کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګ كي چينايي انجينر تښتول سوى

په ميدان وردګ كي چينايي انجينر تښتول سوى


د دوشنبې په ورځ پلازمېني كابل ته څرمه د ميدان وردګ په ولايت كي د سړك جوړولو يو چينايي انجينر له خپل افغان موټروان سره تښتول سوى دئ.
د فرانس پريس آژانس د ميدان وردګو ولايت د چارواكو له خولې خبر وركړ، چي ياد سوى انجينر د باميان او وردګو ولايت ترمنځ پر سړك باندي كار كاوه، چي د وسله والو له خوا وتښتول سو.
د ميدان وردګو چارواكي وايي د نوموړي انجنير او افغان موټروان د را خلاصولو دپاره يې د سيمه ايزو قومي مشرانو په ذريعه هڅي شروع كړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د فرانس پريس آژانس ته د دې تښتوني مسوليت پر غاړه اخيستى دئ.