په اوږد محال کښی دافغانستان دپرمختګ او ترقۍ سکتورونه
افغانستان سره له دی چی په تاریخی لحاظ دنړۍ پرمخ اوږد تاریخ لری خو د پرمختګ او ترقۍ له پلوه دنړۍ دهیوادونو په اخرنی قطار کښی ځای لری. دا چی دا هیواد ولی وروسته پاتی شوی او دوروسته والی عوامل یی څه دی ځاګړی تحقیق او څیړنی ته اړتیا لری . په دی لیکنه کښی په دی بسنه شوی ترڅو په اوږدی مودی کښی دافغانستان دراتلونکی پرمختګ او ترقۍ لپاره کوم سکتورونه مهم دی اوسیاسی واکداران او چارواکی یی باید په نظر کښی ونیسی او جدی پاملرنه ورته وکړی .زما په نظر تر ټولو مهم سکتورونه په لاند ډول دي :
1- تعلیم او تربیه : تجربو ښودلی چی هیڅ یو هیواد نه شی کولای دترقۍ او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږی ترڅو په هیواد کښی داخلی ماهر کدرونه ونه لری. او هیڅوک په نړۍ کښی داسی مثال نه شی وړاندی کولی یو هیواد دی بهرنیانو اباد کړی وی اوبیا یی خپلو هیوادوالو دتحفی په شکل ورسپارلی وی او هیوادوالو دی تری خوند اومزی اخستی وی.همدا داخلی کدرونه دی چی خپل هیواد ابادولی شی ،بهرنیان هم یو څه رول لری خو ددوی څخه باید دلنډی مودی لپاره کار واخستل شی او دهغوی په څنګ کښی داسی داخلی کسان وګمارل شی چی په لنډه موده کښی دهغوی څخه لازم مهارتونه او پوهه ترلاسه کړی شی.خو څرنګه چی لیدل کیږی زمونږ په هیواد کښی دی مهم سکتور ته چندان پاملرنه نه ده شوی. سره له دی چی په تیرو ۱۵ ګلونو کښی په زرګونو کسان دبورسیو له لاری بهرنیو هیوادوته استول شوی خو کومه نتیجه یی نه درلوده څکه چی دغه کسان د پوهی ، لیاقت او استعداد له مخی نه بلکه دخپلوۍ، ژبی،مذ هب، سمت ،تنظیمی تعلقاتو او رشوت په اساس استول شوی دی.ددغو کسان ډیری یی یا دتحصیل په لومړیو کلونو کښی تش لاس بیرته هیواد ته راستانه شوی او ډیرو لږو به یی تحصیل په موفقانه ډول پای ټه رسولی وی .
دهیواد په داخل کښی هم دمکاتبو او پوهنتونو کیفیت او نصاب ته ځانګړی پاملرنه نه ده شوی ، دهیواد په ځینو پوهنتونو کښی خو ان د ۴۰ کالو مخکی درسی نوټونه تدرسیږی .
ترڅو چی د معارف او لوړو تحصیلاتو کیفیت ته ځانګړی پاملرنه ونه شی او پوهنتونونه خپل تحصیلی معیار داسی عیار نه کړی تر څو افغانان دنړیوالو سره درقابت له مخی په نړیوال مارکیټ ځان ته دکار پیداکولو جوګه نه شی زمونږ هیواد ترقی نه شی کولی او دا هغه وخت شونی ده چی لومړی دثانوی دوری نصاب اصلاح او مسلکی استادان ورته وروزل شی . او په دوهم قدم کښی دپوهنتون ددوری نصابونه نړیوال مارکیټ او دهیواد داخلی ضرورتو ته په کتو اصلاح او په تطبیق کښی یی نه ستړکیدونکی هڅی وشی.
تعلیمی سکتور په اوږد محال کښی نتیجه ورکوی اوښایی د ۲۰ څخه تر ۲۵ کلونو پوری دوامدار کار ته اړتیا وی.
