کور / تازه خبرونه / د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر څلورمه غونډه

د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر څلورمه غونډه

د١٣٨٧ کال د سرطان د مياشتې په اتمه نيټه د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير څلورمه غونډه دبهير د غړو او مينه والو په ګډون د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لوی تالار کې جوړه شوه .


دغونډې چلوونکې آغلې دلافروز ځيرک وه او ځانګړی میلمه علم ګل سحر،و.


    په پيل کې  لينا شريفي د تيرې غونډې رپوټ ولوست ، ورپسې د هغو چارو په اړه خبرې وشوې چې په تيره غونډه کې ځينو کسانو په غاړه اخيستې وې . ورپسې ډاکټر خوشال روهي د يوه فرهنګ پال افغان په لګښت  د طوبی ندا ساپۍ د ناول د چاپيدو زيری ورکړ  او زياته يې کړه چې انشاالله په راتلونکو څو اوونيو کې به د نوموړي کتاب د چاپ چارې بشپړې شي .
  وروسته  په ټولنيز او کلتوري ډګر کې د بهير او بهيروالو د رغنده ونډې اخيستو پر مسله خبرې وشوې ، آغلې راضيه نعيمي وويل چې دې د ځينو موسسو او ملي سوداګرو سره خبرې کړي ، هغوی دېته تيار دي چې له ميرمن بهير سره مادي مرستې وکړي . ډاکټر صاحب روهي هم له ميرمن بهير سره د يوې موسسې د مالي مرستې ، ژمنه ياده کړه او وې ويل چې تاسې بايد د ځينو سمينارونو او ورکشاپونو ، جوړولو په اړه فکر وکړﺉ چې په دغه ترڅ کې ندا ساپۍ د عکاسۍ ورکشاپ د جوړيدو وړانديز وکړ هغې  په افعانستان کې د ښځو لپاره عکاسي يو نوی موضوع وبلله او د داسې يو ورکشاپ د جوړولو لپاره يې تياری وښوده همداراز ميرمن ساهرې شريف هم له درس او تحصيل څخه د افغان نجونو د لرې پاتې کيدو د لاملونو په اړه د يوه سمينار د جوړولو وړانديز وکړ .


 ورپسې د کولتوري ټولنو په اړه د ډاکټر صيب اکبر اکبرله خوا چمتو شوی پرزينتيشن  ، د دلافروز ځيرک له خوا وړاندې شو .  د وخت د کم والي له امله مشاعره ونشوه خو د غونډې په پای کې آغلی خاطرې اسحق زۍ خپله ادبي ټوټه ولوسته. د راتلونکې غونډې لپاره وپتییل شوه چې د بهير پر کاري مسلو سربيره به د ندا ساپۍ شعر کره کتنې ته وړاندې کيږي او مشاعره به هم کيږي  او په دې توګه غونډه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسيده .