهلى دئ؟

هغه په کړس، کړس وخندل او په ژولي انداز ئې وويل:

– نو خود مي وهلى دئ… له ځانه خو به تا وارو شى نه جوړوم…هاهاها… زه خو تاته لا وايم، چي يو دود مود وهه، نو به داسي شى نه ئې…هاهاها

د اسد تندى تريو سو:

– اسد جانه سگرېټى بد شى والله که يي!

هغه په خښم ورته وکتل او بيا په داسي حال کي چي د هغه د پزي پر بغلو او نري سنت باندي ئې د خولو مريو، مريو څاڅکو ته کتل وويل:

– سگرېټى نو څه ښه شى دئ، خو دا دئ، ستا څخه ئې اوس لا لېونى جوړ کړى دئ.

– ولي؟

– نو ولي څه مانا؟ ته نه وينې خلک له گرميه اور اخلي او تا په پنډ تور پټو کي ځان پېچلى دئ… کار و ژوند درڅخه پاته دئ، ټوله ورځ ته ئې دا غول دي څکوې ئې! 

هغه له ترخې موسکا سره وويل:

– ولا ياره نو څنگه وکو؟ دا د خرک… وطن دئ… هاهاها!

لنډه خندا ئې وکړه او وې ويل:

– دلته ولاکه د چا څه داسي څه واورې، چي تبيت (طبيعت) دي په سم سي. ټول لکه سره دښمنان چي وي…

بيائې خپلي بوڼي سترگي د هغه په ختلو ټېکونو کي ښخي کړې:

– دا خلکو او دا غمونو په اخته کړي يو اسد جانه! چي خلک او وطن مو جوړ واى، نو دا غول مو څه کول؟

د هغه وروستۍ خبره يو څه معقوله ورته و ايسېده. د رخصت له پاره ئې لاس ور اوږد کړ او له تلو سره ئې وويل:

– وو، دا شيان خو سته، مگر دا ئې هم د سمه لار نه ده، چي ته پر روان ئې.

له هغه څخه رهي سو.

په کوڅه کي ئې څو گامه مخته دوکاندار ته فکر سو. دوکاندار له يو بل شناوي سړي سره په شخړه وو. د دوکاندار د غاړي گونجي، گونجي وچ پوست سور اوښتى وو. د غاړي شنه رگونه ئې له خښمه رډ، رډ راوتلي ول. دوکاندار د يو ځوان د سگريټو پيسې بيرته ور وغورځولې:

-واخه نسته!

لنډ بيرته د کوڅې په منځ کي له ولاړ سړي سره په شخړه سو: 

-ته وا د امريکا څخه راغلى ئې، چي په دا کوچنيو، کوچنيو خبرو بد وړې… خپل کوچنيان دي دروگرځوه، ته خپله فکر وکړه دا ځاى د گيند دئ، چي دوى ئې کوي؟

په کوڅه کي ولاړ سړي تر لاس نيولي کوچني ته وکتل. د هغه پزه او تندى سولېدلي ول. مخ ئې په خاورو سپېره وو. پلار ئې له پزي څخه بهېدلې وينه په دسمال ور پاکه کړه او بيا ئې دوکاندار ته وکتل:

– يا،اختر مامد کاکو د امريکا خبره نه ده، خو ته نو هم داسي مه کوه چي کوچنيان په سرو وينو ولړې. دا خو کوڅه ده، کوچنيان دي، خامخا به يو غلطي ملطي ورڅه کېږي…

د دوکاندار د وچ تور تندي کونجي لا پسي ډېري سوې. له خښمه ډکي سترگي ئې په کونجي، کونجي وچ پوست کي لا ننوتې او وې ويل:

-ما نو څه مړي در پکښي وکړل؟…

په کوڅه کي تېرېدونکي سپين ږيري د هلک پلار ته د سر له اشارې سره ̎ خير دئ، خير دئ̎̎ وويل. سړى کور ته روان سو، خو دوکاندار لا لگيا وو.

اسد سړه ساه وايسته. زړه ئې تنگ سو، لکه دا هرڅه چي له ده سره سوي وي. د احمد شاه بابا د زيارت خوا ته تېر سو او بيا جادې ته ووت.

جادې ته په رسېدو سره ئې د سړک د غاړي د درختو پاڼو ته وکتل. د درختو د پاڼو رپا داسي ورته و ايسېده لکه د هديرو بيرغونه چي په مړه باد کي ښوري. د حضرت جي بابا له خوا د رينجر موټر سويو چيغو ئې ذهن بلي خوا ته متوجه کړ. چيغي را نژدې سوې. رينجر په سويو چيغو تېر سو. په باډۍ کي ئې يو پوليس او يو ملکي په وينو لړلي پراته ول.

په جاده کي د موټرانو، رکشو او خلکو گڼه گوڼه وه.يو ټکسي جمپ ته کرار سو. موټر له بنگړيوالو ډک وو. اسد له يوې بنگړيوالي سره سترگه په سترگه سو. بنگړېواله ورته موسکۍ سوه. موسکا ئې د هغه پر وجود نرمه څپه تېره کړه. زړه او ذهن ئې سپک سو، لکه خپله ورکه چي ئې موندلې وي. يو ځل بيا ئې د درختو پاڼو ته وکتل، پاڼي د لمر ژړو وړانگو ځلولې. هغه ته ئې خوند ورکړ، د پاڼو ښورېدا د هند د کلاسيکي نڅا حرکتونه ور په زړه کړل. 

پاى

٢٨-جدي ١٣٩٤

درونټه، ننگرهار

 

.