کور / تازه خبرونه / په سپين بولدك د ناټو پر ځواكونو ځانمرګې حمله وسوه

په سپين بولدك د ناټو پر ځواكونو ځانمرګې حمله وسوه


نن څاښت مهال د كندهار د سپين بولدك په ولسوالي كي پر بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريد وسو، چي مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د طالبانو وياند لر او بر ويبپاڼي ته د بريد مسوليت پر غاړه واخيست او وايي بهرنيو ځواكونو ته يې درنه مرګ ژوبله واړول.
د طالبانو په وينا بريد يې د بارودو څخه د يوه ډك موټر په واسطه ترسره كړى چي د ناټو درې ټانكونه يې ويجاړ كړي او اته سرتېري يې ور ووژل.
خو د سپين بولدك د سرحدي لېوا قومندان عبدالرازق اڅكزي لر او بر ويبپاڼي ته د دوو كاناډايانو، دوو افغان پوليسو او دوو لارويانو د ټپي كېدو پخلى وكړ.