کور / نثر / د عطايي (مُلا) يو مناجات، که جنگ؟

د عطايي (مُلا) يو مناجات، که جنگ؟

 

نثار احمد اريا

​دوې ورځي مخکي چي ما د محترم عطايي (مُلا) او ټاگور د مشابهتونو په اړه ليکنه وکړه او پر خپل فېسبوک ادرس مي پورته کړه، نو زما يو درانه دوست سردارولي پښتونزوى په تبصره کي راته ليکلي ول: ̎  …نه سي کېداى چي دغه ليکنه پر بل ډول (د مُلا هر اړخيز جاج) وسي؟̎   ما په جواب کي ورته وليکل:̎   پښتونزوى صاحب زما په نظر د ملا هر اړخيز جاج زما او د يوې کوچنۍ مقالې تر وس وتلې خبره ده…̎   د خپلي دې خبري د ثبوت له پاره چي د مُلا د کلام محتوا، سبک، رنگ، ډنگ… ډېري اوږدې او ژوري شنني (تحليل) ته اړتيا لري او پر هر شعر ئې ډېري خبري کېداى سي، د مُلا د ميني يو شوخ، فلسفي او عارفانه مناجات تر خپله وسه شنم.

​د دې مناجات لومړى بند په لاندي ډول دئ:

زه ليکم ليکلي ليکي، ترنم د ترانې!

زما يو حُسن په زړه اوري،

جوړوم يې تصويرونه

ما يو خوب په زړه ليدلى،

پلټم يې تعبيرونه

تور او سره ټکي پې يمه، کاتب زه خو ̎  قلم ستا̎  دى

​زما په فکر د مُلا د کلام د پورتني بند په لومړي نيم بيتي کي يو عارفانه او فلسفي فکر نغښتل سوى دئ. دلته شاعر د نورو ډېرو شاعرانو په څېر د خپل کلام د کريډيټ دعوه نه کوي، بلکي په ډېر صداقت سره دا  کريډيټ خپل رښتيني مالک ته سپاري او وايي:̎  زه ليکم ليکلي ليکي، ترنم د ترانې!̎   شاعر وايي، چي زه هغه څه ليکم او هغه ترنم وايم، چي اصلاً تا ليکلي دي او ستا ترانه ده. خالق ئې ته يې، مقليد زه. ترانه ستا ده، ترنم زما. لنډه داچي يعني هرڅه ته ئې! او که ستا اراده نه واى، نو په ما کي به د دې ليکلو تومنه نه واى. دلته ماته د اردو ژبي د تکړه او نامتو کيسه ليکوال سعادت حسن منټو هغه خبره را ياده سوه، چي وايي ده به کله، کله ويل، چي زما سره کله، کله دا پوښتنه پيدا سي، چي زه لوى افسانه نگار يم، که خداى؟ زه وايم، کاشکي مرحوم منټو ژوندى واى او د مُلا دا مناجات ئې په پوره تعقُل سره لوستى واى، نو به خپلي غلطۍ ته متوجه سوى واى. 

​د پورتني بند تر لومړي نيم بيتي وروسته شاعر د خپل معشوق د هغه حُسن يادونه کوي، چي د ده پر زړه اوري او د هغه خوب د تعبير په لټه دئ، چي ده په زړه ليدلى دئ. په خوب کي شاعر ويني چي تور او سره ټکي پېيي، کاتب دى، خو قلم د هغه دئ. يوه ورځ مي له مُلا سره په ټليفون کي خبري کولې، کله چي د همدې نيم بيتي يادونه وسوه، نو بيا ده راته وويل، چي دا اصلاً تور او سپين توري دي او سهواً تور او سره ليکل سوي دي. که تور او سپين سي، نو دلته شاعر ډېر ژور فلسفي او عارفانه تللى دئ، ځکه کاينات په مجموع کي له همدې دوو رنگونو څخه جوړ سوي دي او يا په بله وينا د کايناتو اکثريت رنگ تور او سپين تشکيلوي. لنډه داچي په دغه نيم بيتي کي مُلا دا دوه رنگه د ټول جهان له پاره د سمبول په توگه کارولي دي او خپل جانان ته ئې ويلي دي، چي زه که د ټول جهان د هري رنگينۍ يادونه وکړم او په دې اړه که هر څونده توري سره وپېيم، خو بيا هم کاتب زه خو ̎  قلم ستا̎ دئ. سبحان الله.

