کور / سياسي / ليبراليزم څه شي دی؟

ليبراليزم څه شي دی؟

د سميع الله پام ليکنه

پــيلـيزه:

څرنګه چې الله(ج) انسان ته ټولنيزې او اجتماعي ځانګړنې ورکړي او انسان هم په ټولنه کې ژوند غوره کړی، زياتره وخت د دې ګډ ژوند په تېرولو او د اړيکو په پاللو کې انسان د سوی تفاهم له وجې د ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي، چې لامل ئې په ټولنه کې د همفکره او د يوه فکر او يوې تګلارې د وګړو نشتون دی، که څه  هم په هره زمانه کې الله(ج)  انسان ته د خپلو استازو په وسيله قوانېن او مقررات رالېږلي؛ Samiullah pam سميع الله پامخو ځينو انسانانو د نفسي خواهشاتو په بنسټ په دې اکتفاء نه ده کړې او د ستونزو حل، ازادۍ، سوله، انساني ژوند ته پرمختګ، اقتصادي پرمختيا او د کلتوري ارزښتونو د ساتلو په پلمه ئې بېلابېلې تګلارې او سياستونه جوړ کړي چې ډېرې نيمګړتياوې او نواقص ورسره مله وي، ځکه چې کوم سياستوال د ځان او ټولنې لپاره سياستونه او قوانېن جوړوي الله(ج) له هغه سياستوال د پېداکولو نه مخکې ورته حقيقي او تلپاتې قوانېن راستولي دي.

کله چې د رڼا مکمل دين (اسلام) الله(ج)  انس او جن ته راواستاو په ډېرې چټکتيا سره د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې خپور شو او په فتحه شوو سيمو کې قانون وګرځيده چې په مکمل ډول منلو او غاړه اېښودو ئې د انسان د دواړو جهانو ژوند تضيمين او ډاډمن شو، خو له بده مرغه د اسلام د مبارک دين په شتون کې هم ځينو ځان خوښو او نفس ته تسليموو وګړو سياستونه او مفکورې د عملي قانون په منظور وړاندې کړې، چې له مارکسيزم، امپرياليزم، ډيمو کراسي، او لېننېزم څخه عبارت دي چې له دې جملې څخه يو هم لېبرالېزم دی.

لــېــبرالــيــزم څــه شـــی دی؟

لېبرالېزم له دوه کليمو څخه جوړ دی چې يو ئې لېبرال (liberal) او بل ئې اېزم دی، لېبرال په مانا د ازادۍ او اېزم په مانا د علم، هنر مسلک، سياست او تګلارې دی، د لېبرالېزم کليمه له آره د لاتينې کليمې د (Liber) څخه اخېستل شوې ده چې د فردي اصالت او د فردي ازادۍ په مفهوم استعمالېږي، لېبرالستانو د لېبرالېزم لپاره اصطلاحي او تفسيري پېژاندې (تعريف) داسې کړی:

((لېبر پر دې عقېده لري چې انسان نړۍ ته خپلواك او ازاد راغلی دى او په مطلق ډول ټولواك دى، څه چې وغواړي هماغسې وکړي ، په خپله خوښه ازاد ژوند وكړي، هېڅوك او هېڅ طاقت هم دا حق نلري چې دكوم قانون په ذريعه د شخص ازادي سلب، غصب ، استسمار يا محدوده كړي، دا د فرد حق دى، چې له هرې لارې وغواړي دولت وګټي، او چې هر ډول سياسي نظام وغواړي ځان ته يې غوره كړي، او هرډول چې وغواړي ګروهه، عقېده او فكر ولري.

مطلب دا چې فرد مطلق خپلواك پېدا شوې دى او بايد په كړو، وړو كې او په ژوند كولو، ناسته پاڅه، كې ازاد او خپلواک دی،چې دغې مفكورې او مكتب ته لبرالېزم او ددغه فكر پرستانو او پالونکو ته لېبرالستان وېل كېږي.))

همدارنګه د لېبرالېزم د مفکورې مخکښ(Zepalsachtch) زيپل سچچ د لېبرالېزم د منلو لپاره لومړی شرط داسې په ډاګه کوي: (انسان ترهغه پورې خپلواكي ترلاسه كولاى نشي، ترڅو پورې چې د څښتن تعالى له منلو، مذهب او اخلاقو څخه بېزارتيا او نافرماني په ډاګه اعلان نكړي، او د انسان الوهيت او سپېڅلتيا د زړه له كومې ونه مني.) د سچچ په فکر هغه کس چې الله مني نو ليبرالېست کېدلای نشي نو مخکې له دې چې څوک لېبرالېست شي بايد د الله پاک په شتوالي باندې منکر شي.

د لـېــبرالــېـزم مـخــيــنـه:

د لېبرالېزم مفكوره په اتلسمه پېړۍ كې يانې له نن څخه دوه سوه اوه دېرش كالهدمخه په ۱۷۷۶زېږديز كال منځته راغلې ده، د لېبرالېزم بنسټګر د انګلستان بې دينه فېلسوف (جرمي بنتهام هيوم ) وه چې د نړۍ د فجايعو او د فحشا له مرکز (برتانيه) څخه ئې دا مفکوره وړاندې کړه چې وروسته يو شمېر نورو هېوادونو ته هم ورسېده، د نفس پرستۍ په اساس دغې ولاړې مفکورې انسان ته بې چوکاټه ازادي ورکړه او څه به ئې چې غوښتل هغه ئې ترسره کول، په (۱۷۹۹ز) کال کې د فرانسې په پلازمينه کې شاه و خوا درې سوو ښځو بربنډ لاريون وکړ او د ښار په ټولو بازارو نو کې وګرځېدې چې دا شعار به ئې ويل: (مونږ ټول له مېندو څخه همداسې بربنډې پېدا شوي يوو او مونږ به په نړۍ کې همداسې بربنډ ژوند کوو.) د لېبرالستانو دې مفکورې ته د اروپا د کليسا پاپان ټينګ نه شول او په ټوله اروپا کې د نفس خواهئ چغې پورته شوې، د لېبرالېزم د دې بې حده ازادۍ له وجې د المان، انګلستان، امريکا او يو شمېرو نورو هېوادونو په پارلمانو کې د نا مشروع جنسي اړيکو ټينګول قانون وګرځېده او د جنس پرستۍ (هلک، هلک ته او ښځه، ښخې ته واده کول) قانوني شول او په اروپا کې د جنس پرستۍ دود چټک شو، چې جنس پرستي د انساني کرامت لپاره يو ستر او له شرم څخه ډک ګوزار دی.

همدارنګه کله چې په انګلستان کې يو وزير د لواطت په تور تورن شو نو؛ نوموړي وزير ښه په ډاګه وويل چې زه ازاد انسان يم او وزارت او نور قوانېن بايد زما ازادي محدوده نه کړي، له همدې امله د انګلستان په پارلمان کې د ۱۴ مخالفو رايو او ۶۹۰ موافقو رايو باندې د لواطت لپاره مشورعيت ورکړل شو.

لـېـبـرالـېـزم په دوو  بـرخـو وېـشل شـوی:

  1. محافظه كاره لېبراليزم (Conservative Liberalism)

دا ډله د حکومت او د ټولنې پخواني طرز ته درناوی کوي او د هغې ساتنه او محافظت کوي لکه انګلستان

  1. ټولنيز لېبراليزم Social liberalism

دا ډله په صنعتي او توليدي فابريکو او د دولت په توزېع باندې د ټولنې نظارت او څارنې ته ژمنه ده.