کور / تازه خبرونه / د ښوونکو ټولني د ۳ استادانو د خدمت او شخصيت ستاينه وکړه

د ښوونکو ټولني د ۳ استادانو د خدمت او شخصيت ستاينه وکړه

خبريال:حکيمي

نن د بلوچستان د پښين سيمې ته څيرمه د افغان کډوالو د نوي سرانانو د پنډغالي په دوولسم نمبر ښوونځۍ کې په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني له خوا د درو تنو افغان نومياليو شخصيتونو هر يو : استاد عبدالغفار خان ، استاد بهاوالدين بها او استاد نياز محمد محتاج د فکر ، هڅو او خدمتونو غونډه تر سره سوه .

بلوچستانچې په دې غونډه کې  په بلوچستان کې د افغان کډوالو د پنډغالو : ځنګل پير عليزيي ، زوړ سرانان ، سرخاب ، نوی سرانان ، مسلم باغ ، کچلاک ، سملي ،کويټې او پښين د سيمو مشرانو ، د ښوونځيو سرښوونکو او ښوونکو ، ځوانانو ، زده کوونکو برسيره د (يو اين ايچ سي آر ) د پروډکشن د څانګي مشر ( جلواس ) ، اورنګزيب خان اڅکزي ، ايمل خان کاکړ ، د پاکستان د سفران د وزارت د بلوچستان د کمشنريټ ډايرکټر ارباب طالب ، کلرک عبدالله جان ، د کډوالو د اتشه استازی نثار احمد عزيزي ، د ويس د ادارې استازي رافع خان اڅکزي ، ملک فضل رحيم کاکړ ، د سوسايټي د ادارې استازي عبدالغفار خان ، ظاهر مشواڼي ، بهاؤالدين بها او صبور خان ګډون درلود .

چې يادي غونډي ته مولوي خير محمد خيرخواه ، اختر محمد باوري ، عبدالواسع خان پوپل ، محمد امان خان مندوخيل ، طوره باز خان ، محمد نعيم وفا ، تادين خان ترکي ، حاجي عبدالله خان ازبک ، عصمت الله تساند ، عبدالرشيد پښتون ، ملک فضل رحيم کاکړ ، نثار احمد عزيزي ، اورنګزيب خان اڅکزي او ظاهر پښتون ويناوي وکړې .

چې هر يوه دښاغلي عبدالغفار خان ، بهاؤالدين بها او نياز محمد محتاج پر هڅو او په افغان پنډغالو کې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۵ زيږيديز کال پوري د کوچنيانو د ساتني او روزني د ادارې په مالي مرسته په لسګونو زره افغان ماشومان وروزل چې زيات ځوانان يي د هيواد د مختلفو پوهنځيو څخه فارغ او يا په زده کړه بوخت دي .

خو په يادو ويناوالو کې په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون خپل په وينا کې د ټولو راغلو ميلمنو د راتګ څخه مننه وکړه او د يادو ادارو غړو ته يې وويل :

که څوک  زموږ د افغان کډوالو د ستونزو په حل کولو کي داسي نه ستړي کيدونکي هڅي وکړي لکه دغو دروتنو نومياليو موږ حاضر يو چې همداسي ستاينه يي وکړو .همدارنګه پښتون له يو،اين،ايچ،سي،ار د اداري څخه وغوښتل چي د نومړو کسانو په شتون کې زموږ تعليمي پروګرام مخته ځې نو هيله مو ده چې يو،اين،ايچ،سي،ار يې سپوټ وکړي.

د د همدغو درو تنو استاد عبدالغفار خان ، استاد بهاؤالدين بها او نياز محمد محتاج د هڅو برکت دی چې موږ او تاسي دلته سره راټول يو او د دوي د هڅو ستاينه کوو .

د يادو ويناوالو د خبرو څخه وروسته و لمانځغونډي ته خپله استاد عبدالغفار خان او استاد بهاؤالدين بها ويناوي وکړې او هر يوه په خپلو خبرو کې د ښاغلي ظاهر پښتون او ملګرو څخه مننه وکړه او دا يي خپل ملي او وجداني  دنده وبلل چې تر څو مو وس وي او زموږ په تعليمي برخه کې دندي وي خپل په دندو کې به غفلت نه کوو او خپله انرژي به د خپلو افغان کډوالو ماشومانو په سالمه روزنه کې همداسي جاري ساتو .

د ( يو اين ايچ سي آر ) او حکومت پاکستان د مرستو څخه يي هم مننه وکړه .

د نوموړو د خبرو څخه وروسته د ښوونځيو د سرښوونکو له خوا يادو نومياليو ته بګړۍ ورپر سر سوې اوهم تحفې ورکړل سوې .

له دې څخه وروسته ګډونوالو ته ډوډۍ ورکړل سوه او غونډه د ماپښين پر درې نيمو بجو پاي ته ورسيده.