کور / تازه خبرونه / هلمند والي: ولس ترحم او مینې ته اړتیا لري

هلمند والي: ولس ترحم او مینې ته اړتیا لري

د هلمند والي وايي د ولایت ټول کارکوونکي مساوي حقوق لري او پخپل توان به یې د حقونو خوندیتوب لپاره کار کوي.

دا څرګندونې ښاغلي حیات الله حیات نن د حمل میاشتې په «۳۰» نیټه د ولایت مامورینو او اړونده مسولینو سره لومړنۍ غونډې پرمهال وکړې.

ښاغلي حیات وویل، چې هیڅوک نشي کولای دده له اجازې پرته ولایت مقام ته راغلي مشران او مراجعین بیرته رخصت کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ولایت دروازې د خلکو پرمخ پرانیستې دي او هرڅوک کولای شي له ده سره لیدنې وکړي.

هغه وویل، چې ټول د قانون له مخې مساوي حقونه لري او د ستونزو حل او چارو سمون په موخه به یې میاشتنۍ غونډې ترسره کیږي.

د هلمند والي پر ټولو مسولینو او مامورینو غږ وکړ، چې په ټاکلي وخت خپلې دندې سره او پر وخت د ولسونو ستونزې حل کړي.

په دې غونډې کې یوشمیر مامورینو خپلې ستونزې بیان کړې او د والي ښاغلي حیات له لورې ورته د حل ډاډورکړل شو.