2- اوبه اوانرژی: دهیواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره انرژی د کلید حیثیت لری. دانرژۍ د سکتور دودی پرته نور سکتورونه لکه زراعت، صنعت ،تجارت …..او نور هم څرنګه چی لازمه ده ترقی او پرمختګ نه شی کولی. هیواد باید دانرژۍ له پلوه هم په داخلی منابعو ډیره تکیه وکړی ځکه که چیری زمونږ صنعت په بهرنۍ انرژی متکی شی او خدای مکړه دهغه هیواد سره زمونږ کومه سیاسی ستونزه پیدا شی نو دیو سوچ په ښکته کولو سره زمږنږ په سلګونو فابریکی پرچاو اوپه زرګونو خلک به مو وزګار شی . افغانستان دانرژۍ دتولید لپاره ډیری منابع لکه اوبه ، ګاز، دډبرو سکاره ،لمر اوباد په واک کښی لری او په اوږدی مودی کښی کولای شی چی انرژی په خپل هیواد کښی تولید او دانرژۍ له پلوه په خپلو پښو دودریدو جوګه شی.زما ددی خبری معنی دانه ده مونږ دی هیڅکله هم انرژی دبهر څخه نه واردوو بلکه باید زمونږ تجارت هم داقتصادی علمی تحلیل په بنسټ ولاړوی یعنی دنسبی مزیت قانون چی یو عام قانون دی په نظر کښی ونیسو خو نور ملحوظات لکه سیاسی ، خلکو ته روزګار پیداکول،دبهرنیو اسعارو دذخایرو تقویه او دتجارت بیلانس اوپه ځانګړی دوارداتو او صادراتو داوږدی مودی اغیزی دهیواد په افتصاد ….او ځینی نور دنظره ونه غورزوو. که هیواد دانرژۍ له پلوه په خودکفآ شی نو دابه دهیواد په سیاسی ازادی پیاوړی او دهیواد د پرمختګ او ترقۍ باعث وګرځی .
داوبو سمه اداره او کارونه هم د ټولنی دپرمختګ او ترقۍ ښه لامل کیدای شی.
3- معادن او ځنګلونه: دمعدن سکتور هغه بل مهم سکتور دی چی په اوږدی مودی کښی دهیواد د پرمختګ اوترقۍ سبب ګرځیدای شی خو ډیر دقت ته اړتیا ده ځکه که دمعادنو رااستلو، پروسس او تدارکاتو ته لازمه توجه ونه شی نو ډیر امکان لری چی لکه دهغو په میلیاردونو ډالرو په څیر هیف ومیل شی چی په دی تیرو ۱۵ کلونو کښی هیواد ته لکه دسیلاب په څیر سرازیر شول.او خدای مکړه هیواد به مو ددی خداداد نعمت څخه هم محروم شی. ددی سکتورد اغیزمن استعمال لپاره هم تر هرڅه دمخه دداخلی انجینرانو او فنی کارګرانو روزنه ضروری ده چی داکار هم اوږدی مودی ته اړتیا لری. تر ډیره حده کوښښ باید وشی چی معدنی توکی په داخل دهیواد کښی په کار تمامه موادو بدل شی او دنیم کاره او خامو موادو په شکل صادر نه شی. چی داکار به په خپل وار هیواد په یو تولیدی هیواد واړوی چی نتیجی یی هرچاته څرګندی دی .
ځنګلونه هم دهیواد بل الاهی نعمت او پیرزوینه ده چی زمونږ په هیواد شوی ده . خو مونږ دهغه هم سمه ګټه نه ده اخستی. اوس هم په ځنګلونو بی رحمانه چور او تالان ګډ دی او هیڅوک یی مخنیوی نه شی کولای خکه چی په ناامنو سیمو کښی دي. که دځنکلونو اداره په درست ډول تر سره شی نو علاوه د هغو اغیزو چی د ژوند په چاپیریال ، صحت ، دسیلابونو په مخنیوی او نورو ساحو یی لری د داخلی تولید په انکشاف کښی هم لری . په هیواد کښی دشته نجارۍ فابریکو په بیا رغونی او دنوو فابریکو په احداث سره به له یوی خوا په زرګونو خلکو ته دکار زمینه برابره شی او له بلی خوا به هیواد دلرګیو تولیدی توکی په ځانګړی ډول فرنثچر له پلوه تر ډیره حده په ځان متکی شی. دمکتبونو او پوهنتونو او ټولو دولتی ادارو دضرورت وړ میزونه او چوکۍ هغه توکی دی چی دولت کولای شی په لومړی سر کښی بری پانګه اچونه وکړی خو دا کار هغه وخت شونی دی چی دولت دخپلو حمایوی پالیسیو له لاری
دداخلی تولیداتوحمایت وکړی .
