کور / تازه خبرونه / لوګر:په خروار ولسوالۍ کې د ۷چیچنیایي ترورستانو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال ووژل شول

لوګر:په خروار ولسوالۍ کې د ۷چیچنیایي ترورستانو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال ووژل شول

(وری- ۲۷) د لومړنیو ریپورټونو په اساس, د افغان امنیتي خاصو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د جمعې شپي په 12:30 بجو دخروار ولسوالۍ اړوند د اپاخان کلي کې پیل شول ټول ټال د اوو چیچنیایي ترورستانو په ګډون 10 وسله وال, ووژل شول.

د کشفي ریپورټونو پر اساس دې بهرنیو ټرورسټانو دزرمت سرحد سره نېږدې د نعمت کلي څخه حرکت کړی وو ،او دری نور داخلي وسله والو میناګل او سباوون د غني زامن او یو بل چې د بشیر زوی دی هم وژل شویدي. د چیچینیانو په ډله کې درې بهرنۍښځې, د کورنۍ نور غړي یې او دوه سړي یې هم شامل دي. دوه نور کسه هم وژل شویدي چې تر اوسه یې هویت لا ندی معلوم. د ریپورټونو په اساس د لوګر ولایت ځینو سیمو ته بهرني ټرورسټان د افغانانو د وژلو په موخه راغلي دي او افغان امنیتي ځواکونه په بشپړ توان او همغږۍ هڅه کوي ترڅو ددوی د تخریب او ناامني مخه ونیسي. د یادونی وړ ده چې په لوګر کې د شفق په نوم عملیات له څو ورځو راهیسي پیل شویدي او پرون د لوګر په ځینو سیمو کې د شفق د عملیاتو په چوکاټ کې د زرغون عملیاتو پیلولو پرېکړه هم وشوه.Halim fidai حليم فدايي

د لوګر والي وویل چې د زرغون عملیاتو پېغام دا دی چې ټول لوګریان د امن په فضا کې ژوند وکړي, بزګران مو په ارامه زړه کروندې وکري, زده کوونکي مو ښوونځي ته ولاړ شي, مامورین مو په ډاډه زړه دنده تر سره کړي, تاجر مو سوداګري وکړي. زرغون عملیات د هغه چا خلاف ده چې زموږ بزګران کروندې,زده کوونکي ښوونځي او مامورین دندې ته نه پریږدي او د زرغون افغانستان دښمنان دي, والي امنیتي مسؤلینو ته وویل چې په دې عملیاتو کې باید د ولسي خلکو ځانګړی خیال وساتل شي تر څو متضرر نشي.