کور / هراړخیز / وړه خوله او غټې خبرې

وړه خوله او غټې خبرې

ايا د طالبانو او داعش په وژلو په هېواد کې سوله راتلای شي؟

د ګاونډيانو او نورو وطن دښمنوسره جګړه په تش لاس او یواځې په شعارونو ګټل کیږي؟ 

چې پیاوړي ملي واکداران، مجهزوسلوال پوځ ، قوي اقتصاد، د اساسي قانون پلي کول او دې ته ورته نور فکتورونه ونلرو نودلویي جګړې توانمندي به له کومه ولرو؟

ايا په افغانستان کې د ټولو بدبختيو لامل يواځې طالب او داعش دی؟

طالب، داعش او دې ته ورته ډلې ټپلې به تل لکه ویروس ورځ تر بلې ډیریږي رنګ او نوم به بدلوي او موږ به تر څو ترې نارامه وو ترڅو چې موږ د هغوی د ختمولو لپاره یوه ښه ستراتيژي په کار وانه چوو. تر څو موږ ددغه ناوړه ډلو ټپلو جرړې له بيخه ونه باسو. ددې ختميدل په يوازني توګه هسې د ځان غولول دي. دغې ډلې لکه د یوه روبوټ (کمپیوټري انسان) له هرو انساني نعمتونو محروم او يواځې دومره ايار شوي (کوډ شوي) چې د افغان خاورې په بربادۍ کې وکارول شي. دغه توکو د جوړولو لپاره خام مواد هم زمونږ له خاورې راټوليږي بيا د مغزو د مينځلو وروسته بيرته لکه ويروس زمونږ بدن ته د ويرانۍ لپاره راداخلیږي. پکار دې له کومه ځایه چې دغه ډلې الهام اخلي هلته کار وشي. ايا په اطرافو کې نالوستيتوب، بیوزلي، بيکاري او دې ته ورته نورو بدبختيو په منځ کې راګیر ځوانانو ته د دولت کوم پلان شته؟ ايا حکومت بي غېرلهپلازمېنې کابل له ښاره څخه چی هغه هم سل په سلو کې د امن نه برخمن ندې نورو ولايتونو ته او په هغو کې لرو پرتو ولسوالیو ته لاس رسې لري؟ د دښمن لاس د نامنيو او فساد له کبله د هېواد په يو شمېر زياتو ښارونو او پوهنتونونو او ښونځيو ته رسيدلای.  چی يوه ښه بيلګه يې د ننګرهار پوهنتون په ګوته کولای شي.

کله چې د يوه هيواد مصارف د عايداتو نه کم وي، کله چې یو هيواد د جګړې لپاره هواي او ځمکني ځواک ونلري، کله چې د يوه هيواد ۷۰ تر ۸۰ سلنه وګړي نالوستي وي، کله چې يو هيواد د مالګې نه رانيولې تر کاريګره پورې له بهره راوړي، کله چې د يوه هيوادناروغان د تداوۍ لپاره د ګاونډيو سره په سرحدونو کې د تګ لپاره شپې ورځې تيروي، کله چې يو هيواد د نړۍ د ۱۶۸ هيوادونود فساد په ليست کې ۱۶۶ ځای خپل کړي (په فساد کې ښکيل دويم نمره هيواد)، کله چې په يوه هېواد کې اکثره واکداران د فساد، خپلویو، سمتي، ژبني، تنظيمي او دې ته ورته نورو معيارونو په تله ټاکل کیږي، کله چې د يوه هېواد د ټولټاکنو پېلی په مياشتو بې له کوم دلیله وځنډيږ ي او اخير هم واک د پرديو لخوا په دوو برخو وويشل شي، کله چې يو هيواد اکثره د وزارته تر ښاروال پوستونه تر يوه کاله زيات د سرپرستانو لخواپر مخ وړل کيږي، کله چې د يوه هيېواد ځوانان د دينې زده کړو لپاره بهر ته ځي،کله چې يو هېواد خپل درسي کتابونو د چاپ توانايي نلري،کله او کله…..

