کور / تازه خبرونه / اېران: كه يرغل راباندي وسو د تېل لېږدوونكو بېړيو مخ نيسو

اېران: كه يرغل راباندي وسو د تېل لېږدوونكو بېړيو مخ نيسو

اېراني پوځيان وايي كه پر هيواد يې حمله وسي خليج ته د تلونكو تېل لېږدوونكو كښتيو مخه به ونيسي.
د اېران د انقلابي ګارډ قومندان محمدعلي جعفري وايي، دښمن ورباندي يرغل وكړي دوى به د غچ اخيستلو په خاطر له خپلو هر راز امكاناتو څخه كار واخلي.
نوموړى وايي اېران به د پارس خليج او هرمز ابنا تر خپل كنټرول لاندي راولي او د تېل لېږدوونكو بېړيو مخ به ونيسي، چي له امله به يې په ټوله نړۍ كي د تيلو قيمتونه لوړ سي او دښمن ته به تاوان واړوي.
نوموړي د اېران ګاونډيو هيوادونو ته خبردارى وركړ، چي پر اېران حمله كوونكي هيواد ته د خپلي خاوري د استعمال اجازه ورنكړي، چي د اېران له جوابي بريد سره به مخ سي.
بلي خوا ته د امريكا د سمندري قواوو قومندان (وايس ايډمرل كيون جي كوسګرف) د علي جعفري ګواښ ته په غبرګون كي وويل اېران ته د هرمز آبنا د بندېدو صلاحيت نلري، نوموړي په بحرين كي د امريكا په يوه سمندري اډه كي خبريالانو ته وويل چي پر هرمز آبنا د اېران د كنټرول مخنيوى به ځكه وكړي، چي دا كار د نړيوالو اصولو څخه سرغړونه ده.
د نوموړي په وينا د تېلو د بېړيو په مخنيوي سره يوازي امريكا ته نه بلكي ټولي نړۍ ته صدمه رسېږي.