زما شاعرانه انځورونه
زما شاعرانه انځورونه
لیکوال : انجنیر عبدالقادرمسعود
هو! زه هغه لیکوال او شاعر یم، چې د ادب او فرهنګ په تیره بیا د پښتو ادب، شعر او شاعرۍ زرغون ګلبڼ به په ډیرو ښکلو او رنګینو ګلونو ښایسته ، سمسور، غوړیدلی، تازه او ښیرازه وساتم .
زه شاعريم او زړه مې غواړي،د خيال پر وزرو مخ پر شينکي اسمان والوځم او له هماغو هسکو څخه پر غرونو رغونو، سيندونو، سمندرونو، شنو جلگو او ورشوو د خپلو وزرونو سيوري کښته پورته ولونم او هغه درستې سترگو ليدلې طبيعي ښکلاوې او رنګينۍ د ذهني او عيني انځورونو په مرغلين کې و پېيم .
هو! زه به په ټوله رښتينولۍ هغه ښايسته ښکلي پېيلی هارونه امېلونه د خپل پښتني- افغاني شعر و ادب په ارته بيرته گلورينه ځولۍ کې راو نغاړم ، سمسور ګلبڼ يې، نه يوازې د زمانې له پاڼرېژو سيليو او توپانونو څخه راوژغورم، بلکې له لا نويو نويو ښايسته ښکلو رنگارنگو گلونو سره د ډېرو اوسنيو او راتلونکو سترگو پر لارو ته ور ډالۍ کړم .
زه هغه څوک یم، چې له پوهې، فرهنګ او ادب سره ژوره مینه او لېوالتيا لرم، او په پېيلې او نا پېيلوهستونو کې د شاعرانه او هنري تخیل، نوښتګر فکر او د لوړې پوهې په تړاو پراخه ليد لرم .
زه غواړم د خپل سپیڅلي، خوالگر او نوښتگر قلم د ارزښتمنو او ګټورو پنځونو له لارې د پښتو شعر و ادب لمن پراخه او بډایه کړم .
زه غواړم هغه لیکوال او شاعر و اوسم، چې په خپلوعیني او ذهني انځورونو کې له ولولو څخه ډک انساني پیغامونه، لوړ فکرونه او خواږه شاعرانه رنګونه ولرم .
زه هغه وينا وال یم ، چې له خپل ګران هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه لرم، او غواړم په خپلو ساندو سندرو کې له سپیڅلې او خوږې مینې څخه ډک افغاني- پښتني او ملي ولولې د ادب مینه والو ته په خوږه، هنري او شاعرانه ژبه وړاندې کړم .
زه هغه څوک یم، چې په زړه، ذهن او روان کې مې د پښتو ژبې ، ادب او فرهنگ سپیڅلې مینه وړې ولولې څپې وهي .
زه هغه ويناوال یم، چې غواړم ، په خپلو لیکنو، شعرونو او ملي ترانو کې مې د افغان ولس پوههاو گروهه، ښاڅ و غرور، ننگ و پت، توره او میړانه، ویاړونه او ملي پښتني او ټولنيز ارزښتونه په خورا ښکلې بڼه انځور شي؛ دا زما انساني- افغاني دنده او پازه ده ، چې د افغان اولس او پښتون ملت او په تیره بیا د خپل ځوان پښت د ملي شعور د راویښولو، روزلو ، پاللو، پاڅولو او هڅولو په لار کې خپلې هاندو هڅې او تاب و توان ته دوام ورکړم ، لوړ انساني- افغاني موخې او ارمانونه او د يوه پتمن بسيا او هوسا ژوند و ژواک لارې چارې ور پر ګوته کړم، او د هیواد د سمسورتیا او پراختیا په تړاو د دوی ذهنیت په شعوري لحاظ د هیواد پالنې ، ازادۍ، استقلال، خپلواکۍ د ملي وحدت، اتحاد او اتفاق او ورورولۍ سره اشنا کړم .
زه به په خپلو پنځونو کې د ګډ سوله ییز ژوند داصولو په رڼا کې د سولې او سوکاله ژوند او د بشر پالنې پیغامونه، د جنګ، جګړو او جگړه مارو څخه ژوره کرکه په پوره نږه ژبني او ادبي پرداز سره انځور کړم .