​د مناجات دوهم بند:

دربولې مي، دروې مي، زه قاصد د نذرانې!

قرباني د عشق نامه ته

شهادت مي په تندي کي

غر د ميني مي په شا دى

د گُل بوى مي په غوزي کي

و درشل ته يې دروړمه، روان زه خو̎  قدم ستا̎ دى

​محترم لوستونکې! پر خداى (ج) باور وکړه. زه چي همدا اوس دا جملې ليکم او د محترم عطايي (مُلا) د مناجات د دوهم بند لولم، نو د يو عجيب کيفيت احساس کوم. باور وکړه، چي څو پلا د خوښۍ او مستۍ له يو خاص کيف سره له کمپيوټره ولاړ سم او له ځانه پوښتني وکړم، چي زما ئې د ويلو پر وخت دا حال دئ، نو د شاعر به ئې د ليکلو پر وخت څه حال وو؟ بابک چي دا ليکي ليکلې دې مځکي څنگه ځاى ورکاوه؟ په دې تنگ جهان کي څنگه ځايېدى؟ دا څنگه زړه وو، چي د داسي کيفيت او حالت تاب ئې درلود؟… 

​په دغه بند کي شاعر خپل جانان ته د ورتگ جريان بيانوي. قاصد (شاعر) خپل جانان (خداى) ته نذرانې وراخيستي دي، خو داچي جانان ئې يو وار وربولي او بيا ئې دروي، نو دى هم د گيلې او نيازمندۍ! په امتزاجي لهجه ورته وايي:̎  دربولې مي، دروې مي̎   څونده شوخ انداز! د گيلې او شوخۍ په دغه انداز د يو عارف مين له لوري له خپل بادار سره خبري کول، د يو کوچني او کمزوري زړه کار نه دئ!

د بند په دوهم او درېيم نيم بيتي کي شاعر د هغو نذرانو (سجدو) يادونه کوي، چي شهادت ئې د ده تندى ورکوي. 

د بند په څلورم او پنځم نيم بيتي کي شاعر خپل يار ته د ورتلو پر مهال د نذرانو تر څنگ يو څه نور شيان هم ور اخيستي دي. په دې دوو نيم بيتيو کي د پښتانه مين او پښتني کلتور څونده ښايسته ترسيم وړاندي سوى دئ. د دې دوو نيم بيتيو د لوستلو پر وخت زما په ذهن کي سمدستي دکليوالي پښتني دود هغه انځور جوړ سو، چي يو دروند خړ پښتون له شيانو ډک پټو په شا او يو غټ خټکى په غېږ کي د خپل اشنا د کور پر خوا روان وي. دلته هم يو دروند عارف پښتون د خپل جانان ديدن ته ور روان دئ، خو دې پښتون شاعر خپل يار ته د سوغات په ډول د ̎ميني غر̎   ور په شا کړى دئ. زما په فکر دا نيم بيتى د پښتانه خلوص او خرابات ډېر ښايسته تصوير دئ. په دا بل نيم بيتي کي بيا شاعر خپل يار ته د ̎  گُل بوى̎  په غېږ کي وراخيستى دئ.  اها! په سړي اور لگوي. د ̎گُل بوى̎  خپل جانان ته په سوغات کي وروړي. 

