کور / تازه خبرونه / کندهارښاروالۍ دښار دعمومي پاتاو دپاکولو چاري راپیل کړې

کندهارښاروالۍ دښار دعمومي پاتاو دپاکولو چاري راپیل کړې

دکندهارښاروالۍ مرستیال حاجي محمد نسیم ((رضایي)) چی نن یي دښار دتنظیف حالت له نږدې کتۍ دښار دعمومی پاتاو په برخه کي یي دتنظیف کاري ټیمونو ته ځانګړې سپارښتني وکړې.Roshan wolasmal

هغه وروسته درسنیو سره په خبرو کي وویل چي دښاروالۍ د۱۰۰ورځني پلان په یوه برخه کي دنورو پرمختیایي کارونو ترڅنګ دښار دتنظیف حالت هم جدي نیولی دي ترڅو هغه پلچکان ، پلونه ، ویالې او کالونه چي کثافات پکښی ترسترګوکیږي او اوس مهال بند وي اوبه یي دتیرېدو قابلیت نلري هم پاکوي.

نوموړي دیاد پاتاو په اړه وویل چی دښار دغه مرکزي پاتاو دښار د۱۳ناحیې د ساحې څخه شروع  بیا داولي ناحیې په حدودو کي غځېدلی دی تر څلرمي ناحیې پوري په دغه مسیر کي دپاتاو چي کوم ځایونه دکثافاتو څخه ډک دي کندهار ښاروالۍ اماده ده چي دخپلو تنظیفاتو په مرسته یي کثافات پروخت انتقال کړي همدارنګه مرستیال ښاروال پر عامو وګړو ږغ وکړ چي په هرو حالاتو کي دي دخپلي ښاروالۍ سره په تماس کي سي ترڅو کندهار ښاروالۍ وکولای سي په نورو برخو کښي هم خپلو ښاریانوته ښاري سهولتونه برابر کړی .