زه غواړم، د خپلو ادبي او شاعرانه انځورونو په ژبه د خپل جنگ، جنايت و جهل ځپلې ټولنې او ټاټوبي ترخې خاطرې ، د سویو زړونو او څیرو ګریوانونو تریخ، حقیقي ، ریښتینی او انساني ژوند، د ټولنې دردونه ، د غریبانو، بیوزلو، مظلومانو مسکینانو، خوارانو، غمجنو او یتیمانو کړاوونه ،، ناخوالې او ستونزې، د رنځورو او له زد کړې پوهې لرې پاتې پرگنو، خواري او بدمرغي ، او د دغو ناخوالو او بدمرغيو د رامنځته کوونکيو تورې کرغېړنې څېرېبربنډې کړم او سوز و فرياد يې د نياومنو او انسان دوستو نړيوالو تر غوږو ورسوم ، او د اخلاقي، ټولنیز ژوند د نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو لپاره د علاج ګټورې لارې چارې ور پر ګوته کړم .
زه هغه وینا وال یم چې غواړم د خپلې شاعرۍ په رنګینه نړۍ کې د واقعي او عملي تصوف او عرفان د اسرارو او رمزونو مرغلرې او د معرفت او د معنوي نړۍ وړانګې په تړاو علمي او تحقیقي او څیړنیز نظریات د اسلام حقیقي او سپیڅلي ارزښتونو علمي مفاهیم او عملي ګامونه ټولنیز عدالت، انصاف او پاک نفسي، رښتیا او صداقت، انساني او ټولنیز دردونه، خصایل او اخلاقي ارزښتونه په ډیر عالي ، او انساني بڼه د ادب او فرهنګ مینه والو ته وړاندې کړم .
زه هغه لیکوال او شاعر یم، چې زما د ترانو په رنګین او غوړیدلي ګلبڼ کې د ښځو عالي مقام او منزلت ته درناوی، عشق، محبت، مینه او اخلاص، جذابیت او ښایست ، حسن او جمال، دوستي، وفا او صمیمیت، د ریښتینې مینې راز او نیاز، سوز، ساز او ګداز، د پسرلي رنګارنګ او زړه وړونکې نغمې، د طبعیت د مناظرو رنګینه او هنري ښکلا او همداسې نور عالي او هنري ارزښتونه په ډیرو ښکلیو او رنګینو تشبیهاتو، کنایاتو، استعاراتو، رمزونو او ښایسته سیمبولونو کې په ډیر عالي او شاعرانه ترکیبونو او ارزښتونو باید انځور شي، لکه :
د سبا سپینه رڼا، د سحرني نسیم خوږې وږمې، د سهار بادونه، د شنه اسمان ځلانده ستوري او تکه سپینه سپوږمۍ، د سپوږمۍ پلوشې او د سپوږمۍ د رڼا څرک، د افق ښکلا، د اسمان تورې وریځې، شین اسمان او د شنه اسمان تر لاندې په ګلزار کې د بلبلانو ښایست او د دوی مست اوازونه، خوږې نغمې او ترانې، تک شین آسمان لکه د پیغلېکوچۍ شین کمیس چې له هیندارو او پاولیو ډک وي، دګلانو د ښکلو پاڼو دپاسه د بوراګانو بیړ، دنښترو اوچنارونو په شنو څانګو کې د بیلا بیلو الوتونکو او مرغیومستې سندرې او شور ماشور، د هسکو غرونو د پاسه او د شینکي آسمان تر لاندې دګربټو ، بازانو، باښو اولیکه لیکه زاڼو هسکې او ټیټې الوتنې، په تازه، ښیرازهاو غوړیدلي ګلبڼ کې د توتیانو مستي او د شورشتوالی، څپاند، څپاند، مست او لیوني سیندونه او دآبشارونو زمزمې او غږونه، د سیندونو د څپوغورځنګونه، د بهاندو چینو رڼې اوسړې اوبه، د سیندونو،غرونواو رغونو تر منځ ښکلي اوزړه راښکونکي ږغونه اونغمې ، په شنوباغونو کې د چنچڼو خوږې سندرې ،دتورو سترګو غرڅنیو دمنډو رامنډو ښکلا، په ګودرونو کېد منګیواو د پیغلو د بنګړیوشرنګهار ، په شنه او زرغونبهار کې دمرغانوخوږې خوږې کوکیء، د پسرلي رنګارنګاو ښایسته ښایسته ګلونه او د ګلونو خندا اوغوړیدل،دپسرلي روح نوازه نسیم، د ګلانو ښکلې ګیډی او دنارنج غوړیدلي او تازه ګلان ، د سنځلو په بوی اوعطرونو معطره او غوړیدلې فضا ، دڅانګو او د پاڼوشینوالی، د شنو ونو د پاڼو رپیدا او غږونه، د باغونوښیرازي او تازګي، د ځنګلونو او وچ ډاګونو، دښتو،پولې، کروندیو، ورشوګانو او د شنو درو او غونډیو اوښکلو او زرغونو شنیلیو سمسورتیا او پراختیا، په شنیلیو کې د پرخو د مرجانونو اوریدل، د غرونو شنېلمنې، د وچو اوسپیرو دښتو او دکیږدیو تر څنګ د روانوکاروانونو ښکلا، د باغونو د تنکي ګلونو او غوړیدلیوغوټیو او ګیډیو ښایست او ښکلا، د څانګو او ګلونو دوژمې زنګیدل، د بهار ګل څانګې او د خاټول غنچې، دباغ د ګلونو دسبا پرخې اوعطرونه، سرې غونچې ، شنهچمنونه او دګلونو د ګهیځ پرخې، دشنو بوټو، شنو ونو اوباغونو غوړیدل ، دګلونو د نازکو پاڼو د پاسه د شبنم رڼې رڼې مرغلرې، د پرخی په ژړا کې د ګلونو سرهخندا، د طبعیت پاکه او رڼه هوا، د سبا ښیرازه او تازه وږمه ، نری باران ، پراخې ورشوګانې، د ځلانده لمرزرینې وړانګې، د لمر راختل او د غرونو شاته پناه کیدلاو د لمر په زرینو پلوشو کې د آسمان د څنډو سره لمن ، د آسمان د هسکوغرونو په سر د بوډی د ټال (شنېزرغونې) ښکلی انځور، د سحر نوې او ځلیدلې پلوشې، دنګ دنګ غرونه او رغونه او په غرونو کې د اوچتوبازانو الوتنې ، دغرونو په لمنو او څړ ځایونو کې د شپون خورې ورې رمې ، ښایسته چمنونه او د شپونکي دشپیلی خوږې نغمې او سرودونه، مستانه موسم اوجانانه فضا او په دې ښکلې او رنګینه فضا کې دحسن او مینې شتوالې، او همداسې دمجنون او د لیلیپاکه او سپیڅلې مینه او د مینې جادو، د تاندو جنکیو پهسپینو غاړو کې د سپینو زرو سپین امیلونه او د هغوی د سپینو تنديو د پاسه سره ټیکونه ، د سرکو شونډو دپاسه سور پیزوان اوسپینې نتکۍ ، په غوږونوکې دلښتیو او سکڼو ښایست، د پیمخو او شاپیریو سینګارشوي صورتونه ، د یوې ساده، معصومې او ښکلېجلکې له حیا ډکه څیره لکه د ګلو لښته او نازک مزاج،حسن ، جمال او ښایست لکه سپوږمی، سپینه او تنګهخوله لکه دګلو تنکې غوټی، نری پوزه ، سری شونډېلکه ځلیدلې سور لعل او سری سکروټې او د شونډومسکا، سرې شونډې لکه شراب او شکر، تورې زلفېلکه تار د رباب او سنبل د نو بهار، د زلفو پیچ وتاب پرمخ او مشکینې زلفې لکه مشک او عنبر، تورې ،مستې، غړیدلې او نازولې سترګې او د تور بادام په څیر غټې نرګسي سترګې او د سترګو د خمار خوند،تړمې تړمې اوښکې او د زعفرانو په څیر زیړ رخسار،خنجري ، کاږه کاږه او ښکلي باڼه، د ګل مخو د حسناداګانې ، سپین رخسار او ښایست ، سپینه غاړه لکهصراحي دسپینو زرو، د تندي په سر