کور / شعر / ځوانيمرګ ارمان ته

ځوانيمرګ ارمان ته

ځوا نيمرګه ستا يادونه  په زړه  اوري
وخت ناوخت ستا ديدنونه په زړه اوري
ارمانونه مې دژوندټول نيمه خواشول
خدايه داسې سره اورنه په زړه اوري
اوس مړوندکې مې بنګړي نه شرنګومه
وخته ستا ټول ستمونه په زړه اوري
لوپټۍ به په زيارت درته جنډۍ  کړم
ګرانه نن خو ستايادونه په زړه اوري
ډيرکلونه شول نکريزي په لاس نه ږدم
د ځوانی دمرګ ويرونه په زړه اوري
بيا ليدو ته لمسوي مې د ا وختونه
دتيروخت تيرمجلسونه په زړه اوري
دسروسترګوسره ستا مزار ته درومم
ليونۍ زړه ته  غمو نه په زړه اوري
ستا دسترګو تش ليدوته ليونې شوم
ځواني خيال کې ديدنونه په زړه اوري
ستا غمونو په ملاماته کړم ګل رنګه
اوس قسم چې تيروختونه په زړه اوري
ستا  مزار ته ليونې سلګۍ به  راوړم
نورڅه نشته سره اورونه په زړه اوري
د حفيظ د ځوانيمرګ  ارمان په  قبر
دسروسترګوسيلابونه دي چې اوري