کور / تازه خبرونه / تېراه : اوو تنه ووژل شوا او شپاړس نور ټپيان دي .

تېراه : اوو تنه ووژل شوا او شپاړس نور ټپيان دي .

د خيبر ايجنسۍ په تېرا كې د دوو ډلو ترمينځ په نښته كې چې له تېرو دولسو ورځو را په دې خوا دوام لري د نورو  اوو تنو په وژل كېدو برسېره شپاړس نور ټپيان شول .


ويل كېږې چې په نښته كې ښكېلې ډلې يو پر بل د درنو وسلو او راكټو بريدونه كوي . چې له تېرو دولسو ورځو را په دې خوا په كې د نوي تنو په شاوخوا كې وژل شوي او يو سل او لس تنه نور ټپيان دي .


په خيبر ايجنسۍ له تېرو دوو كلونو را په دېخوا د دوو مذهبي ډلو تر مينځ وخت نا وخته دې ته ورته نښتې كېږي چې تر دا مهاله پكې څه د پاسه پنځه سوه تنه وژل شوي دي .