د افغـــاني موسیــقي هـنر مینه والـو ته زیرئ
په کندهار کي دهـنر ډیوې ورځ تربلي ځلیږي
که چیري موږ دګران هیواد په تیره بیا دلوی کندهار لرغوني ویاړلي تاریخ ته ځیر سو دې د میروس خان او احمد شاه ټاټوبي د خپل پنځه زره کلن تاریخ په درشل کي خورا ډیري له ویاړ نه ډکي کارنامې په خپله لمن کي ځای پرځای کړي دي ډیرو سترو قدرتونودسکندر مقدوني څخه نیولې بیا تر احمد شاه ابدالي پوري کندهار د دوی لپاره مناسب دپاچاهي مینه اوځای و د دې ترڅنګ تاریخ ښودلې چي ډیرو پاچاهانو په خپل وخت کي دهنرسره خاصه مینه درلودل معني داچي دوی به اورژبي حاضر جوابه شاعران او د بزم ،موسیقي اوسندرغاړو ټولنه یې درلودل
چي هره شپه به د دوی لپاره تفریحي پروګرامونه جوړیدل په خورا خواشیني سره باید وویل سي چي دغه ښکلئ طبیعت د کندهار د تاریخ په اوږدو کي همیشه د ښمنانو سترګي سرې کړي وې او یرغل به یې پر کاوه چي په نتیجه کښي به نه یوازي پاچاهي ړنګه ،ښار وران تول ادبي ،فرهنګي دشاعرانو لیکوالانو موسیقي دانانواونورو
دهنر مینه والو هنري اثار به چور غارت اویا وسوځل سول له دې کبله کندهار اوس محال ډیره اړتیا لري چي دقلم او پوهي خاوندان هر یو په خپل وار سره دغه پخواني معلوماتونه راغونډ او دکندهار ادبي او فرهنګي برخه
یوځل بیا پر پښو ودروي چي خوشبختاته دغه کار تریوه ځایه پوري سوی دی او لړۍ یې نوره هم ورځ په ورځ اوږدیږي ګرانو افغانانو په تیره بیا کندهاریانو ته نوی زیرئ هغه ځوان او مستعد هنرپال چي دموسیقي سره مینه لري د ګران استاد ښاغلي حاجي عبدالرحمن رحماني نوی لیکلئ اثر د سندارا (موسیقي ) ډولونه او پیوندونه ترعنوان لاندي په خورا ښه صحافت په کندهار کي له چاپه راوتلئ مینه وال کولای سي چي هغه دکتابتونونو له لاري ترلاسه کړي رحماني صاحب لیکي زما په اند دا د ړوند اندو او روشنفکرانو دنده ده چي نه یوازي دا ظریف او سپیڅلئ هنرله ورکیدو او نابودي څخه وژغوري بلکه هغه ځوان نسل هم دخپل وطن له هنر سره اشنا او په دې اړه یې خپل مسئولیت ته متوجه کړي چي په هیواد کي دنـنه او یا دباندي اوسیږي او نوې تکناوژي په اک کي لري دهیواد روشنفکران باید ځوان نسل ته دمویقي دلاري خدمتګاران او اتلان اودهغوی کارنامې ور وپیژني۰
دغه کتاب ۲۶۴ صفحې لري دهیواد پیژندل سوي مشهورو شاعرانو لکه ښاغلي سلیمان لایق ،ښاغلي عبدالباري جهاني او ښاغلي روح الله عران په خورا ادبي ملغلرو د دې ښکلي اثر او دښاغلي رحماني صاحب دکار ستاينه کړیده او دغه ارزښتناکه اثر یې دهنر مینه والو ته په ګټه بللئ دی زه یوځل بیا لوی کندهار ته د دې نوي زیري مبارکي ورکوم او هیله لرم چي ځوان نسل به خورا ډیره ګټه ترې واخلي ښاغلي رحماني صاحب ته د اوږه ژوند دعاکوم الله وتعالي دي ده ښاغلي او نورو دقلم خاوندانو ته نور هم توفیق ور کړي چي داسي با ارزشه لیکني وکړي۰
حا جي محمد اسحق امانزی ناوي ۱۸ مارچ