هند: په اتراپردېش ايالت كي سېلابونو ۱۱ تنه ووژل

34 | جولای 2nd, 2008



هندي چارواكي وايي د اتراپردېش په ايالت كي د ۴۸ ساعته پرله پسې باران له وجي يوولس تنه وژل سوي او زرونو كورنۍ بې كوره سوي دي.
چارواكي وايي د اتراپردېش په ختيځو سيمو كي تر دوه شواروزه لا هم ډېر باران اورېدلى چي زياتي ځمكي اوبو لاندي كړي دي.
د اتراپردېش وزيراعلى خبريالانو ته وويل په سيمه كي پوځيانو د مرستي عمليات پيل كړي او له ځپل سوو منطقو څخه خلګ خوندي ځايونو ته انتقالوي.

Copyright Larawbar 2007-2024