کور / علمي / د ښځو په ځواکمنتیا کې د دولتي او غیر دولتي ادارو نقش (۲برخه)

د ښځو په ځواکمنتیا کې د دولتي او غیر دولتي ادارو نقش (۲برخه)

لومړۍ برخه ، دوهمه برخه ، دريمه برخه
يادښت : ما دا لیکنه په پښتو او درې دواړو ژبو کړېده، ترڅو زمو دری ژبې وروڼه ورڅخه هم ګټه پورته کړي .
 
غواړم داجراییه قوې د ځینو ادارو پر نقش په لنډه توګه خبرې وکړم :


نقش وزارت معارف:


آموزش حق فطری و کسبی زن و مرد میباشد.  یکی از بزرګترین مشکلات کشور عدم دسترسی اطفال بخصوص دختران به تعلیم و تربیه میباشند، کمبود حمایت و عدم آگاهی والدین بخصوص مادران  از اهمیت علم . کمبود استادان و مدیران اناث و همچنان ضعف نصاب تعلیمي که جوابگوي خواسته ها و ضروریات هر دو جنس ګردد، میباشند. سال ۲۰۰۸ میلادي توسط یونسکو سال زبانهای مادري نامیده شده است.  یکې از عواملیکه امکان دارند هم پسران و هم دختران از مکتب باز ماند، همانا نبود تعلیم بزبان مادري ایشان میباشند.  خوشبختانه، نهادهاي جامعه مدني افغان با الهام از شعار بین المللي روز جهانی زن ٭زنان! آموزش توانیست!٭ براي زنان افغان من حیث یک شعار توسط افغانها براي افغانها انتخاب نموده است!   توقع زنان افغان از وزیر جوان و مبتکر کابینه جمهوري اسلامي افغانستان، محترم محمد حنیف اتمر اینست، تا به آنها اطمنینان دهند که کدام برنامه هاي تعلیمي و آموزشي را در سال ۱۳۸۷ روي دست دارند، تا نصاب تعلیمی و تدریسي معارف کشور از نظر جندر متوازن گردد، حد اعظمي بودجه انکشافی وزارت معارف را براي مسایل و موضوعات جندر و آموزش دختران، تربیه معلمین و مدیران اناث در نظر گرفته شود. اهالی ایکه در قرا او قصبات دور تر از مکاتب قرار دارند، متیقین گردد که پسر و دختر آنها از نعمت برزگ آموزش برخوردار هستند! 


درجریان  ۳۰ سال جنگ، نصاب تعلیمی و نظام تعلیمی کشور ما مانند دیگر سکتورها قربانی سیاستهای نادرست حاکمان وقت شدند.  تقاضاي ما از دولت افغانستان این خواهد بود که با تمام موضوعات مربوط به تعلیم و تربیه برخورد مسلکی، علمی و انسانی صورت گیرد و قربانی سیاستهای ناکام گذشته که متاسفانه بعضی از دوستان ما انرا هنوز هم تعقیب میکند، نشوند. 


د اطلاعات او فرهنګ وزارت ونډه :


رسنۍ، ژورنالستان او د قلم څښتنان د ټولنې سترګې او غوږونه دي.  که غوره او پرځای وکارول شي ، ټولنه له بدختیو څخه را وباسي او که د هېوادوالو د ارزوګانو پر خلاف و کارول شي، ټولنه او هېواد له ګډودې او بدبدختي سره مخامخ کوي.  د بیان د ازادۍ او د مطبوعاتو د انکشاف یو شاخص د هغوي تعدد دي. په افغانستان کې ۱۶ تلویزیونونه، له ۹۰ څخه زیاتي راډیو ګاني، په سوونو کیبلي او انټرنیټي خپروني او له ۳۰۰ څخه زیاتي چاپي خپروني عملاٌ په فعالیت بوختې دي.   په دغو رسنیو کې نارینه او ښځینه ژورنالیستاني د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې کار کوي.  اما له دغو ټولو لاسته راوړنو سره سره، رسنۍ د ښځو د حقونو، د ښځو لپاره د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي اړخونو په اړه څنګه چې لازمه ده، تولیدي او خالص افغانی پرګرامونه نلري.


ښځینه ژورنالیستان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ازادو او دولتي رسنیو په خپرونو کې د جنسیت تعادل په نظر کې کم نېول کېږي.  افغان ښځې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اطلاعات او فرهنګ له وزیر جناب محترم عبدالکریم خرم څخه هېله کوي چې ډاډ ورکړي چې څنګه کولاي شي. د ازادو او دولتي مطبوعاتو خپرونې د جنسیت له پلوه برابري کړي، داسې پروګرامونه او پالیسي وضع کړي، چې د هغې په نتیجه کې دزده کړې په اړه د ښځو، دهغوي د والدینو او عامه ولس پوهاوي ِغښتلي شي او ملاتړ را جلب کړي. . زیاتره رسنۍ د اوس لپاره په تفریحي او خبري اړخ ډېر زور ورکوي، وزارت څنګه کولی شي، رسنۍ خپل تعلیمي او روزنیز نقش هم ولوبوي؟


