کور / تازه خبرونه / انجنير حبيب الرحمن حکمتيار: د هېواد څخه د بهرنيانو وتل د حزب اسلامي هدف دى

انجنير حبيب الرحمن حکمتيار: د هېواد څخه د بهرنيانو وتل د حزب اسلامي هدف دى

د حزب اسلامي افغانستان د امير انجنير گلبدين حکمتيار زوى انجنير حبيب الرحمن حکمتيار لروبر ته په ليږلي خبرپاڼې کې ويلي دي چې د افغانستان څخه د بهرنيو اشغالگرو پوځيانو وتل د افغانستان د مؤمن او مجاهد ملت آرزو او د حزب اسلامي افغانستان هدف او مرام دى.
نوموړي هغه راپورونه په کلکه رد کړی چې په دې وروستيو کې د يو شمېر رسنيو لخوا د حزب اسلامي په اړه خپاره شوي چې گواکې حزب اسلامي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د موضوع څخه په شا شوى.
انجنير حبيب الرحمن حکمتيار وايي د حزب اسلامي افغانستان پاکه او سپېڅلې مبارزه د هېواد د خپلواکۍ او د سولې د تامين لپاره ده چې په دې لړ کې تر ټولو مهم د بهرنيو ځواکونو بلا قيد و شرط وتل دي.
همداراز ښاغلى حبيب الرحمن حکمتيار زياتوي چې حزب اسلامي افغانستان په نيک نيتۍ د افغان حکومت د مذاکراتو پېل کولو بلنه منلې او په هېواد کې د سولې د تامين په نيت يې مذاکرات پيل کړي
. نوموړى وايي : د مذاکراتو د کاميابۍ او ناکامۍ دار و مدار په افغان حکومت او امريکا پورې دى چې څومره پورې په دې لړ کې په خپلو ژمنو وفا کوي.