درې خاطرې درې هایکو
زمونږ دکلي ها د نجونو ميره
زما مورکۍ ته په ګيله راغله چې
زوی ته دې ګوره زه یی په ګل اويشتم
***
منګی مې وویشت په لينده کوچې ته
يواځې دمره يې راته وويل چې
خدای خو دې لوی مه که لمده دې کړمه
***
مورې! ما مه واهه ما څه کړي دي
هغه پخپله دهمزولو ټيل کې
په ما راولويده بنګړي يې مات شول
زما برخه »