یو هغه مهم کار چې د اطلاعات فرهنګ وزارت باید ورته توجه وکړې هغه دادي چې د ټول افغانستان په کچه د رسنیو او ژورنالستانو دقیقه کمی او کیفی ارزونه وکړي .  یا دې پخپله وکړي او یا دې د یوه فرهنګې یا کلتورې بې طرفه سازمان  له لارې. په دغه ارزونه کې د ټولې فعالې رسنۍ، ددوي مسوولین، د هغوي د اړېکو شمېرې، تیراژ، د هرې رسنۍ  او ژورنالست ستونزې د ښځو او نارینه په تفکیک سره او دهغوي لپاره د حل لاری چاري. په دغه ارزونه کې د هرې رسنۍ د موضوعاتو او خبرونو کیفیت، تاثیر ګذارې، تمویلوونکې منابع، د انکشاف پلان او وغیره وڅېړې.  په دغه ارزونه کې د رسنیو په ساحه کې پرمختګ او ستونزې ټولې په بې طرفانه ډول وڅېړل شي او بالاخره د رسنیو د ازادۍ د غښتلتیا لپاره د افغان دولت، نړیوالو او د مدنې ټولنې بنسټونو ته لازمې سپارښتني وشي. 


د اسلامي ارشاد د وزارت  ونډه :


د اسلامي ارشاد وزارت چې ددیني عالمانو، ملا امامانونو او خطیبانو سره نیغ په نیغه اړیکې لري او د اسلامي دعوت، عقایدو او احکامو د تبلیغ او ترویج دنده پرغاړه لري. دغه وزارت د مساجدو او تکیه خانو، د غم او خوښې د مراسمو له لارې هر کور، کلي، ولسوالي او ولایت ته لاس رسی لري، تر ټولو غوره، اسانه، اسلامي او ملي میکانیزم ده چې کولاي شي په داوطلبانه ډول د اسلامی ارشاداتو په رڼا کې د زده کړې په اهمیت په ځانګړې ډول د ښځو لپاره د عامه وګړو او کورنیو پوهه زیاته،   ذهنیت روښانه او سلوک اصلاح کړي.   له همدغو مساجدو او تکیه خانو څخه په ګتې اخیستي سره کولاي شي، د ښځو ونډه د ژوند په ټولو اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او حتا نظامي برخو کې د اسلام له نظره تبلیغ کړي. په دې اړه د صحابیاتو، ښځینه مجتهدینو، عالمانو او مخترعینو مثالونه د تاریخ په هینداره کې وړاندي کړي.  


ددې په خاطر چې افغان ښځه  ددینی زده کړي ترڅنګ  د ټولنې په بیا رغاونه او همدارنګه ټولنیزو کارونو کې هم ونډه ولري او د نورو کورنیو او فامیلونو له تجربو څخه ګټه پورته کړي، لازمي ګڼم چې د اسلامي ارشاد وزارت د ښځو لپاره بیل مساجد جوړ کړي او یا په موجوده مساجدو کې د ښځینه وو لپاره بیل د لمانځه او دیني زده کړي ځاي جوړ کړي. په نهایت کې ټولنې ته داسی ښځي وړاندې کړي چې ددین، کلتور او دود ترمنځ توپیر وکړاي شي او هغه لاره خپله کړي چې د انسانیت او افغانانو په ګټه وي.


نقش ستره محکمه  :


تامین عدالت براي همه، فیصله هاي عادلانه و منصفانه در حق هر فرد کشور از وظایف و مسؤولیتهای محاکم کشور میباشد. زن و مرد حق دارند تا در چوکات قانون، حق خویش را از طریق محاکم  بدون پرداخت رشوه، زور و واسطه در مرکز و ولایات بدست آورند. در غیر آن جوهر عدالت از بین میرود، اعتماد مردم از محاکم کم و به جاي قانون به طرق عنعنوي حل مشکلات خویش رجوع خواهند نمود.  اقدامات اخیر ستره محکمه مانند تغییرات در نکاح نامه، یکی از دلایل عمده اصلاح محاکم کشور بحساب میآیند. توقع افغانان از ستره محکمه این میباشد، مثلیکه آنها در اصلاح نکاحنامه به زنان و نهادهای جامعه ی مدنی گوش دادند، در تمام فعالیتهاي و پالیسي هاي ستره محکمه موضوعات در نظر گرفته شود که در ان نظرات مرد و زن شامل باشد و در نهایت هم زن و هم مرد دسترسي عادلانه و مساویانه به محاکم داشته باشند.


د والیانو ونډه  :


د نړېوالو، دولت او غیر دولتي مؤسسو مرستيی همیشه په لویو ښارونو متمرکزه وي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټول نفوس ۸۵٪ وګړې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د امنیتي، انکشافی او اقتصادي ستونزو سره سره ښځې له ګڼو ټولنیزو او کلتوري ناخوالو سره لاس او ګریوان دي.  د صحې سهولتونو نشتوالي، د ښوونې او روزنې نه لري والي، کورني خشونت، ځان سوزونې، د میراث حق نه ورکول، د خپلې خوښې خلاف ودونه او په کم عمر کې هلک او جیني واده کول، بې سوادۍ، د لاسې صنایعو لپاره د امکاناتو نه برابرول، د ماشومانو او میندو مرګ ومیر او داسي نور هغه ستونزي دې چې د افغانستان، په ځانګړې ډول په کلیو او بانډو کې هره کورنۍ ورنه ځورېږي. هیله ده چې د ولایتونو والیان صاحبان د ټولو انکشافي پروګرامونو د ډیزاین او اولویت ورکولو په پروسه کې ښځینه قشر په فعال ډول شریک کړي. او ټول انکشافی پروګرامونه د ښکته نه د پورته په خوا رهبري شي او په لومړي قدم د زده کړې د عامولو لپاره یو قوي مارشال پلان جوړ شي.