کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا د لږکيو چارو سلاکار وسلوال بريد کې ووژل شو

د پښتونخوا د لږکيو چارو سلاکار وسلوال بريد کې ووژل شو

پېښور دبي بي سي د خبرله مخې خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت کې د لږکيو د چارو سلاکار، سردار سورن سېنگ، د وسله والو بريد کې وژل شوى دى.د پېښور د پوليسو مشر، خالد همداني، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې ” په موټر سايکل سپرو د ښاغلي سېنگ په موټر ډزې وکړې چې له امله يې نوموړى ځاى په ځاى مړ شو”.بريد د بونيز په ولسوالۍ يا ضلعې کې شوى دى. دا سيمه د پېښور په شمال ختيځ کې پرته ده.تردې دمه چا هم ددې بريد پړه نه ده منلې. خو په دې ايالت کې وخت ناوخت پر حکومتي چارواکو د طالبانو لخوا بريدونه کېږي.پاکستان کې وړاندې هم لږکيو سره اړه لرونکي په نښه شوي دي.ښاغلى سورن د تحريک انصاف په مشرۍ ايالتي حکومت کې د اعلى وزير د لږکيو د چارو سلاکار و.