کور / سياسي / يو اتيا سلنه افغانان له خپل حکومته ناخوښه دي

يو اتيا سلنه افغانان له خپل حکومته ناخوښه دي

لیکوال: احسان الله ارینزی

لس شپې مخکې د امریکا غږ آشنا رادیو په خپله ماخستنئ سیاسي خپرونه کې، د امریکا متحده ایالاتو د نشراتي بورد BBG د مدیره هیآت  او ګلوپ شرکت په هغه سروی خبرې کولې چې لږ مخکې خپره شوی او وایي چې د افغانستان 81% د ملي یووالي حکومت له کړنو څخه ناخوښه دي.

د امریکا د نشراتي بورد یا BBG مدیره هیآت د امریکا متحده ایالاتو یوه اداره ده چې له هېواد څخه بهر خپرونې کوي او د امریکا غږ آشنا رادیو –تلویزیون یې یوه برخه ده. 

ګلوپ شرکت د امریکا یو خپلواک څېړنیز شرکت دی چې په امریکا کې د ننه یا بهر ستراتیژیک مشاوریت، څیړنې، ارزونې او عامه نظر پوښتنې تر سره کوي.

د BBG او ګلوپ په دې نوې سروې کې، د 2015 د نومبر له 27 څخه د نومبر تر 18 پورې، د افغانستان په ټولو ولایاتو کې له 2000 کسانو سره مخامخ مرکی شوې دي. 

د دغه سروې له مخې 81% پوښتل شوو کسانو ویلي چې د ملي یووالي حکومت څخه ناخوښه دي؛ خو 17% خلک د دولت  د اجرااتو ملا تړکړی. سروی وایی چی 76% پوښتل شوي خلک له داکتر اشرف غني او 85.9% له داکتر عبدالله څخه راضي نه دي.

دا سروی وایي چې له دې 2000 کسانو څخه 69% فکر کوي چې ژوند یې د تېر کال په پرتله بد شوي؛ خو 30% راضي دي.

د سروي په یوه بله برخه کې راغلي چې یوازینې 3.7% پوښتل شوو کسانو پاکستان ته د یو مطلوب هېواد په توګه مثبته رایه ورکړی او نورو ټولو نامطلوب هېواد ګڼلی!

د امریکا غږ آشنا رادیو په خپرونه کې د افغان نشراتی مرکز مشر حاجی سید داوود او د ولسي جرګي غړي احمدزي برخه درلوده او خلکو هم کولای شوای چې رادیو ته زنګ ووهي او خپل نظر شریک کړي.

حاجی سید داوود د دې سروې پایلې سمی وبللې؛ خو احمدزي ویل چې په دې سروې څلور میاشتې تېرې شوې او اوس په وضع کې مثبت بدلونونه راغلي. زما په فکر احمدزي د ولسمشر د مرستیال ویاند ظفر هاشمی خبرې تکرار کړې چې ویلی یې و اوس په دې سروی څلور میاشتی تېرې دي او دا تحلیل زوړ ښکاري!

دا دوه بېوزلی لکه چې په دې نه پوهیږي چې د هېڅ سروی پایلې په دوو ورځو کې نه شی اعلانیدی. د بېلا بېلو مسایلو په هکله د 34 ولایاتو د 2000 کسانو د نظریاتو کتل، څېړل او خپرول خواه مخواه  څو میاشتې غواړي. 

کله چې د خلکو د نظریاتو د خپرولو وار شو، د آشنا رادیو ویاندانو وویل چې په لسګونو کسان په لین کې دي او په سلګونو نورو برېښنايي پیغامونه استولي.

لومړنی تلفون کونکی خیرمحمد د سرپل و. ده وویل چې تاسو په شمالي ولایاتو کې د جنبش او جمعیت لانجو ته وګورئ. خلک ځورېږي او حکومت کوم ستر کار سرته نه دی رسولی. ده وویل چې موږ سوله، کار او ډوډۍ غواړو!

دوهم تلفون کونکی یعقوبي د تخار و؛ خو ده وویل چې زه د افغانستان یم. داکتر عبدالله ته مې رایه ورکړی. دې دولت د خلکو د دسترخوان ډوډۍ وتروړله. زه ناراضه یم. 

درېیم تلفون کونکی ځدران د خوست و. ځدران د دولت بریاوې یادې کړی او وی ویل چې دولت په پاکستان ډېر فشار راووړ او هغه یې اړ کړ چې د افغانستان غوښتنو ته غاړه کېږدي! چاه بهار پرانستل شو، په ښږني کانکور کې ناراضه ځوانان نشته او افغانستان د WTO غړیتوب تر لاسه کړ.

خدای ښه پوهیږي ما ته داسې ښکاري چې دا تلفون د خوست د قومي مشر غازي نواز تڼی کړی و چې د داکتر عبدالله پلوی او اوس په قومي چارو کې د هغه مشاور دی. 

غازي نواز تڼی هغه کس دی چې په ټلویزیونونو کې کیني او بی له هېڅ ډوله تاریخي، سیمه ییزو، سیاسي، پوځي او اقتصادي معلوماتو د هرې موضوع په هکله اپلتی وايي. 

د ځدران له خبرو وروسته یو چا د آشنا رادیو په فیسبوک کې لیکلي و چې د ځدران خبری سمې نه دي. یو بل چا لیکلی و چې د دولت شعارونه ډېر؛ خو عملي کارونه په سترګو نه لیدل کېږي. 

