کور / راپور / جبار نعيمي: دانش فرهنګي مرکز د فکري رغونې یو مهم بنسټ دی

جبار نعيمي: دانش فرهنګي مرکز د فکري رغونې یو مهم بنسټ دی

دغه ټکی لغمان والي عبدالجبارنعیمي چې ګڼ شمیر مشرانو،علمي او فرهنګي شخصیتونو او ملي تجارانو یې ملتیا کوله په لغمان ولایت کې د دانش فرهنګي مرکز څخه د لیدنې پرمهال څرګند کړ.
په پیل کې د انش فرهنګي مرکز مشر اسد دانش د مرکز د تګلارو ،کړنو او لرلید په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل نوموړي وویل چې دغه مرکز یې د علمي اوفرهنګي خدمت لپاره جوړ کړی دی او تلاش به وکړي چې د خپلې ټولنې علمي او فرهنګي سرمایه بډایه وساتي، نوموړي له ورغلیو مشرانو وغوښتل چې د دانش فرهنګي مرکز مادي او معنوي ملاتړ وکړي ترڅو په راتلونکې کې ځوان نسل ته د لازیات اساسي خدمت جوګه شي.
د ملي تحریک مشر او د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون د خپلو خبرو پرمهال د انش فرهنګي مرکز یوه هغه اړتیا یاده کړه چې په لغمان ولایت کې موجوده وه، نوموړي له اسد دانش مننه وکړه چې د پرلپسې تلاشونو په پایله کې یې د لغمان ولایت لپاره یوه غوره بنسټ کیښود.
د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سعادت دانش فرهنګي مرکز د ځوانانو لپاره د پوهې یو غور مرکز یاد کړ او له ځوانانو یې وغوښتل چې په دغه فرهنګي مرکز کې خپلې علمي او فرهنګي پانګه بډایه کړي، نوموړي له لغمان والي مننه وکړه چې همیشه د علمي او فرهنګي مرکزونو د تشویق او ملاتړ لپاره کار کوي چې په خوست ولایت کې یې هم د علم ،جوړونې او ځوان نسل د روزنې په برخو کې غوره خدمتونه ترسره کړي دي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي دانش فرهنګي مرکز د لغمان ولایت د ځلیدنې او پیژندنې مرکز یاد کړ او د هر نسل لپاره یې دد غه فرهنګي مرکز خدمتونه مهم او ګټور وبلل، نوموړي له اسد دانش مننه وکړه  چې د ملت جوړونې او هېواد جوړونې لپاره یې غوره بنسټ رامنځته کړی دی نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به همیشه دد غه مرکز له علمي او فرهنګي کړنو ملاتړ وکړي.
لغمان والي د دانش فرهنګي مرکز له مسوولینو وغوښتل چې د لغمان جوړونې لپاره هم ولس ته اساسي پیغامونه واستوي او د خلکو د فکري رغونې په لاره کې نور هم خپل مزل ګړندی کړي.
وروسته لغمان والي او ورسره مشرانو د دانش فرهنګي مرکز د بیلابیلو څانګو او برخو څخه لیدنې وکړي چې د اسد دانش لخوا لغمان والي او نورو مشرانو ته لازم معلومات هم ورکړل شول.

دانش فرهنګي مرکز لغمان - جبار نعيمي image image image