د پاکستان سره د هر ډول جګړې اعلان (مستقيم او غير مستقيم) ډېر د وخته مخکې او ناسم کار دی. دغه جګړه د عام ولس په زهنتونو خرابولو نه ګټل کيږي. 

پاکستان چی د نړۍ يو اټومي زبرځواک دی چې د تقريبآ ۵۵۰۰۰۰ فوځ په لرلو سره د نړۍ د ټولو باقدرته هېوادنو سره تر افغانستان ډيرې ښې اړيکې لري. د پاکستان ۷۰ سلنه نارينه او ۴۰ سلنه ښځينه لوستې دي او د نړۍ سره د هغوی په ژبه پوهيږي (انګريزي د هيواد رسمي ژبه ده)، تر افغانستان يې ۵ تر ۶ چنده زيات وګړي لري. پاکستان د داسې پیاوړو سياستوالو په لاس کې دی چې د القاعدې، مجاهيدينواو طالبانو ټول مشران د همدوی په لار ښونهوروزل شوه نژدی۳۵ کاله يې زموږ په هيواد کې د اور لمبی بلی وساتلې. هم يې ځان وساته، هم يې دښمن او هم دوست تر څنګ نيولئ او دغې دی اوس لا هم زموږ پر سر بر ولاړ دی او هره ورځ مو د هر ډول فشار لاندې راوستلای شي. او همداسې نور او نور.

د افغانستان مثال اوس لکه د یوه ټپي او معيوبه کس دی چې په ځمکه پروت او د بل لاس نيوي ته اړتيا لري. که موږ ددې پر ځای چې لمړئ پر خپلو پښو د دريدلو توان پیدا کړو او بيا د مزل کولو نو هله به د نورو کارو توانايي ولرو. نه دا چې خپل مورال یواځې په شعارونو، فرمانونو او ښکنځلو تکيه کوو او فکر کوو چې دا به لوی انقلاب راوړي.

هيره دې نه وي چې د هېواد په ناامنو سيمو کې اکثره ، بيسواده او غير معقولو سياستوالو، واکداران دي انټرنيټي  نړۍ هم ستر رول لري. کله چې يو هيواد پر خپلو دغه پورتنيو کانالونو ښه کنټرول ونلرلای شي هلته امنيت او ښه راتلونکئ د انسان د خوش باورۍ نه بل څه نشي کيدلای.

زما په اند ددې ستراتيژۍ لويه برخه به د فساد سره مبارزه کول او د اافغانستان اساسي قانون پر ټولو افغانانو په پوره توګه تدبيقول وي. تر څو فساد ورک نشي امنيت نشي راتلای، تر څو امنيت نه وي، خلک تعليم نشي کولای، تجارت نشي کولای او هيواد په خپلو پښو نشي ودريدلای. او بې له دې کاره د دښمن سره ډغرې وهل او د هغوی څخه د خپل حق غوښتل د وخته مخکې او ډېر خام کار دی. دولت بايد خپلې رسنۍ کنټرول کړي، د فساد سره جدي مبارزه وکړي، کار احل کار ته وسپاري او خپلې بهرنيو اړيکو باندې کار وکړي تر څو د نړيوالو باور تر لاسه کړي او د هغو په مرسته دغه لويدلی ملت پر خپلو پښو ودروي. دا کار به ضرور وخت نيسي او بیشکه دغه يوه اوږد مهاله پروسه ده مګر تر هر څه اړين يې د اوس لپاره د يوې پیاوړې ستراتيژۍ جوړول او پلي کول دي. تر څو د ولس او واکدارانو تر منځ دغه بې باوري ورکه شي او ولس د دښمنپلوۍ او بې پلوۍ پر ځای د حکومت پلوی وکړي.

 

هلمند ياد 

مالمو سويډن

.