کور / راپور / د شهید بشیر احمد “ریان” په یاد غونډه کې د جګړې ضد ځوانانو غوښتنې!

د شهید بشیر احمد “ریان” په یاد غونډه کې د جګړې ضد ځوانانو غوښتنې!

 

۱- د بیان ازادۍ ته دې د قوانینو په چوکاټ کې احترام وشي، په لیکوالانو او خبریالانو د بېځایه محدودیتونه پورته کړل شي.
۲- تعلیمي مراکز دې د سیاستونو قرباني کېږي نه، په علمي مراکزو کې د زده کوونکو او محصلینو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وشي.
۳- پرته له جرم او محکمې دې د ځوانانو، زده کوونکو او محصلینو د شکنجو او وژنو مخنیوی وشي.
۴- شخصي زندانونه او صحرایي محاکم دې فوراََ بند شي.
۵- د بشر د حقوقو په درناوي دې د افغانستان د بشري حقونو کمېسون د شهید بشیر احمد "ریان" قضیه په بې پرې ډول وڅېړي او نتایج دې د افغان ولس سره شریک کړي.
۶- افغان حکومت دې د بشیر احمد "ریان" د قضې څېړلو لپاره بې طرفه هیئت وټاکي او تر څېړنو وروسته د مجرمینو ته سخته سزا ورکړي.
۷- د کندهار پوهنتون دې د بشیر احمد ریان د قضیې اړوند سپیناوی وړاندې کړي چې ولې یې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د هغه د خلاصون له پاره هلې ځلې ندي کړي.
۸- د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د خبریالانو او لیکوالانو د ژوند د خوندیتوب او حقوقو دفاع وکړي، او د بشیر احمد "ریان" قضیه دې ګونګه نه پرېږدي.

په دې طمع چې د جګړې ښکېل لوري او په ځانګړي ډول وسلوال طالبان او افغان حکومت دې د بیان ازادي او د تعلیمي مراکزو خوندیتوب له خپلو دندو څخه وګڼي.
درنښت
د جګړې ضد ځوانان

Bashir rayan image image image image image image image