د ميوې چيلم يوه سرخانه د ۲۰۰ سګريټو برابر تاوان لري
د ټولو بې غوري
د مېوې چلم(قېلون)
د مشرانو له متلو څخه يو داسي کړی دی چي ” پخوا به مېړانه په سيالي وه، خو اوس سپيتانه په سيالي ده.” دا متل او پخه خبره اوس مهال د ټولني د زياتو منفي کلتورونو سره سر خوري. په ټولنه کي د خپلو پخوانيو ښه دودونو د خپرولو او د ټولني د پرمختګ له پاره له منفي کلتور څخه نه يوازي د ځوانانو؛ بلکي د ټولني د فرد ــ فرد د راګرځولو له پاره د دې ټولني هوښياره طبقه په ډېرو ويلو ستړي سوي ده،(نا هيلې سوې نه) خو ځوانان دي، چي سر نه خلاصوي او پردی کلتور او منفي کريکټرونه داسي پلي کوي، چي ته وای پرديو هر کس ته د دوی د کلتور د پلي کولو او د خپل افغاني کلتور او ښه خوينو د له منځه وړولو له پاره پروژه ورکړې ده.
دا ټولي خبري تر څه پوري کوم. ته نو؛ اوس ورته وګوره ورځ تر بلي د ښار په ټولو لوکسو رسټورانټونو کي د ميوې چلم (قېلون) څکول دونده عام سوی، چي ته وای څکول ئې هيڅ شرم او آر نه دئ. د ښار له يوه او دوو رسټورانټونو څخه ماسېوه په ټولو رسټورانټونو کي بېخاره داسي چلمونه تازه کيږي، چي سړی به هک پک او حيران پاته سي، چي ولي په دې برخه کي ټوله پټه خوله ناست يو او سېل يې کوو. لکه په ساقي خانه کي، چي اصلو ته په سپکاوی غرق سوی ته لاس اچوې او سمي لاري ته ئې بولو، نو چاپېر خلګ پر ده نه پر تا به خاندي. موږ اوس داسي يو حالت ته داخل سوي يو. اوس ځوانان نشه کوي، خو يوازي ئې نوم بېل ورکړی دئ؛ دا نو نشه ده دا خو مازي د مېوې چلم دئ.
آيا ځوانان مو دونده سرناخلاصه دي، چي په دې هم نه پوهېږي، چي ولي دا کار کوي او له زيانونو څخه يې وېره نه لري؟
آيا همدا د رسټورانټ چلونکي دا يو ښه کار بولي او د خپلي کورنۍ د ځوانانو له پاره هم دا کار خوښوي؟
آيا د دولت اړونده چارواکي دا کار نه ويني او ولي چپ ورته ناست دي؟ په دې کي خو به کومه سياسي ګټه په خطر کی نه لوېږي.
دا هغه پوښتني دي، چي ځواب ئې ساده خو ډېر ځورونکی دی؛ ځوانان بېله شک څخه دا کار د کورنيو په پټه کوي، خو رسټورانټ چلونکو او دولت ورته خورا ښه زمينه برابره کړې ده.
په رسټورانټ کي کېدای سي د ميوې چلم څکول تاسي د ورځي له خوا څخه ليدلی وي، خو شپه کي تر دې لا خورا کش وي. د ملګرو د هري ډلي پر سر يو چلم تازه کيږي، د ځينو ډلو د ملګرو خو د يوې ميوې په څکولو کي طبعت جلا وي؛ نو په دې وجه د بېل ــ بېل چلم تازه کولو فرمايش ورکوي.
وروستيو څېړنو څرګنده کړې ده، چي د مېوې چلم د يوې ډکي سرخانې څکول د ۲ سوه سګرېټو په اندازه تاوان لري.
په کندهار کي يوې سرخانه يا يو چلم څکولو بيه په عامو رسټورانټونو کي په سل افغانۍ، خو په ځانګړو رسټورانټونو کي تر ۱۵۰ او ۲۰۰ افغانيو پوري رسيږي. هر رسټورانټ د چلم تازه کولو له پاره ښه ښائيسته ځوان ټاکلی وي، چي د چلم راوړلو او سرخانې د تازه کولو په برخه کي د هري ډلي ناز اخلي او د چلم تازه کولو له پاره د هر چلم له لس څخه تر شل که شه د همدې ښائيسته ځوان وي.
روغتيا رياست شاوخوا دوه نيم کاله وړاندي په همدې موخه يو کمپاين تر سره کړ او د ښار له بېلابېلو رسټورانټونو څخه ئې چلمونه را ټول کړل، خو تر هغه وروسته بيا هم هغه آش هغه کاسه ده، چي روغتيا رياست هم ورته چپ ناست دی.
