کور / نثر / د صفتونو (ستاينومونو) سمه کارونه

د صفتونو (ستاينومونو) سمه کارونه

په پښتو ژبه کي صفت (ستاينوم) د ځينو نورو ژبو د صفتونو پرخلاف عدد (مفرد او جمع) او جنس (نارينه او ښځينه) لري. لکه غريب، غريبه، غريبان او موصوف (نوم) هم دغسي پسي درواخله. اوس چي پيښه داسي ده، نو صفت به هرومرو د عدد او جنس به لحاظ د اسم متابعت کوي. مثلاً: خوشحال هلک ، خوشحاله نجلۍ. د جمع په صورت کي «خوشحاله» د دواړو جنسونو (نارينه او ښځينه) له پاره کارېږي، لکه خوشحاله هلکان يا خوشحاله نجوني. نوري بيلګي ئي په کښتنيو جملو کي لېدلای سئ: 

1. امتحان اسان دئ.​​​احمد ميلمه پال دئ.

2. ازموينه اسانه ده.​​​زرغونه ميلمه پاله ده.

3. امتحانونه اسانه دي.​​احمد او زرغونه ميلمه پاله دي.

 

د ځينو صفتونو جنسونه؛ لومړی نارینه، دوهم ښځينه، اودرېيم جمع: خوشحال، خوشحاله، خوشحاله؛ فارغ،فارغه، فارغه؛ چالاک، چالاکه، چالاکه؛ خطرناک، خطرناکه، خطرناکه؛ مهربان، مهربانه، مهربانه؛ ستومان، ستومانه، ستومانه؛ پرهېزګار، پرهېزګاره، پرهېزګاره، پرېشان، پرېشانه، پرېشانه. د بعضي صفاتو جمع په ان سره هم کېدای سي، مثلاً چالاکان، پرهيزګاران وغيره.

 

بې، نا، کم او بد والا صفتونه

هغه صفات چي په «بې»، «نا»، «کم»، او «بد» سره پيلېږي د پورتنۍ عمليه يا قاعدې څخه مستثنا دي. نو که «بې»، «نا»، «کم»، او يا «بد» مختاړی/مخوند (prefix) د اسمي صفت سره يوځای سي، د اسمي صفت اخري توری په زور (ه) يا فتحه سره ويل کېږي. مثلاً ناروغه سړی. دغه راز ددې صفتونو د نارينه او ښځينه، مفرد او جمع شکلونه هم يوډول دي. د مثال په توګه:

نا والا صفتونه:

1. جميل ناجوړه دئ.

1. ليلا ناجوړه ده.

2. جميل او ليلا ناجوړه دي.   

نور مثالونه: ناوخته، نا اميده، نا اهله، نابلده، نابوده، ناوړه، ناخبره، ناپاکه، ناترسه، ناحقه، ناشکره، ناکاره، ناروغه، نابلده، ناچله، ناخوښه، ناځوانه، ناتوانه، ناقانونه، ناچاره، ، نا کراره، ناراضه، نادوده، ناخلاصه، نافرمانه، نافهمه، ناکامه، نالايقه، نا محرمه، نامرده، نامعلومه، نا ممکنه، ناشوده، وغيره.

 

 

بې والا صفتونه:

1. بې خونده کباب ئي پخ کړی دئ.

2. بې خونده کوفته ئي پخه کړې ده.

3. بې خونده بانجڼ ئي پاخه کړي دي. 

نور مثالونه: بې خبره، بې علمه، بې کوره، بې هنره، بې فکره، بې عقله، بې دينه، بې کلتوره، بې سواده، بې کاره، بې اثره، بې تکليفه، بې بندوباره، بې زحمته، بې چاره، بې طرفه، بې حکومته، بې مشره، بې پلاره/بې موره/بې زويه، بې سرحده، بې سده، بې وجدانه، بې خيره، بې باکه، بې غيرته، بې باکه، بې خوبه، وغيره.

کم والا صفتونه:

1. چرګ کم خورکه او کمزوره دئ.

2. چرګه کم خورکه او کمزوره ده.

3. چرګان يا چرګاني کم خورکه او کمزوره دي.

 

نور مثالونه: کم واکه، کم بخته، کم خرڅه، کم جورئته، کم خونه، کم  جانه، کم  سنده، کم عقله، کم عمره، کم خوبه، کم تجربه او داسي نور. 

بد والا صفتونه:

1. ګل مرجان بدمغزه او بدخويه دئ

2. زرمينه بدمغزه او بدخويه ده. 

3. ګل مرجان او زرمينه بدمغزه او بدخويه دي. 

نور مثالونه: بدچلنده، بدبخته، بدرنګه، بدبويه، بدنمايه، بدرازه، بدمزاجه، بدقسمته، بد شکله، بدکاره، بد اوازه، بد خويه، بد ګومانه، بد سلوکه، بد معامله، بدنامه، بد نيته، بد بينه، بدخونده، بد لاره، بد فعله، وغيره.

يادونه: هغه صفات چي په زور « ه » سره تماميږي لکه مالګه، د «بې» کارولو سره ئي زور « ه » په ې/ي سره اوړي مثلاً، بې مالګي، بې نقشې. 

ليکنه:

نقيب الله لطيفي

کلفورنيا امريکا

اپريل ۲۱ مه، ۲۰۱۶

اخذونه

پښتو ګرامر: محمد اعظم ايازي، ۱۹۴۵، کابل