که څوک دشاعر د دې مناجات زيږه او شوخه ژبه د ترازو په يوه پله کي واچوي او په بله پله کي ئې د نازکخيالۍ همدا نيم بيتى واچوي، نو که د ټول مناجات پر زيږه او شوخه ژبه دروند نه سي، ورسره برابر خو خامخا دئ. وگوره! د پښتانه ذوق او نازکخيالۍ څونده ښايسته استازيتوب په کښي منعکس سوى دئ. زما په نظر همدا نيم بيتى د پښتانه ذوق د نازکخيالۍ د استازيتوب له پاره کافي دئ، لنډۍ او نور خو هلته پرېږده. د نازکخيالۍ او تخيُل انتهايي شاهکار نيم بيتى دئ.

شاعر د دغه بند په وروستي نيم بيتي کي د خپل جانان درشل ته د پورتنيو سوغاتونو يادونه کوي او بيا پسي زياتوي:(روان زه خو ̎  قدم ستا̎  دى) او په دې ډول بيا هم خپل هر څه د خپل خالق گڼي.      

سازوې مي سوځوې مي، زه تقدير د پيمانې!

د ساقي په نيت ډکېږم

د دلبر په ست تشېږم

نازولى د کُلال يم

په سکروټو کي اوسېږم

̎  اومه خټه پخومه̎  بټۍ زما ده، خو ̎ دم ستا̎ دى

​د مناجات درېيم بند د ̎  سازوې مي، سوځوې مي، زه تقدير د پيمانې يم̎  په نيم بيتي پيلېږي. په دې نيم بيتي کي شاعر ځان د پيمانې له تقدير سره تشبيه کړى دئ او وايي، لکه د پيمانې په تقدير کي، چي د کُرې (بټۍ) اور ليکلى دئ، زه هم همداسي د خپل جانان د ميني په اور کي سوځم او له دې سوځېدلو څخه رغېږم او سازېږم. وگوره! دلته د پښتني ميني سرشاري او پايلوچي وگوره. شاعر د خپل يار د ميني د اور سوز د ځان بقا گڼي. دى په همدې سوز پايي. ايا د بل قوم شاعر به هم دونده سرشاري ولري؟ دلته شاعر څونده پخه اراده او عزم لري. د پښتني فطرت د عزم او سخت زړيتوب څونده ښايسته تصوير دئ. 

​د بند په دوهم او درېيم نيم بيتي کي شاعر ̎ساقي̎    او ̎دلبر̎  د لوى خداى (ج) له پاره او جام د ځان له پاره د استعارې په ډول راوړي دي. دلته هم شاعر خپله هر فعل د خپل بادار اراده گڼي. په څلورم او پنځم نيم بيتي کي ئې بياهم ځان د جام سره تشبيه کړى او د خپل جانان له پاره ئې د̎   کُلال̎استعاره راوړې ده. دلته هم بلا کوي، ځکه سره له دې چي د يار د ميني د اور په سکروټو کي اوسېږي، خو بيا هم ځان نازلى گڼي او همدا سوز او اور د ځان له پاره د خپل جانان سوغات او ناز گڼي. 

د مناجات په وروستي نيم بيتي کي شاعر ̎اومه خټه̎  د خپل روح او ̎ بټۍ̎   د خپل وجود له پاره د استعارې په ډول راوړې ده. دا د مناجات کلايمکس (Climax) نيم بيتى دئ، ځکه له دې ټول درد او سوز سره، سره بياهم خپل روح اومه خټه گڼي او لا ئې د پخولو په تکل دئ. (اومه خټه پخومه̎ بټۍ زما ده خو̎ دم ستا̎ دى).

