کور / تازه خبرونه / تېره مياشت لغمان کې ۴۶ ماینونه کشف اوحنثی شوي دي(دلغمان امنیتي مسؤلین)

تېره مياشت لغمان کې ۴۶ ماینونه کشف اوحنثی شوي دي(دلغمان امنیتي مسؤلین)

دلغمان ولایت  دامینتي ،کشفي او دفاعي ځواکونو مسؤلینو نن ورځ ددغه ولایت د والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ جوړه شوې امنیتي غونډه کې د خپلو ګزارشاتو د وړاندې کولو پرمهال په ډاګه کړه چې ځواکونو يې دتېرې یوې میاشتې په اوږدوکې ددښمن له لورې دلویو لارو،پلونو،پلچکونو او په  بېلابېلوساحاتوکې (۴۶)  ځای پرځای شوي ماینونه کشف او ناکاره کړي دي.Laghman Jabar Naimi Land mine

د امنیتي دفاعي اوکشفي ځواکونودمسؤلینو په وینا د هوا په تودیدو سره  په  یوشمېر سیمو کې ددښمن خوځښتونه زیات شوي او یو لړ امنیتي تشویشونه يې راپورته کړي دي، چې  افغان دفاعي ،امنیتي اوکشفي ځواکونه به دمخالفینو  دهر ټول تروریستي عمل دمخنیوي لپاره خپلې هڅې جارې وساتې .

همداراز دوب  د امنیتي چارو د سمون اوبهبود په موخه پریکړه وکړه چې په یوشمېر ساحاتو کې به نوې امینتي پوستې ایجاد او دکوماندوځواکونوپه ملتیا به په هغو ساحاتوکې عملیات وکړي چې لوړ امنیتي تهدیدات پکې موجود دي.

والي ښاغلي نعیمي د امنیتي ارګانونو دمسؤلینو دهر اړخیزو خبرو اوګزارشاتو تراوریدو وروسته ټولو امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله چې دعامه نظم دټېنګښت اوموجودو تشویشونو درفع کولو په موخه دې هره اداره په خپله برخه کې لومړی د امنیتي غونډو شوې پریکړې تعقیب،پلې او د دقیقو کشفي راپورنو وروسته دې ګډ هدفي عملیاتونه ترسره کړي،څودښمن ونه شي کولی چې دهوا په تودې سره امنیتي وضعیت ګډوډ او  ولسي ژوند نارامه کړي.

ښاغلي نعیمي دنورو ترڅنګ په امنیتي سکتور کې د مکافاتو اومجازاتو اصل رعایت هغه څه وبللو چې کولی شي چې تر ډیره ورسره  په امنیتي سمون او بهبود کې دپام وړ ښه والي راولي، ټولو امنیتي ادارو ته يې دنده وسپارله  څو په خپلو لیکو کې  قهر مان سربازان او افسران تقدیر او هغوی چې په خپلو دندو کې غفلت کوي دنظامي اصولو سره سم مجازات کړي.

نعیمي دکوکناروکښت او دمخدره توکو قاچاق  دمخالفینو لپاره ستره اقتصادې منبع یاده کړه او له ټولو امنیتي ادارو يې په کلکه غوښتنه وکړه چې دکوکنارو دکښت دمخنیوي اودقاچاق وړونکو په نیولوکې جدي ګامونه پورته او که د کوم امنیتي مسؤل په اړوند ساحاتو کې غیر قانوني کړنې ترسره شي نو دنده به يې وځندول شي.

لغمان والي په خپلو خبروکې وویل ،هغه کسان او امنیتي مسؤلین چې دغاصبینو،قاچاق وړونکو اومخالفینوسره لاس ولري قانوني چلند به ورسره ترسره شي،نوموړي له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د اراضۍ ادارې او دغصب دمخنیوي کمیسیون سره په ګډه د غصب پر ضد پيل شوې مبارزه جارې وساتې او په ټول قوت سره دې دغاصبینو له منګولوڅخه دغصب شویو ځمکودبیرته راګرځولوپه برخه کې اساسي تلاشونه ترسره کړي.