کور / هراړخیز / د یو پوه او کامیاب مامور ځانګړتیاوي

د یو پوه او کامیاب مامور ځانګړتیاوي

خالد عطاء

هسي خو په ژوند کې انسان د بي شمیره کړنو مسئول دی، خو کله چې بیا مونږ د یو مامور نوم اورو نو یو خاص اداره او یا هم کمپنۍ راته سترګو ته ودریږي، په کمپنۍ یا اداره کې مو د یو مامور کړنو او مسئولیتونو ته پام کیږي دا چې څنګه یو پوه، ځیرک او غوره مامور پیژندلی شو نو په مختصر شکل مو د یو پوه او کامیاب مامور ځانګړتیاوو تر عنوان لاندې لنډه یادونه کړي ده، هر کس چې په یو اداره کې کار کوي مکلف دی چې داسې خویونه او عادتونه خپل کړي چې اداره تري هم پوره مستفیده شوي وي، خپل مسئولیت یې هم په غوره توګه سرته رسولی وي او د کامیابی طرف ته هم ګامزن شوی وي.

دا چې بی شمیره داسې خاصیتونه دي چې د یو کامیاب مامور لپاره اړین دي د ټولو ذکر کول او بحث کول پرې آسان نه دی، نو په همدې موخه  کوم چې ماته ډیر مهم ښکاره شوي د یو پوه او کامیاب مامور ځانګړتیاوو تر سرلیک لاندې یې یو څو په لنډ ډول د لوستونکو مخې ته ایږدم.

مسئولیت پیژندنه

هر پوه مامور باید د خپلې ادارې د ضرورې مسئولیتونو او وظائفو څخه پوره خبر وي، په پوره بصیرت سره باید د خپلو مسئولیتونو د تفصیل څخه خبر وي تر څو په پوره توجه او اهتمام سره خپل مسئولیتونه په غوره توګه ترسره کړي، دا د یو پوه او کامیاب مامور د ټولو لومړی ځانګړتیا ده.

great employee

د خپل کار کیفیت لوړ ساتل

د خپل کار د کیفیت معلومولو لپاره باید یو پوه مامور دا وازمایې او له ځانه وپوښتې چې ايا دا اداره که زه پکښې چیرته شتون ونلرم په موثره توګه پر مخ تللی شي که نه؟ که چیرته یې ځواب هو وو، او بغیر د ده له شتون څخه اداره په منظمه توګه چلیدلی شوهي نو مطلب یې دا دی چې خپل کار یې په صحیح توګه او په پوره مسئولیت سره سر ته نه دی رسولی، ځکه خو اداره بغیر له د څخه هم په منظمه توګه په مخ تللی شي او اداره هر وخت چې وغواړي د ده څخه ځان خلاصولی شي، نو په همدې موخه یو پوه او ځیرک مامور باید د خپل کار کیفیت لوړ وساتي او د ادارې لخوا ورسپار شوی کارونه په غوره توګه ترسره کړي تر څو د ادارې لپاره مهم حیثیت خپل کړي.

د نیکو ملګرو لټه

په کار کې د ښه ملګرو یوځای والی د کار کیفیت لوړوي، پوه او مخلص ملګری په کار کې د کومک او په شوق سره د کار کولو سبب ګرځې، که څوک داسې دوستان او ملګرې ولري چې هم ورسره په کار کې مرستندویه وي او هم یې کار ته تشویق کړيوي نو د غنیمت څخه کم باید ونه ګڼل شي، یو ښه او ځیرک مامور همیش د ښه او نیکو ملګرو په لټه کې وي.

ادارې او سوداګریزو چارو کې د الګو ټاکل

ادارې او سوداګریزو چارو کې باید نوموتې خلک د خپلې الګو په څیر وټاکل شي، او په یادو چارو کې یې باید پیروي وشي، د کامیابه شخص صفات، خویونه، او په ادارې چارو کې د هغه رویه باید په خپلو کړنو کې د راوستلو کوشش وکړي، نو په دي سره به یو ښه مامور وکولی شي چې د هغه کامیاب شخص کوم چې د په ادارې او سوداګریزو چارو کې خپل الګو ټاکلی حیثیت او مقام تر لاسه کړي.

د وخت ازرښت پیژندل

وخت له ټولو شتمنیو لویه شتمنې ده، د وخت په صحیح توګه اداره کول او مناسب استعمال یې د لویو څخه لوی کارونه په آسانی سره تکمیلولی شي، یو پوه او ځیرک مامور باید خپل وخت په منظمه توګه استعمال او په بي ځایه کارونو یې ضائع نه کړي.