اوربل او پیکې،شینکي خالونه لکه ستوري د آسمان، لکه سره یاقوت د خوبانو سرې شونډې ،په سرو شونډو د پاسه مشکینخال ، دګوتو سره نوکونه لکه د یاقوتو نګینې، تکې سپینې لیچې او سپین مړوندونه، د قلم په څیرښایسته ګوتې او د سپین لاس ښکلي ورغوي ،سپینې پښې لکه د زنبق د ګلو پاڼې، د ویښته غوندېنری ملا، تورې ، نری اوکږې وروځې، سپین رخساراو اوږده مژګان، منور مخ لکه شمس او قمر او دګلابپه څیر ښایسته ، لکه دُر او ګوهر سپین سپیڅلي غاښونه، زنخدان لکه سیب د سمرقند، ژمنځ شوې پیکې اوحسن د کاکل، د تورو ویښتو اودل شوې کوڅې، لکهد سبر ونه قد، او همداسې د مطربانو او مستانو اورندانو محفلونه او د سازونو د تارونو او نغموشرنګاوې، ساقي، پیاله، د صراحي قلقل او یاران او دښایسته ساقي په لاس کې د مستو میو جام او د میوپه نشو کې ډوب شوی ساقي، په ګلګون جام کېځلیدلي سپین مخونه ، په میخانه کې د صوفيانو نڅااو مستیدل ، او د خراباتیانو اوشیخانو د جامونوکړنګول او د میو د نشو په طوفانونو کې غرقیدل ، په اور کې د پتنګ سوزیدل او د بلې ډیوې ځلیدل، د شمعېخندا او ژړا او همداسې د خزان زیړي ګلونه، خزان وهلې پاڼې او چمنونه، د خزان سیلۍ او د ونو اوګلونو مرګ، د غرونو په سرونو د نښترو او ګورګرو ونې،په وریځو پټ آسمان او د لمر نه ښکاریدل، لهغصو نه ډکې کوڅې، د ورکو ترانو غږ، د هجران ځپلوحریفانو او رقیبانو غمونه ، د بیلتون په صحرا کې ببرسری مجنون ، د اغزو لاره، ستړي ، ستومانه او نا امیده مزلونه ، خړ بادونه او طوفانونه او د غمونو ویروونکې او چاودونکې چیغې او د دردونو او افتونولوی سمندر، اوهمدارنګه د تاریخي او عیني حقایقو،حوادثو، پیښو او د ټولنیزو ستونزو او کړاوونو تصویرونه او خیالونه، دا ټول هغه شاعرانه ترکیبونه ، ارزښتونه اوهنري سمبولونه دي، چې زموږ لیکوال او شاعرانترینه الهام اخلي او د شعر په ژبه یې خپلواوریدونکو او لوستونکو ته په ډیر ه ظریفانه بڼه اوښکلي رنګونو او ډولونو کې ترسیموي .
زه هیله من یم ، چې زموږ په ګران افغانستان کې د جګړې او جګړمار و د ظلم، وحشت، او دهشت لمن ټوله شي، د یو هوسا، سوکاله، خوشحاله او نیکمرغه ژوند په فضا کې زموږ هیوادوال د ورورولۍ، اتحاد او اتفاق، مینې او محبت څخه ډک ژوند ولري .
د سولې او امن په فضا کې به زما ساندې، سندرې او ملي ترانې د خپلو رنګینو، عالي خیالونو او ژورو فکرونو، انساني احساساتو، اخلاقي او ملي ولولو او پیغامونو او د معنوي او هنري ښکلا له پلوه به د ګران او قیمتي مرغلرو څخه ډک وي او زموږ د ادب په تاریخ کې به د یو اغیزمن او ګټور موخذ، ادبي او فرهنګي میراث په توګه خپل ځای ، مقام او ارزښت ولري ، معاصر او راتلونکي نسلونه به ترینه ارزښتناکه او بشپړه ګټه پورته کړي .
دا تاسې او زما شاعرانه انځورونه!
په ټوله ادبي او شاعرانه مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود