کور / راپور / د سولې او سياسي پيوستون د کنفرانس د پایلو لنډ راپور

د سولې او سياسي پيوستون د کنفرانس د پایلو لنډ راپور

بسم الله الرحمن الرحیم
د ۲۰۱۶ ز کال د اپریل د میاشتی ۹ او ۱۰نیټه

د سولې او سياسي پيوستون دغه تاريخی کنفرانس چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د وري (حمل) په (نولسمه) او (شلمه) نیټه د سولې د ملي جبهې، ځنیوسياسي، مسلکي بنسټونو، ملي مستقلو شخصيتونو او تيليفوني غونډو د برخه والو په پرله پسې هلو ځلو جوړ شوی و، د دوه ورځني بريالی بهير د طی کولو څخه وروسته د حمل د شلمې ورځې په ماښام په دغو موافقو پای ته ورسيد:

Zarghoon shah shinwari

 ۱- جبهه او جبهه یيزه مبارزه شريک اصل دی

۲- د سولې او وطن په خاطر يو د بل منل او زغمل د اوسنۍ زمانی ستره اړتیا ده. 

۳- دننه افغانستان کې د ستری غونډې جوړول.

۴- تيوري سره برابر لومړنی تشکيلاتی کار 

۵- د کنفرانس د پريکړه ليک او فيصلو سره سم د کار ادامه.

د غه کنفرانس ته د افغانستان د نيمی پيړۍ په سياسي مبارزو کې ځکه بی مثاله غونډه ويلو شو چې:

 

۱- یادې شوې ناستی د سياسي مبارزو له پاره د مقابلی پر ځای مفاهمې ته نوی لار پرانيسته.
۲- بله اساسي ځانګر تیا داده چې د کنفرانس ګډونوالو په خپل شخصيلګښت د دومره لیرې واټنونو نه مټې را نغښتې او د کنفرانس چارې او لګښتونه یې برابر کړي او د هیڅ ډول دولتي، سیاسي، استخباراتي کړیو د مرستو او اغیزو پرته یې دغه ستر د هیواد او ولس پالنې ویاړ تر لاسه کړی دی.
۳- کنفرانس ته له دیکتی شوو او له وړاندې د جوړو شوو اسنادو پرته د کنفرانس په دننه کې  دموکراسۍ او جمعي نظر ته د احترام په لرلو دکنفرانس د ټولو ګډون کونکو هر نظر د وینا نه نیولې بیا د ورکشاپونو تر بریده په نظر او عمل کې د جبهه ییز سیاست او کاري تګلاره او کړنلاره تعینولی شې. 
۴- د هیواد په استقلال د معامله ګرو، د خلکو د سرونو د پوروړو، د هیواد د ملي، دولتي او فردي شتمنیو د لوټګرو، پرته هر څوک کولای شې په جبهه کې غړیتوب تر لاسه کړي.

په کنفرانس کې د امریکا، کاناد، استرلیا، اروپائی هیوادو او افغانستان نه د مجموعي په توګه د ۱۵۰ تنو هیوادوالو څخه چې د ښځو او ځوانانو استازي هم په کې شامل وو، د ګډون بلنه شوې وه .
د کنفرانس چارې د طرحه شوې آجنداء سره سم د دوه ورځو له پاره په نظر کې نیول شوې وې.

Zarghoon shah shinwarai

لومړی ورځ د اپریل ۹ نیټه:

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاو سره د سهار په لسو بجو په رسمي توګه پیل شوه. د هیواد د ملي سرود له اوریدو وروسته ښاغلي ډاکټر متين صافی د دې ورځې پروګرام د برخه والو سره شريک کړ او ډاکتر یونس ناصری، انجینر فضل احد بهرام زي او ډاکتر متین ساپي د پروګرام اداره په غاړه واخيسته.
د غونډې په پیل کې د هیواد د پیاوړی ژورنالیست، سیاسي، فرهنګي او خپلواک شخصیت ښاغلي زرغون شاه شنواري څخه غوښتنه وشوه چې غونډېته پرانيستونکی اساسي وینا او پیغام واوروي.
په دغه وینا کې د هیواد د تیرو سیاسي او ټولنیزو مبارزو پر تاریخی ارزښتونو، اړتیاوو او نیمګړتیاوو چې د دوه تاریخي مشروطیت جنبشونو د پیله رانیولې او بیا تر اوسه دوام لري لنډ ضروري، انتقادي بحث او نظر څرګند کړ. په وینا کې
د هیواد د۴۰ کلنې غمیزي د له منځه وړلو په لار کې د سیاست پوهانو او هیواد والو د برخی اخستو او تجربو په دریو لارو او شیوو چې عملي کار پرې شوی وو او روان دی په لاندی توګه دغونډې د ګډونوالو مخې ته کیښودېاو داسې یې وویل:
۱- په دغو تیرو کلونو کې د هیواد سیاستوالو د هیواد د غمیزې د له منځه وړلو له پاره  وار په وار د یو پراخه افغان شموله حزب د جوړیدو په ضرورت د هیواد په دننه او بهر کې هلې ځلې تر سره کړي، اما کومه عملي لاسته راوړنه یې تر لاسه نه کړای شوه. 
۲- په هیواد کې د مختلفو احزابو او سیاسي جوړښتونو تر منځ چې حتی کړنلارې او تګلارې یې هم سره نږدې وې د یو واحد یا شریک ګوند د جوړیدو او یا هم د ګډ کار له پاره هلې ځلې تر سره شوې اما په پایله کې نه یوازې دا چې سره د یو واحد ګوند د جوړیدو او یا د ګډ کار د پرمخ وړلو جوګه نه شول،بلکه نور هم سره تیت او پرک شول او په څو نورو نوو ګوندونو سره و ویشل شول.
۳- بله لار همدا جبهه ییز حرکت دی چې موږ غوره کړی او دا دی  نتیجه یې ورکړه چې د فرانکفورت دغه حاضر کنفرانس یې روښانه بیلګه یادولی شو چې د هیواد د سیاسي مختلفو ګوندونو، فرهنګی او ټولنیزو بنسټنونو مليهیواد پالو دموکراتو شخصیتونو په خپلو ګډون د استقلالیت په لرلو سره مګر د جبهې اصولو او موازینو ته په کار او فعالیت کې لمړیتوب ورکولو تر شعار لاندی دلته د یوه چتر لاندی را ټول شوي یو او د هیوادني ستر ارمان له پاره چې د سولې او سیاسي پیوستون په نتیجه کې به خپل هیواد او خلکو ته په ګډ او ټینګ هوډ خدمت کوو. 
موږ ټینګ باور لرو چې انشآء الله و به کړای شو دغه ستر ارمان او هدف ته د رسیدو جوګه شو. غونډې وار په وار د لاسونو په پړکولو سره د کنفرانس د اساسي راپور څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
– ورپسی نومیالی لیکوال او سیاست پوه ډاکتر عبد العزیز ګردیزی د افغانيټولنې په جوړښت، اړیکو او مسلطو روابطو ژوره علمي وینا وکړه چې د ټولنېاو د هغې د کشمکشونو په پیژندنه کې ډیره ګټوره وه. 
– د افغان ملت د ګوند مشر نامتو سیاستوال ډاکترمحمد امین واکمن د افغانينهضت پر اوږدو مبارزو او د افغانانو تر منځ د یووالي په لارو علمي خبرې وکړې او د فرانکفورت د کنفرانس د جبهه ییزی تګلارې څخه یې د خپل ګوند بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
په اسپانیا کې د افغاني دانشمندانو د ټولنی مشر پروفیسورعزیز الرحمن حکمي په خپله علمي لیکنه کې د ملي دموکراتو قوتونو او روشنفکرانو د یووالي پر خنډونو او حل لارو رڼا واچوله، چې لیکنه یې د جبهه ییزی طرحې د برابرولو له پاره د محوری لیکنی په توګه د یادونی وړ ده.
– د هیواد وتلي علمي سیاسي شخصیت ښاغلي همایون تاج په تیره یوه پیړی کې د افغانستان د خلکو په سیاسي مبارزو ژورې خبرې وکړې، ویې ویل چې د وطن د نجات له پاره اغیزمنه لار د پراخی جبهې جوړول دي. 
– همدا ډول د افغاني خویندو میندو استازې آغلې شکیلا ځدران د غونډې په ګډونوالو او ټولو افغانانو غږ وکړ چې د جبهې او جبهه ایزې مبارزې پر اصلونو یو بل ته لاسونه ورکړئ او زیاته یې کړه چې د سولې موجودیت د هیواد والو د تعلیم او تربیی له پاره ډیره اړین دی او تعلیم او تربیه د هیواد او هیوادوالو یو عینی او اساسي ضرورت دی.
– پیژندل شوي افغاني سیاسي شخصیت ښاغلي ډاکترعبد المحمد درمانګر په خپله اساسي وینا کې د افغاني نهضت پر وړاندې درنو ذمه واریو ته اشاره وکړه ویې ویل د افغانستان راتلونکې د دی وطن د خلکو او د هغوی په سر کې روڼ اندو خوځښتونو او شخصیتونو په سیاسي یووالي پورې تړلې ده.
– د هیواد د ارواښاد جمهور رئیس محمد داود د کابینی د مخابراتو وزیردیپلوم انجینر پاچا ګل وفادار پر افغانستان هر ډول تیری وغانده او د هیواد اوسنۍ وضعه یې د زغملو نه پورته وګڼله. 
– د هیواد سیاسي شخصیت ښاغلي نور وهاب څپاند په جبهه او جبهه ایزی مبارزې تحقیقي وینا وکړه و یې ویل په اوسنیو شرائطو کې د ټولو مليدموکراتو او سوله دوستو قواو د اتحاد له پاره پراخه جبهه غوره لار ده.
– د افغاني ټولنی مستقل سیاسي فرهنګی شخصیت ښاغلي شاه ولی ارین له ټولو هیوادوالو او تالار کې ناستو افغانانو څخه هیله وکړه: راځئ په شریکه د خپل ګران وطن روانو حالاتو ته سم ځیر شو او د دې وخت د ذمه وارو روشنفکرانو په توګه د وطن د مور په وړاندی د اولاد مسؤلیت سرته ورسوو.
– د افغاني سیاست او مبارزو په درشل کې پیژندل شوی سیاسي او فرهنګی شخصیت ښاغلي حسن امیری په خپله وینا کې د ۱۳۵۷ کال څخه را په دی خوا پیښو ته اشاره وکړه او جبهه ایزی مبارزې ضرورت ته یې د ګډونوالو توجه راوړوله. 
د غونډې دغې برخې د ماسپښین تر دوو بجو دوام وموند او د لمانځه د آداء کولو او ډوډۍ خوړلو د تفریح په اعلانولو سره  لمړنۍ برخه پای ته ورسیده.