د آشنا رادیو د خپرونی څلورم تلفون کونکی حمزه نومېد. ده وویل چې د ملي یووالي حکومت سنجیده نه دی او سوله نه راځي.

ګل محمد سنګروال وویل چې د حکومت مشران پخپلو کې جوړ نه دي، نورو ته به یې څه خیر ورسي.

شپږم تلفون کونکی عرفان خان په دې عقیده و چې د حکومت خبرې ډېرې؛ خو عمل نشته.

اووم تلفون کونکی وویل چې حکومت ته باید نور وخت ورکړو. 

بل وویل چې په حکومت اعتماد نه لرم. 

بل وویل چې اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی. 

له دې وروسته بیا د احمدزي وار شو. احمدزي د دولت ننګه کوله او ویل یې چې دا سروی زړه، سیاسي او غرضی ده او حکومت په سم لوی روان دی؛ خو حاجی سید داوود ویل چې د ملي یووالي حکومت مشران خپله ځانونه بریالی نه بولي؛ نو ځکه دا سروي سمه ده. ده وویل چې داکتر غنی په همدی اونۍ کې ښوونکو ته وویل چې زه مشروط وختلم! او داکترعبدالله په هره وینا کې وايي زموږ حکومت کامیاب نه دی.

حاجی سید داوود وویل چې د داکترانو غني او عبدالله وعدې درواغ ووتې. دشمال غمجنو پېښو ته وګورئ. داکترانو غني او عبدالله لشکرګاه ته دوه ښاروالان ټاکلي. د مزاری د مرګ له پاره دوه غونډې جوړې شوې. د داکتر عبدالله ډله د حاجی محقق غونډې ته ورغله؛ خو داکتر غني د خلیلي غونډې ته ویدیويي یا تلفونی وینا واوراوه او ملګري یې هم هلته په دسترخوان ناست وو!

په هر صورت د آشنا رادیو یو ساعته خپرونه د موافقینو او مخالفینو په خبرو او لیکونو پای ته ورسېده. دوو کسانو احمدزي او ځدران د BBG او ګلوپ د سروي په خلاف د ملي یووالي حکومت غورې وکړې؛ خو حاجی سید داوود، تلفون کوونکو او د برېښنايي پیغامونو استوونکو د BBG او ګلوپ سروي سمه بلله او ویل یې چې ډېر خلک له حکومته نا خوښه دي او حکومت ډېر کار نه دی کړی.

په دې خبرو کې د ولسي جرګی غړی احمدزي ویل چې که اوس نوی سروی وشي، ډېر خلک به حکومت ته مثبته رایه ورکړي؛ خو حاجی سید داوود ټینګار کاوه چې که اوس سروی وشي، د ناخوښه خلکو سلنه به نوره هم لوړه وي!

باید وویل شي چې د آسیا بنسټ یوه سروی د تېر عیسوي کال په نومبر کې خپره شوی وه چې ویل یې د افغانستان 37% خلک باور لري چې هېواد په سم لور روان دی او 57.8% خلکو ویلی و چې د ملي یووالي له حکومت څخه خوښ نه دي. آسیا بنسټ Asia Foundation په هغه سروې کې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې له 9586 کسانو څخه پوښتنې کړې وې.

BBG، ګلوپ او آسیا بنسټ وايي چې دوی په خپلو پوښتنو کې د افغانستان ټوله جغرافیه او ټول خلک په پام کې نیولې.

له دې مخکې د ولسواکی نړېوالې اداري (DI) Democracy Internationalسروې ویل چې د افغانستان د ملي شوری 93% غړي دا ګڼي چې دا هېواد په ناسم لوری روان دی!

د ولسواکی نړېوالې اداره وايي چې دوی په خپله سروې کې د ملی شوری (ولسي جرګه + مشرانو جرګه) له 215 غړو سره مرکې کړی. د DI د سروې له مخې د ملی شوری 64% غړي د داکتر غني له کړنو خوښ نه دي؛ خو 5%خوښ ښکاري او پاته وکیلان د دې ارقامو ترمنځ څپې وهي. سروی وایي چې د ملي شوری 3% غړي له داکتر عبدالله څخه خوښ دي او نور ناخوښه!

د DI مرکز په واشنګټن کې دی او له ډېرو کلونو راهيسي د افغانستان د ټاکنو په برخه کې کار کوي.

د پاسنی سروي د خپراوي په وخت کې د DI سلاکار ښاغلي ذکریا بارکزی ویلي و چې افغانستان له تېرو یو کال راهیسي په بحران کې دی. امنیتي حالت خراب شوی، ټاکنیز اصلاحات په ټپه ولاړ دي، خلکو په ملي يووالي حکومت باور له لاسه ورکړی، اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او خلکو دله ییز مهاجرت پیل کړی!

اوس نو د حضراتو ظفر هاشمي، ځدران او احمدزي خوښه چې لا هم په دې ټینګار کوي چې د BBG او ګلوپ او احتمالاُ آسیا بنسټ او DI سروې ګانی زړې، سیاسي او غرضي دي او که هغه تراخه حقیقتونه په رڼو سترګو مني چې همدا اوس په افغانستان کې تر لمر روښانه دي او په دوو ګوتو نه پټېږي!!

دوی باید د خیرمحمد، یعقوبي، حمزه، حاجی سید داوود، ګل محمد سنګروال، عرفان خان او ګڼ شمېر نورو خبرو ته هم د حقیقتونو په شان وګورئ چې ویل یې د BBG او ګلوپ خبرې سمې دي او ډېر خلک د حکومت له مشرانو خوشاله نه دی.