کور / تازه خبرونه / په لغمان کې ۵۸۸ نوي کسان په دندو ګمارل شوي

په لغمان کې ۵۸۸ نوي کسان په دندو ګمارل شوي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتماب ولسمشر د حکم د  تطبیق په اساس او د لغمان ولايتي ادارې د مشرتابه په ځانګړې پاملرنه په تېر ۱۳۹۴ لمريز کال کې د لغمان ولايت په مرکز او ولسواليو کې ټول خالي بستونه د طرزالعمل مطابق ډک شوي او هغه ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې چې د کار کولو وړتيا او اهليت لري.image image

لغمان والي وايي چې د استخدام په پروسه کې ټاکل شوي هدف ته رسېدلي دي او ټول هغه بستونه يې د آزاد رقابت له لارې ډک کړي، چې په بېلابېلو ادارو کې خالي و، نوموړی زياتوي چې د استخدام کمېټې ته يې دنده سپارلې وه چې ټول خالي بستونه ازاد رقابت او شفافې پروسې له لارې ډک کړي او د استخدام په پروسه کې اهليت، مسلک، وړتيا، لياقت او ژمنتيا ته اساسي توجه وکړي.

لغمان والي د خالي بستونو ډکولو د لغمان ولايتي ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه ياده کړه، ټولو رياستونو ته يې دنده وسپارله چې د مامورينو د ظرفیت لوړونې تر څنګ تلاش وکړي چې په راتلونکي کې خالي بستونه د ازاد رقابت او شفافې پروسې له لارې ډک کړي، تر څو شته شکايتونه رفع او پر دولت د خلکو باور نور هم زیات شي. 

لغمان والي وويل چې په تېر کال کې يې د ټول ولايت په کچه ۵۸۸ نوي کسان په دندو ګمارل شوي چې له جملې يې ۶۶ ښځې دي، نوموړي په ادارو کې د ښځينه کارکوونکو پر زياتوالي ټینګار هم وکړ.

لغمان والي ډاډ څرګند کړ چې په لغمان ولايت کې به په هېڅ صورت د مداخلو، سفارشونو او واسطو په اساس د مامورینو ګمارنې ته اجازه ورنکړي.

وروسته د هر رياست رئیس د خپلو تشکیلاتو او نویو ګمارل شويو مامورينو په اړه معلومات وړاندې کړل، دوی د ټاکل شوي هدف تر لاسه  کول یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، د ادارو رئيسانو وویل چې د مامورينو د ګمارنې په وخت پر دوی يوې او بلې خوا فشارونه موجود وي مګر دوی ورته هېڅ اهميت نه ورکوي، بلکه قانون په نظر کې نيسي او د ولسمشر د حکم او د ولايت مقام د لارښوونو سره سم به د پروسې شفافیت ته لومړیتوب ورکړي.