کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروالۍ په ۲ اوونيو کي ۷۴۱۶ مترمکعبه کثافات له ښاره ايستلي دي

کندهار ښاروالۍ په ۲ اوونيو کي ۷۴۱۶ مترمکعبه کثافات له ښاره ايستلي دي

کندهارښاروالۍ د تیرو دوو اوونیو په جریان کي (۷۴۱۶)متره مکعبه کثافات دښاره څخه ایستلي دي .

ښارواليدکندهارښاروالۍ اړوند دتنظیف کاري ټیمونو پروخت او زمان دتیرو دوو اوونیو راهیسي دښار د۱۵ناحیو څخه کثافات انتقال کړي او هم یي دښار په ناحیو کي هغه چرۍ کوم چي له کثافاتو ډکي وې پاکي کړي دي او ورسره په څنګ کي دشپې له طریقه هم دکندهار ښاروالۍ دتنظیف ټیمونو دښار عمومي واټونه او ساحیې پاکي کړي دي ترڅو دښار دمعززو اوسېدونکو په ژوند کي مثبت بدلون راغلی وي داپه داسي حال کي ده چي کندهار ښاروالۍ تل هڅه اوکوښښ کوي ترڅو په ټولو برخوکي خپلو معززو ښاریانو ته ښاري خدمات دوامداره وړاندي کړي ولي په هره برخه کي دخپلو پتمنو ښاریانو همکاري هم اړینه بولي .