د مېوې چلم په کندهار کي دونده(دومره) عام سوی دی، چي اوس ئې ځوانان د دود پوکلو معنی او کشولو ته هم تعبيرونه لري. د دې چلم د دود پوکل پر مقابل طرف باندي د سپکاوی او پر هغه باندي د بدو د خطاب په معنی سره يادېږي او داسي نور او نور؛ نو د مېوې د چلم شوقيان له دې سره ډېر پام کوي، چي د ټولو نزاکتونو په نظر کي نيولو سره چلم کش او دود يې هوا ته پو کړي.
په ټولنه کي د هر ډول نشې د خپرولو څخه بايد وېره ولرو، خو موږ کله هم وېره له وسلې څخه بغير؛ له بل څه څخه نه ده درلودلې؛ ولي نړۍ وال زبر ځواکونه د وسلې ترڅنګ نوري لاري هم د ملتونو د لاندي کولو له پاره لټوي. په دې اړوند يوه تاريخي واقعه داسي ده، چي په ۱۸۵۶م کال کي د وخت يرغلګرو ځواکونو(انګريزانو) د جاپان پر سرحدونو باندي هجوم ور وړ، خو د جاپاني سرتېرو له خوا څخه له سختي ماتي سره مخ سول. له ماتي وروسته انګريزي لښکري پر شا سوې، خو د جاپان د نيولو فکر ئې له ذهن څخه ونه ايستۍ. هغوی، چي په ۱۷۱۵م کال کي هند لاندي کړی وو او د هند پر زراعتي مځکو کي ئې پراخ د نشه يي توکو کښت روان وو، دو خت په تېرېدو سره ئې له هم هغه ځای څخه د جاپان سره د نشه يي توکو تجارت پيل او پراختيا ئې ورکړه؛ ځکه نو انګريزي يرغلګرو ځواکونو دوهم ځل له جاپان سره د جګړې اړتيا پيدا نه کړه. جاپان ئې لاندي او د تسلط يرغلي وزيري ئې پر وغوړولې.
د افغانستان پر وړاندي له هم هغه او ورته نورو سياستونو څخه کار اخستل کيږي. دعا به کوو، چي بريالي نسي؛ ځکه اقدام خو موږ نه کوو، خو دا خبره به هم په ياد ولرو، چي بېله حرکت څخه هيڅ کله هم چا برکت ليدلئ نه دی.
د چلم، د هغه د ميوې، سکرو او د سرخانې د زرين کارو بار يوازي د ښار په رسټورانټونو کي نه دی روان؛ بلکي د ښار په مهمو او معلومداره بازارونو کي رنګين دکانونه له دې شيانو څخه ډک دي او په همدې اندازه، چي په رسټورانټونو او مېله ځايونو کي څکول کيږي؛ کېدای سي په ځينو د بانډار په کوټو کي تر دې لا بد حال وي.
د حکومت اړونده ادارو هيڅ کله هم دغه نشه يي توکي دبازارونو له هغه دکانونه ټول نه کړل، چي لوی تجارت ئې پر روان دئ؛ نه يې هم ورته توصيه او اختار ورکړ. که څه هم د روغتيا رياست د مخکني اقدام يادونه مو وکړه، خو د نشه ئي توکو پر وړاندي د مبارزې رياست او د نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس، خو بيا په هيڅ هم کار نه لري. د دوی له پاره نشه يي توکي يوازي تارياک او هيروين دي او نشه يي هم چرسي او غمزه يی دئ.
ځوانانو خو د مېوې د چلم په نوم دې کړنو ته مخه کړې ده؛ خو لازمه خبره دا ده، چي د روغتيا رياست ترڅنګ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رياست او پوليس د نورو نشه ئي توکو ترڅنګ د چلم د مېوې په نوم نشه ئي توکو هم خپل هدف وګرځوي او پرې نژدي، چي ځوانان مو د نشه ئي توکو د هيڅ رقم معتاد سي.
د اړونده ارګانونو ترڅنګ د خبريالانو او دمدني ټولنو هم لازمي مسئووليت بلل کيږي، چي په ټولنه کي د يادو نشه ئي توکو ترڅنګ د هرو ډول ناوړه کړونو او سوداګرۍ د مخنيوي په خاطر عامه افکار تقويه کړي.
که څه هم څوک او څوک وای، چي سګرېټ نشه نه ده، خو دا خبره دي هم له ياد څخه نه باسي، چي اوس بشپړ معتاد کسان، چي تاسي او خلګ يې څنګ ته نه پرېږدي، دوی لومړی سګرېټ څکول پېل کړی ول او تر دې حده را رسېدلي دي.
محمدمقصود ضمير