کور / تازه خبرونه / سوات کې د عوامي نشنل ګوند ځايي مشر وژل شوی

سوات کې د عوامي نشنل ګوند ځايي مشر وژل شوی

سوات : دبي بي سي د خبرله مخې د چارواکو په وينا د خيبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نشنل ګوند يو سيمه ييز مشر د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.د پوليسو په وینا پېښه د مالم جبې په تلي ګرام کې رامنځ ته شوې ده.د مالم جبې د پوليسو يوه کارکوونکي سيد علي شاه ويلي، چې “د عوامي نشل ګوند ځايي مشر جمشيد علي خان په سړک پلی روان و، دوو وسله والو پرې ډزې پيل کړې چې په نتيجه کې يې نوموړي د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ”.سيد علي شاه وايي وژل شوی کس منګلور کې د کلي د ساتنې شورا مشر هم و.د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې.جمشيد علي خان تر دې وړاندې د مسلم ليګ ن غړی و، خو څو کاله وړاندې يې دغه ګوند پرېښود او له عوامي نشل ګوند سره يو ځای شو