کور / تازه خبرونه / په ارزګان کې ملګرو ملتونو خپل نوی دفتر پرانست.

په ارزګان کې ملګرو ملتونو خپل نوی دفتر پرانست.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوېه دفتر یا یوناما اعلان کړی دی چې دغه اداری د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې خپل ساحوي دفتر پرانستی.
لر او بر ویبپاڼې ته د یوناما له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دوی دا دفتر ددی لپاره په ارزګان کې پرانستی ترڅو پدغه ولایت کې د ځايي ټولنو ، پراختیايي چارو او بشري هڅو د انسجام ، ښه حکومت کولو ، د قانون د واکمنۍ دپياوړي کولو او سیمیزو دولتي ادارو ملاتړ وکړي.
د یوناما ددغه سیمیز ددفتر د پرانستې په مهال د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پرهاګن ویلي چې ددوی هیواد په سویل کې د ملګرو ملتونو د پياوړي رول لرلو پلوی دی او د ولایت د بیارغونې د چارو د ګړندي کولو هڅونکی دی،
یوناما د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې دا مهال سیمیز دفترونه لري.