کور / تازه خبرونه / د کندهار والي: چابهار بندر د سيمي پر ثبات اغېز لرلای سي

د کندهار والي: چابهار بندر د سيمي پر ثبات اغېز لرلای سي

د چابهار بندر فعاله کېدل نه يوازي د افغانستان، بلکي د سيمي پر ثبات اغېز لرلای سي.

دا څرګندوني د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن سهار په ولايت مقام کي د ايران له سفير محمد رضا بهرامي سره وکړې. د ايران سفير نن سهار کندهار ته سفر وکړ او په ولايت مقام کي يې له کندهار والي سره وکتل. د کندهار والي وويل چي چابهار بندر د افغانستان، ايران او هندوستان د سوداګرۍ لپاره ګټوره ټرانزيټي لار ده او له دې څخه به نه يوازي د سوداګرۍ استفاده وسي، بلکي دا به د سيمي پر ثبات ژور اغېز ولري.

د کندهار والي وويل افغانستان او ايران دوه دوست هيوادونه دي چي له پخوا راهيسي يې ښې اړيکي درلودلي دي او چابهار بندر به د دواړو هيوادونو د اړيکو پر ټينګېدو نور تاثير هم وکړي. نوموړي زياته کړه چي د افغانستان په خاص ډول د کندهار سوداګر د چابهار بندر پرانيستلو ته خاصه لېوالتيا لري.

د ايران سفير محمد رضا بهرامي وويل چي کندهار ته يې د سفر موخه د سيمه ييزو چارواکو سره ليدنه او د دواړو هيوادونو د فرهنګي، علمي، سوداګريزو او روزنيزو اړيکو پراختيا ده. نوموړي زياته کړه چي په نژدې راتلونکي کي به چابهار بندر د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستل سي او دا به د ايران، افغانستان او هندوستان پر سوداګريزو اړيکو ژور اغېز وکړي.

هغه زياته کړه افغانستان، ايران او هندوستان په دې وروستيو کي د چابهار بندر په هکله يو سند جوړ کړی چي ډېر ژر به د درو واړو هيوادونو له خوا لاسليک سي.