لوړه حوصله لرل

یو پوه مامور باید هره ورځ په دي ارادې او هوډ سره د کار په طرف لاړ شي چې هغه خپل کارونه او مسئولیتونه په غوره طریقې سره ترسره کولی شي، سستې، بې همتې، احساس کمترې او تنګ نظرې باید د ځانه لري وساتي، ځکه د محدود فکر لرونکې او تنګ نظره خلک خپل ټاکل شوي هدف او منزل ته نه شي رسیدلی.

غوره خوی کارول

پوه او ځیرک مامور هغه دی چې  په خپل نیک خوی، نرمې لهجې او باسلیقه رفتار باندې د خلکو په زړنو کې ځای پیدا کړي، ځکه همدا یې د پرمختګیشرفت او ترقۍ سبب ګرځې، او په اداره کې یې مقام لوړوي، نو فلهدا یو ښه مامور باید د خپلې رویې په هکله ډیر محتاط واوسي او د خلکو سره د ښه خوی په کولو فراخه ارتباط جوړ کړي ځکه همدا یې د کامیابی ضامن دی.

د مسئولیت ثابتول

یو پوه مامور باید د کار په وخت کې د پوره مسئولیت ثبوت وړاندې کړي، دا فکر باید ونکړي چې دا د ادارې کار دی که ورانیږې او که جوړیږي، بلکه په اداره کې هر کار باید خپل شخصې کار وګڼې او د خپلو ټولو صلاحیتونو او مهارتونو په کارولو سره یې باید ترسره کړي، او د هیڅ قسم سستی او لټی څخه پکښې باید کار وانخلي.

زړه فراخه ساتل

په کار کې د تشویق کولو پخپله د کار سره ژوره اړیکه ده ، د یو پوه مامور د محنت او شوق سره په کار کولو نور خلک مجبوریږي چې تعریف یې وکړي او د همدې سره یو پوه مامور ته دا پخپله هم جوتیږي چې ګویا دا د ادارې یو مهم فرد دی، د همدې سره د یو ښه او پوه مامور د کار کیفیت نور هم لوړیږي.

ادارې ته د ځان د شتون احساس ورکول

په هره اداره کې د یو نوعیت کار کولو دوه یا ډیرو کسانو ترمینځ د رفابت فضا برقراره وي، کار خو د ټولو ښکار وي خو کله بیا ادارې د خپلو مصارفو د کمولو په خاطر په مامورینو کې هغه کس پریږدې چې څوک د ادارې لپاره ډیر مهم وي، د یو پوه مامور کار باید دومره باکیفیته وي چې اداره یې د ځان سره په ساتلو مجبوره شي.

په اداره کې د شخړو څخه ځان ساتل

په اداره کې باید د هر قسم جنګ وجدل څخه ځان وساتل شي، د مکالماتې شخړو څخه نیولي بیا تر فزیکې شخړو پورې، که چیرته کومه موضوع د اختلاف لامل ګرځې چورلټ صرف نظر کیدل ترې پکار دي، ځکه د هر څه مهم ادارې کار دی او دا چې اختلافات او شخړې په ادارې کار منفې اغیز ښندې نو ختمول یې پکار دي، په اداره کې د خپل منځې شخړو پر ځای په کار او خپلو مسئولیتونو تمرکز پکار دی، همدا د یو مامور د پرمختګترقی راض او د کامیابی لار ده..

د مطالعې عادت

یو پوه مامور باید د خپلې تخصصې رشتې څخه ځان باخبره وساتې، د نوي معلوماتو او فنې تکتیکونو څخه باید باخبره واوسي ځکه همدا د فکرونو د وسعت او د صلاحتونو د لا ډیرو ځلیدلو موثره لار ده، او په دي سره یو پوه مامور کولی شي چې په خپل کار کې په موثره او اغیزمنه طریقه پرمختګ وکړي.

د نویو مهارتونو زده کول

خپل اهداف وخت په وخت ذکر کول او هغه خپلې مخې ته راوړل د خپلو صلاحیتونو، همارتونو، کمزوریو جاج اخیستل د یو پوه مامور د کار موثریت ډیروي او هدف ته یې لنډوي، په دي سره د وخت اهمیت او د کار د مسئولیت احساس د انسان په زړه کې پیدا کیږي او د پرمختګ سبب یې ګرځې.

باخبره اوسیدل

‎یو پوه مامور باید د خپلې تخصصې رشتې تر څنګ د نورو نویو او پرمختللې ټکنالوژۍ څخه باخبره وي، هغه مامور چې د خپلې تخصصې رشتې سره سره د نورو مهارتونو او معلوماتو څخه هم برخمن وي په اداره کې یې اهمیت څو چنده ډیر وي، او مکافات یې هم د نورو مامورینو په پرتله ډیر وي، نو د دي لپاره اړینه ده چې یو ښه او پوه مامور باید د عصرې ټکنالوژۍ سره اشنا او د نویو مهارتونو د جذبولو په لټه کې وي.

ومن الله التوفیق