4- تجارت او ترانزیت: د تجارت او ترانزیت د سکتور اهمیت د هیواد په پرمختګ او ترقۍ کښی د لمر په څیر څرګند دی . خو باید د تجارت بیلانس ته په جدی توګه پاملرنه وشی .نه داچی لکه څنکه چی اوس دوام لری . اوس د هیواد تجارت که مبالغه ونه شی د۹۵٪ کسر سره مخامخ دی چی دا حالت یوه تجارتی فاجعه بللی شو.ددی حالت نه دراوتو لپاره لکه څنکه چی مخکی ورته اشاره وشوه دولت ته پکار ده تر څو په دی هکله د اوږدی مودی داسی پلانونه او پالیسی طرح او تطبیق کړی چی هیواد په یو تولیدی هیواد بدل شی.
افغانستان کولای شی په اوږد محال کښی دترانزیت له لاری په کافی اندازه عواید تر لاسه کړی او نوموړی عواید دهیواد په ابادۍ او ترقۍ ولګوی . ترانزیت اوپه ځانګړی ډول د انرژۍ اوبو او برق ترانزیت کولای شی د مختلیفو هیوادونو ګټی یوپر بل متکی کړی او دغه اتکآ په خپل وار دسولی په تآمین کښی مرسته کولای شی. دولت په دی هکله په زړه پوری ګامونه اخستی خو په کار ده چی پیل شوی
هڅی لا نوری هم ګړندۍ کړی.
5- توریزم : افغانستان دډیرو تاریخی او زړه راښکونکو ځایونو په درلودلو سره دتریزم دودی او پرمختګ لپاره په کافی اندا زه ظرفیت لری چی کولای شی د امنیت په تآمین سره دنړیوالو توجه راوګرځوی او ددی لاری دپام وړ عواید ترلاسه کړی. دبامیانو دبودا مجسمی او بند امیر ، دهلمند دبست قلعه ، دهرات او غور تاریخی مینارونه او دنورستان زړه راښکونکی منظری او ډیری نوری پرخی دسیلانیانو دجلب او جذب باعث ګرځیدای شی. نو دولت پکار ده چی دی سکتور ته هم لازمه پاملرنه وکړی.
6- امنیتی سکتور: تجربو ښودلی چی بی پری اوغیر سیاسی او وطندوست امنیتی سکتور دهر هیواد دسیاسی ثباتضامن وی او سیاسی ثبات په خپل وار دترقۍ او پرمختګ باعث ګرځی . که مونږ غواړو چی په هیواد کښی مو دوامدار سیاسی ثبات تآمین شی نو هڅه باید وشی چی دهیواد دری ګونی امنیتی قواوی ( اردو، پولیس او ملی امنیت) باید په لومړی قدم کښی غیرسیاسی او بی پری شی اوپه دوهم قدم کښی لګښتونه دملی بودیجی له لاری تآمین شی.که چیری دیو هیواد امنیتی سکتور دپردیو په بودیجه تمویلیږی نو دغه سکتور هر وخت دجدی خطر سره مخامخ کیدای شی ددی خطر څخه د خلاصون په خاطر دولت ته پکار ده ترڅو دی سکتور ته ځانګړی پاملرنه وکړی او په اوږدی مودی کښی یی په مالی او مسلکی لحاظ په داخلی منابعو متکی کړی .
7- صنعت: صنعت که له یوی خوا خلکو ته کار اوروزکار برابروی او روزګار په خپل وار دفقرپه له منځه وړلو او انکشاف کښی مهم رول لری ،نو له بلی خوا دهیواد دخلکو د داخلی ضرورتونو په تآ مین کښی مهمه برخه لری. دتولیداتو صادرات هم دبهرنیو اسعارو دترلاسه کولو اود عوایدو ستره او داعتماد وړ منبع ده. صنعت دنورو سکتورونو په ځانګړی ډول د زراعت ،تجارت او ترانزیت دودی او پرمختګ عوامل برابروی . نو دولت باید په اوږدی مودی کښی دی سکتورته هم لازمه پاملرنه وکړی . دولت ته پکار ده ترڅو دصنعت دودی او پرمختګ لپاره کوټلی پلانونه او د حمایت لپاره یی کوټلی پالیسی طرح او تطبیق کړی .