کور / تازه خبرونه / د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال دولس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال دولس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د زابل امنیتي چارواکي وايي، په نوبهار ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال دولس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي لراوبر ډاټ کام  ته ويلي، دغه نښته پرون د لوړګي په سیمه رامنځته شوې چې په کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل دي
فراهي زياته كړه، د نښتې پرمهال یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی
د یو بل خبر له مخې د نوبهار- شینکۍ پر لاره د سړك د غاړې ماین چاودنې درې عام وګړي ټپیان كړي دي
د امنیت آمر د پېښې پخلی کوي او وايي دغه ماین پر یوه ټونس موټر چاودلی چې اوس د پېښې د يو ټپي روغتیايي حالت نازک دی
 

خبریال :عرفان الله عرفان