کور / راپور / د (غزني ګېرو) د نجونو له زد کړو څخه پاکه ولسوالۍ

د (غزني ګېرو) د نجونو له زد کړو څخه پاکه ولسوالۍ

راپور: حبیب الرحمن تاثیرښځه نجلۍ ميرمن

د غزني ولایت د یوسل پنځلس زره اوسېدونکیو کسانو د ګېرو ولسوالۍ که څه هم چې په ټوله ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر د هلکانو ښوونځي لري، خو وايي چې د زدکړو په موخه یې د نجونو پرمخ ټولې دروازې تړلې پاته دي، چې دا د هغوی پر حقونو ښکاره تیری ګڼل کیږي.

که څه هم چې د غزنې ترڅنګ په ټول افغانستان کې د دولت وسله وال مخالفین د نجنونو له زدکړو سره اختلاف نه لري، خو په غزني کې د ښوونې او روزنې چارواکي هغوی ته د زدکړو زمنیه نه برابرول د امنیتي ستونځو ترڅنګ د ځان خلاصونې په موخه بېلابېل لاملونه ښیي.

که د افغانستان په اساسي قانون کې د امکان ترحده په افغان ولس باندې زدکړې جبري ښوودل شوې دي، نو د غزني ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد عابد وایي د ګېرو خلګو ورته مراجع نه ده کړې چې ورته د نجونو ښوونځۍ جوړې کړي، دی وايي: موږ څو څو ځله ورته وړاندیز کړی دی، خو د دغه ولسوالۍ خلګ نه غواړي چې لوڼې دي یې لوستې لویې شي.

که عابد عابد د ګېرو ولسوالۍ نیمایي ولس له زدکړو څخه محرومول د خلګو په نه غوښتنه پوري تړي، نو د دغې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې امیر حیات الله بیا د نجونو زدکړې له پامه غورځول د افغان دولت د وسله والو مخالفینو دریځ یادوي او وايي: هغوی ورته اجازه نه ورکوي چې ښوونځۍ ورته جوړې کړي، حیات زیاتوي: په دغه ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نه غواړي چې نجونې دي په کې زدکړې وکړي.

دا چې په دغه ولسوالۍ کې د نجینو د ښوونځیو د نه شتون پړه د یو او بل پر غاړه وراچول کیږي، خو عام خلګ وايي: ډیری وخت مو د معارف له چارواکیو څخه غوښتنه کړې ده، خو بېرته ورڅخه ناهیلي تللي دي، د ګېرو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جمیل الرحمن وایي: ولسوال طالبان په اوسني وخت کې د ښوونې او روزنې په خلاف په هیڅ عمل لاس نه دی پوري کړی، خو د معارف ريئس او د ګېرو ولسوالۍ د معارف امیر په خپله کرپټ خلګ دي نه غواړي چې سیمه دي لوستې شي.

یاده دي وي چې د غزني ولایت د څوارلس پښتني ولسوالیو له جملې څخه د ډیری هغوی نجونې یې د زدکړو له رڼا څخه محرومې او د جهالت په توره شپه کې ژوند کوي، خو د ګېرو ولسوالۍ ده چې سل په سل کې یې نجونې له دغه لومړي حق څخه محرومې پاته دي.