کور / تازه خبرونه / په زابل کی پوليو پر ضد واکسين پېل سو

په زابل کی پوليو پر ضد واکسين پېل سو

د زابل ولايت پوليو پر ضد واکسين پېل سو، چي د مسوولينو په خبره تر يوسل او څلوېښت زره زيات کوچنيان به واکسين کړل سي، تر څو د ګوزڼ د ناروغۍ مخه ونيول سي

دغه درې ورځنی کمپاين د دوشنبې په ورځ د زابل د والي بسم الله افغانمل له خوا يو کوچني ته د واکسين د دوو څاڅکو په ورکولو سره پېل سو، چي سلګونه رضاکاران به يې په تطبيق کي برخه واخلي

د زابل د عامي روغتيا د واکسين د برخي مسوول ډاکتر نور احمد لراوبر ډاټ کام ته وويل دا په ۲۰۱۶ کال کي د پوليو پر ضد د دوی څلورم کمپاين دی، چي په ټولو ولسواليو کي به عملي سي

نوموړي وويل، په دې درې ورځي کي به يوسل او څلوېښت زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنيانو ته واکسين ورکول سي او پدې برخه کي دوی پوره چمتوالی لري

صدیق الله پوپل