کور / کیسه / د ډېوې کيسه

د ډېوې کيسه

ممتاز احمد ( رضوان)

مورکې د خپلو دواړو اولادو کتابونه او کتابچي په بسته کي سره ځای پر ځای کړلې د مکتب سپين کالي ئي ور  واغوستل ستر ګي ئي ورتوري کړلې او مکتب ته ئي وليږل .
د مور اولادونه  ( تميم او ډيوه) د تلو د مخه مورکې ته ور ږغ کړه .
موري!
موږ دي ولي نن پر سترګو مچو نه کړو.
د مورکې سترګي ئي د اوښکو ډکي سولي سپينو  ملغلرو ئي د مخ لاره خپله کړه .
دا د ميني څخه ډکي اوښکي وي تکي سپيني د زم ـ زم د اوبو په شان د مور اوښکي وي.
په ژړ غوني اوآز ئي ورته وويل:
مورکي دی ستاسو بلاته ودريږي ، مور دی ستاسو صدقه سي صدقي راسي الله مو د ظالم د ظلم څخه را وساته.
مورکه نه وه خبره چي د ښمن به ئي نن اولادونه په موټر بم چاودنه کي ور زره ـ زره کړي 
تميم او ډيوه  د مکتب پر لار بند پاته سوه لاري بندي وی دوه ساعته ګرمي ته ناست وه .
ډيوه تر تميم ډيره کوچنئ وه څو ځله ئي د  تميم څخه د اوبو غوښتنه وکړه .
په معصومه خوله، په پاکه او مينه ناکه خوله په نازکه ژبه ئي ورته وويل:
خپلي سری شونډي ئي سره وموښولي.
تميم ورورکه (تژی يم ) اوبه راکه.
ورور ئي هم ماشوم ؤ .
خورکې مي شبر وکه اوش بالا لاره خلاصيژی جو مکتب ته هلته به اوبه وچيشو.
ډيوه  د مور لورکۍ د اوبه په غم وه .
چي لمبي سولوي خړه  خوړسکه پورته سوه ،يو لوی او بوږونکې دربه سو ،چيغي سوی، بوغاري سوی، په څو ثانيو کي تور ډامبر سوي سړک خپل حقيقي رنګه واړوی تک سور سو .
د ډيوه بسته پر دری ګزي سړک باندي په سرو   وينو لمده خيشته د پريکړي بدن سره پرته وه ، ژبه ئي لا وچه کلکه وه د اوبو په ارمان.
 د شفاخاني نرسان د امبولانس څخه راکښته سوه، ټولو په خپلو خلو باندی ماسکونه وهلي وه ډيوه ئي په تذکره کي واخيسته نرسانو ناري کړي .
د ماشومي نيم بدن نسته .
ډيوه د تل لپاره مړه او خاموشه شوه.
نن هغه روښانه ډيوه د تل لپاره په توره تياره بدله سوه تورو خاورو ته ځلانده ډيوه خاموشه ولاړه.
يوه بله چيغه مي واوريده هله تذکره راوړي ماشوم د اوبو په ليښتي کي لا ژوندی دی.
ناري وار په وار ډير يدلې ، په مخابرو کي اوازونه سول ، زخميان په سلهاوو دي ، د شخصي ، دولتي  او په ښار کي د ټولو روغتونو امبولانسونه راوغواړي.