کور / سياسي / په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې وړانديز!

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې وړانديز!

سويډن – دمالمو ښار

د۲۰۱۶ ز کال د۱پريل  ۲۱

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې وړانديز!

زموږ دمعلوماتوله مخې دکابل ښاردسې شنبې  دورځې خونړی پېښي اودهيواد دولايتونو په مختلفو سيمو کي دامنيتی ناخوالو په موخه  دجمهور رئيس ددې امر له مخې چي  بې کفايته امنيتی چارواکي  بايد له کاره گوښه اوپرځاي یې مسلکی اوملت  ته ژمن افسران وټاکل سي ،دلته سويډنته دفرهنگی  ټولنې تر مشرتابه  پوري داسي اطلاعات رارسېږې چې پدې بهانه يو ځل  بيادکورنيو چارو وزير،اونورو امنيتی اداروکي ددغو ادارودمشرتابه لخوا دخپل ترلاس لاندی پلان له مخې چې دشمالی ټلوالی اونورو جهادي تنظيمو لخوا ورکړه سوی  په يوه وبله بهانه مسلکی افسران له کارنه گوښه کېږي اوپرځاي يې دجمعيت اسلامی ،شمالی ټلوالی  اودهغوي دپټو اولڅو نوروتنظيمی ملاتړو په هدايت  او خوښه کسان ټاکل کيږي .

ددوستۍ فرهنگی ټولنه ديوې نړيوالی مدنې ټولنې په توگه چې دافغانستان  سياسي ،پوځی او ټولنېز حالات دنړيوالو مدنی ټولنواو سازمانو په مټ له نږدې څاری اوهر وخت نه يوازي دافغانستان  بلکې دنړۍدبل هرهيواد دوسلونو سره دزبرځواکی پر خلاف خپل نظر ترنړيوالو سازمانو او ټولنو پوري رسوي ،دافغان مشرتابه نه په کلکه غوښتنه لرې چې په ټولو امنيتی ځواکونو کې  دملت دغوښتنې پر بنياد مسلکی او ملت ته ژمن افسران په دنده وگمارل سي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه پدې باورده ،که دافغانستان په امنيتی ځواک کې ملت ته ژمن مسلکی کسان بېله کوم سياسي  تعصب ،ژبنی ،مذهبی ،منطقوی اوتنظيمی  اړېکو نه  پر دندو وگمارل سی دنړيوالی ټولنې دبې ساري مرستی په مټ به په هيواد کي دسولياوښېرازی  لپاره گټور تمام سي .

دافغان مشرتابه نه مو په کلکه هيله داده چي دخپل مينځی اختلاف  نه په ډډه کولوسره دخپل هيواد اوهيوادوالو پر وړاندي  ملي مسوليتونوته په کتوسره پر دولتی دندوگمارل زموږ دفرهنگی ټولني او نړيوالو بې پرې غوښتنو او وړاندېزنو ته دقدر په سترگه کتو سره ملت ته ژمن او لايق مسلکی کسان پر دولتی دندو وگماری .

 دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور

 

تبصرې پرانیستي‌

  1. As long as the Northern Alliance and Shorai Nizar people are in the government there will be no peace.