کور / تازه خبرونه / جهاني د امیرعلي شېرنوايي سیمینار ته، چمتوالی وښود.

جهاني د امیرعلي شېرنوايي سیمینار ته، چمتوالی وښود.

 

 

د امیرعلي شېرنوايي د نړیوال علمي او څېړنیز سیمینار د چمتوالي کمېسیون په نننۍ غونډه کي، د بېلابېلو اړخونو تر کاري ارزوني وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د دغه کمېسیون مشر ښاغلي عبدالباري جهاني د سیمینار لپاره هراړخیز چمتوالی څرګند کړ.

په دغه غونډه کي چي د ملي امنیت شورا مرستیال ښاغلي فیض الله ذکي او د کمېسیون نورو غړو ګډون درلود، د سیمینار پر آجنډا، مهالوېش او د پروګرام په اړخونو کي، د نندارتونونو پر جوړولو بحثونه وسول.

د امیر علي شېرنوايي نړیوال علمي او څېړنیز سیمینار به د وري ( حمل ) پر درویشتمه، د رارواني دوشنبې په ورځ چي د اپرېل د یوولسمي سره سمون لري، په پلازمېنه کابل کي پیل سي. لومړۍ درې ورځي به  په کابل او بیا به په هرات او بلخ کي دوام وکړي.

د ازبکستان، تاجکستان، ایران، هندوستان، پاکستان او امریکا څخه د اکاډمیکو شخصیتونو په حضور، به د هنري آثارو او کتابونو، نندارتونونه او مشاعرې هم وړاندي سي.

امیرعلي شېر نوايي د  ۸۴۴ څخه تر۹۰۶ هـ سپوږمیز کال پوري، د سلطان حسین بایقرا هممهاله شاعر، لیکوال او سیاستوال وو چي د روښانه سیاسي ژوندلیک ترڅنګ یې په دري او جغتایي ترکي ژبو لسګونه آثار تر شا پرې ایښي دي.

په وروستیو میاشتو کي، دا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا دوهم نړیوال علمي سیمینار دی چي دایرېږي. تر دې وړاندي په کابل کي د هندوستان د موقت حکومت د سلمي کلیزي په مناسبت نړیوال سیمینار وو چي د سیمي د هیوادونو پام یې خپل کړ.