​ما د خپلي ليکني عنوان (د عطايي مُلامناجات، که جنگ؟) ټاکلى دئ. ښايي د ډېرو لوستونکو سره به دا پوښتنه وي، چي ولي مي دغه مناجات جنگ بللى دئ؟ زما جواب دا دئ، چي د دغه مناجات د هر بند وروستي نيم بيتياناو همدارنگه د دوهم او درېيم بندلومړي نيم بيتيان په دونده شوخ او مست  انداز سره ليکل سوي دي، چي سړى د جنگ گومان پر کولاى سي. البته دا د ميني جنگ دئ. په دې جنگ کي د دوو مينانو تر منځ بنگړي مات سوي ښکاري. دلته يو پښتون عارف مين (مُلا) له خپل معشوق (خداى ج) سره د پښتني ميني جذبه ښکاره کړې ده. پر ټول مناجات باندي د عسکري سرود (ترانې) رنگ غوړېدلى دئ. دلته يو مست مين له خپل معشوق سره وصال ته نژدې سوى دئ. وگوره! له خپل معشوق سره د مُلا دا شوخه مکالمه… کاتب زه خو ̎ قلم ستا̎  دى، …روان زه خو ̎  قدم ستا̎ دى، …بټۍ زما ده خو ̎  دم ستا̎دى. له خپل بادار سره دا شوخه او زيږه مکالمه چي جنگ نه دئ، نو څه دئ؟ دلته يو پښتون مست مين د عرفاني وجد په حالت کي خپل جانان ته ډېر ورنژدې سوى دئ، بس يوازي دا پاته دي، چي گرېوان ته ئې لاس ورواچوي.

​  زما د مطالعې له مخي په شرقي ادب کي د گوتو په شمېر داسي شاعران لرو، چي پر مناجاتونو ئې په رښتيا حساب کېداى سي. په دې شاعرانو کي يو هم د نوبل ادبي جايزې گټونکى بنگالى شاعر رابندر نات ټاگور دئ. د ټاگور مناجات د محترم عطايي (مُلا) له مناجاتونو سره په دې کي توپير لري، چي د هغه پر ټولو مناجاتونو د نهايي عُجز، ننواتي او نياز رنگ غوړېدلى دئ، خو د مُلا مناجات بيا د شوخۍ او نياز رنگ لري.

​ د دې له پاره چي د ټاگور او مُلا د مناجاتونو د رنگ د توپير پر لاملونو مو لږ روڼا اچولې وي، نو بايد ووايم، چي د دې له پاره په لومړي سر کي له موږ  سره د شاعر د خټي، عقيدې، تاثُر او جغرافيې پېژندنه ښه مرسته کولاى سي، ځکه له دې لاري موږ کولاى سو، چي د يو شاعر کلام د رنگ اغېز روښانه کړو. ټاگور يو بنگالى، هندو برهمن، له اُپنشدونو(١) متاثر او د بنگال د هوارې شنې مځکي اوسېدونکى دئ. بنگاليان د نړۍ له پستو او نرمواوسېدونکو څخه دي، هندو مذهب پر موسيقۍ او نڅا ولاړ دئ، اُپنشدونه ټول سرودونه دي او بنگال د ارامو اوبو شنه مځکه ده، نو يو شاعر چي په خټه بنگالى وي، په عقيده هندو وي، له اُپنشدونو څخه اغېزمن وي او د بنگال له ارامي شنې جغرافيې څخه وي، د هغه په مناجاتو کي چي عاجزي او ننواتې نه وي، نو به څه وي؟ برعکس مُلا چي په خټه يو زيږ پښتون دئ، د مسلمانې عقيدې څپانده وينه ئې په رگونو کي گرځي، د پښتو ژبي د يو مست، فلسفي او د خداى (ج) په مينه کي د لېوني عارف شاعر غني خان څخه متاثره دئ، او د پښتني غرنۍ سيمي اوسېدونکى دئ، نو به ئې مناجات ولي د شوخۍ، شور، ږوږ او درب و دروب له جذبې او رنگ څخه نه وي ډک؟ هو، دى له هغه غني څخه متاثره دئ، چي ټول مناجات څه، چي يو بيت ئې سړى لړزوي: 

زه يې په غرور در نه د ميني په نوم غواړمه

زه ملنگ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يمه

(غني خان)

پاى