کور / خبرتیا او پيغامونه / دکابل پوهنتون استاد پوهندوی بایزید اڅک د خواخوږۍ پيغام

دکابل پوهنتون استاد پوهندوی بایزید اڅک د خواخوږۍ پيغام

د ارواښاد پوهندوی استاد بایزید اڅک د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
 
۱۳۹۵-۱-۲۶ کابل افغانستان
 په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبی نومیالی او پیاوړی ژبپوه دکابل پوهنتون استاد پوهندوی بایزید اڅک د ورپیښی ناروغی له امله په حق ورسید.                                                                                                         إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ  
ا رواښاد استاد اڅک استاد بايزيد اڅکد يو پياوړي ، تکړه ژبپوه او ښه استاد په توګه د قدر وړعلمی او فرهنګي چاري تر سره کړي وي او نوم به ېي د افغان پياوړو علمی شخصیتونو او فرهنګيپالانو په منځ کې تل پاتي وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد استاد اڅک مړينه يوه لويه علمی فرهنګي ضايعه ګڼي، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورني،علمی کړیو، دوستانواو خواخوږو ته ئی جميل صبر غواړي.
په درنښت
والسلام
الحاج جنرال غرزی خواخوږی
د  ټولنی مشر