کور / تازه خبرونه / تنظيفي چارو او ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره نوې تګلاره جوړيږي

تنظيفي چارو او ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره نوې تګلاره جوړيږي

کابل ښاروالۍ:  د تنظيفي چارو د چټکتيا او ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره نوې تګلاره جوړوو


د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال ښاغلى وهاب الدين سادات وايي،چې د ښار د پاکولو، دګڼې ګوڼې د کمښت او تنظيفي چارو د چټکتيا په موخه يې نوې سټراټيژي جوړه کړېده.

هغه دغبرګولي پر پنځمه له يوې ډلې ژورنالسټانو سره په ناسته کې يادونه وکړه، چې ددغې سټراټيژۍ په عملي کولو کې به امنيتي پوليس، ټرافيک، ټرانسپورټ وزارت، سوداګريزو چارو وزارت او دکابل ښاريان لاس کوي او په ګډه به چارې مخته بيائي.

هغه ياده کړه، چې د جرمني ديوې ادارې (ګالف انجنيرنګ) لخوا چې په دې وروستيو کې  د کابل ښار د کثافاتو په اړه کومه څېړنه  شوې، ښيي چې يواځې  د کابل ښار ٢٥ فيصده کثافات  د اړوندو ادارو لخوا ټوليږي او پاتې پنځه اويا فيصده يې د ښار د بېلا بېلو برخو د چټلتيا سبب ګرځي.

هغه ياده کړه، چې  کابل ښار په يوې ادارې هيڅکله هم نشي پاکېداى، تر څو ټول شامل ارګانونه او ښاريان پکې برخه وانخلي.

هغه وويل،چې د تنظيفي چارو دانسجام، د ښاريتوب د فرهنګ درواجولو، دکابل ښار دسمسورتيا، د ټولنيزو ټولنودجلبولو،چاپېريال ساتنې او دچارو د همغږۍ لپاره د ښاري خدمتونوشوراوې جوړوي، چې د کليواو کوڅو د مشرانو، د کابل ښار دبېلابېلو ناحيېو، ولسي جرګې او ولايتي شورا استاځي به پکې برخه لري.

نوموړي ياده کړې، چې دهرو درېيوسو او دوو سوو کورونو لپاره به يوه شورا جوړوي.

همدغسې هغه زياتوي، چې  شوراوې به وهڅوي، چې د پاکۍ دوديز اشرونه وکړي او خپلې سيمې په خپل مټ پاکې کړي.

هغه يادونه وکړه، چې دغه شوراوې به په رضاکارانه توګه کار کوي او ددولت لخوا به هيڅ ډول امتياز نه ورکول کيږي، يواځې هڅوي به يې او اسانۍ به ورته چمتو کوي.

ښاغلي سادات وايي، چې دغه شوراوې به حمامونه، رسټورنټونه، هوټلونه او نور ټولنځايونه هم تر نظارت لاندې راولي.

د يادونې وړده چې کابل ښار د افغانستان له ډېرو چټلو ښارونو څخه دى او د ( يونيم ميلون ) کسانو پرځاى پکې اوس مهال څلور نيم ميلونه يا په بل عبارت  د افغانستان کابو پنځمه برخه وګړي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو زرګونه تنه اوسيږي