کور / تازه خبرونه / اسلام آباد: په پېښور كي هم عمليات شروع كړئ

اسلام آباد: په پېښور كي هم عمليات شروع كړئ


د پاكستان مركزي ادارې د پېښور ايالتي چارواكو ته امر كړى چي د پېښور په ښار كي هم د ورانكارو ډلو پر ضد عمليات پيل كړي.
د پېښور پوليس وايي د ښار په مختلفو سيمو كي يې چاپې وهلي چي ۱۴ كسه يې له چاودونكو توكو او وسلو سره نيولي دي.
د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وايي په پېښور كي د عملياتو پرېكړه د مركزي حكومت، د فاټا امنيتي ادارې او د ايالتي چارواكو ترمنځ په يوه ګډه ناسته كي وسوه.
د پېښور د عملياتو د پيلېدو خبر په داسي وخت كي وركول كېږي چي نن پنځمه ده په خيبر ايجنسي او باړه كي د پاكستاني پوځيانو له خوا د طالبانو پر ضد عمليات روان دي.
د پېښور ښار په اړه تېره اونۍ داسي خبرونه هم خپاره سوه چي د ښار په مختلفو سيمو كي زيات شمېر طالبان تيت او پرك سوي او پېښور يې محاصره كړى دئ.