کور / تازه خبرونه / د لوګر والي په مشرۍ د ولایت پرمختیایي کمیټې غونډه ترسره سوه

د لوګر والي په مشرۍ د ولایت پرمختیایي کمیټې غونډه ترسره سوه

د لوګر والي په مشرۍ د ولایت پرمختیایي کمیټې غونډه ترسره سوه

د لوګر والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ د ولایت پرمختیا یي کمیټې غونډه تر سره شوه چي پکې د ولایتي شورا رئیس سیدقریب الله سادات او غړو، د ولایتي ادارو ټولو رئیسانو، ولسوالانو، ولسوالۍ شورا غړو، ملګرو ملتونو استازو، موسس او انجیو ګانو ، کوپراتیفونواو مدني ټولنواستازو برخه اخستې وه.
لوګر والي وویل مونږ اول د ټولو اتو سکتورونودغړو سره ناسته وکړه او ټولې ستونزې او وړاندیزونه مو راټول کړل.
والي وړاندې وویل ((ترڅو چې ټول اداري واحدونه، واحد لرلید ونلري زمونږ هڅې او کوششونه به په ولس کې توقعات لوړ او دخدماتو کچه او کیفیت به ټیټ وي، او زمونږ انکشافي قبله باید معلومه وي، سنګه کولای شو د لوګرولس د اړتیا وو سره سم ملموس او محسوس او عادلانه خدمتونه وړاندې کړو.
والي یو شمېر ګواښونو ته هم اشاره وکړه لکه د مختلفې احصایه شتون، تخنیکي اسنادو نشتون، همکار موسسات معلومات نه شریکول، ډونران امنیت نشتون بهانه کول، سکتوري غونډو کې دریسانو مسلسل نه ګډون، د ځمکو نشتون ستونزه او د مالیه نه ورکړه بله ستونزه ده.
والي زیاته کړه د ولایت عادي او انکشافي بودیجه د تیر کال په نسبت سږکال ۰،۷فیصده لوړه شویده.
په پای کې والي سپارښتنې وکړې چې ټول رئیسان به د ۱۳۹۵ کال په ملي بودجه کې د لوګر ولایت لپاره د خپل اړوندو ادارو د نیول شویو پروژو د تطبیق لپاره مسؤل دي چې درسمي تعهد ترڅنګ به خپلې پروژې تعقیب او اړونده بودیجه به په مصرف رسوي ، هیڅ قراردادي نه شي کولي د پروژو د پلې کیدو لپاره امنیت بهانه کړي ځکه داد دولسمشر هدایت هم دی.

غونډه کې د ټولو سکتورونود غړو له خوا په تیر شوي ۱۳۹۴ کال کې د پلي شویو پروژوپه ستونزو او مشکلاتو ، د روان ۱۳۹۵ کال ته د منظور شویو پروژو او دغه راز د راتلونکي نوي کال لپاره د ټاکل شویو پروژو په اړه بحث او خبرې وشوې.، چې وروسته د ولایتي ادارو ریسانواو ولسوالانو خپل وړاندیزونه او پیشنهادات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل

صدیق الله پوپل