د لومړی ورځې دوهمه برخه:
د کار په دغه برخه کې جمعي رهبري او دموکراتیکو اصولو ته د احترام او رعایت په نظر کې نیولو سره د جبهه ایز سیاست د مثبت او هر اړخیز سیاسي  تشکیلاتي جوړښت، تګ لارې، فکري خط د غوره سمون په خاطر د ورکشاپونو له پاره دغه ۵ لاندی عنوانونه غونډې ته وړاندې او و منل شول.
۱- څنګه کولای شو یوه سیاسي جبهه جوړه کړو.
۲- د سولې په تامینولو کې د جبهې نقش. 
۳- د هغو سیاسي قوتونواو ګوندونو په یووالي کې د جبهې رول چې د سولېپلویان دي.
۴- د افغانستان د اوسنۍ وضعې تحلیل او سولې ته د رسیدو لارې چارې.
۵- د جبهې اساسي فکري لیکې.
د پورتنی وړاندیزد منلو سره سم د کنفرانس د ټولو ګډون کونکو څخه غوښتنه و شوه چې په دغو ورکشاپونو کې د خپلو سیاسي، فکري، مسلکي او خپلو خوښو وړتیاوو په نظر کې نیولو سره خپله انتخاب وکړي او برخه واخلي.
ورکشاپونو د ماسپښین له ۳ بجو څخه د مازیګر تر شپږ نیمو بجو پورې خپل کار ته دوام ورکړ، چې وروسته بیا د هر ورکشاپ د غونډو نتیجه ګیري او رغنده جوړونکي نظریات د ورکشاپونو د منشیانو هر یو ښاغلي داکتر یونس ناصری، نور وهاب څپاند، ښاغلي حنان روستایی، شاه ولی آرین او محترم صفدرخان له لوری غونډې ته وړاندی شول. چې د ګډونوالو د تائید او جبهه ایزحرکت د راتلونکي کار له پاره د ټاکونکو موادو په توګه اړین و ګڼل شول او د غونډې د تائید وړ وګرزیدل.
د دغو نظریاتو لیکل شوې بڼه د کنفرانس د لومړۍ ورځې د تحریر هیئت ته سپارل شوې ده. چې د جبهې د سیاسي، ټولنیز، تشکیلاتي جوړښت، کار او فعالیت، فکري خط او تخنیکی چارو د پیاوړتیا او عملي کار له پاره به ترېلازمې او ضروري استفادې په نظر کې ونیول شې. د لومړۍ ورځې کنفرانس د مازیګر په اتو بجو پای ته ورسید.

د سولي او سیا سي پیوستون د جبهې د کنفرانس د دوهمې ورځې د اپریل د۱۰ نیټې لومړۍ برخه:

غونډه د سهار په لس بجو د ښاغلو همایون تاج، شاولی آرین او آغلې لونا فرهود تر رهبری او نظارت لاندې پیل شوه او په خپل وار سره په غونډه کې ۲۵تنو هر یو ډاکتر عبد العزیز ګردیزی، آغلې شاپیری حکمی، ښاغلي محمد بشیر بشریار، آغلې فهیمه ګهیځ، انجینرمسعودي،حکیمی صاحب، ناهید شنواري، ښاغلی اسماعیل غرنی، انجینر عبدالشکور، محمد ارشاد، د هیواد پخوانی جنرال علی محمد مجبور، مهراب زمانی، روستایي صاحب، ګل احمد نبی، جهادي شخصیت انجینر خان محمد نظام، اسحق زی صاحب، محترم غنی اتمر، ډاکتر نعیم حساس، ډاکتر ظفر لرغون، مهراب احمدزی، ډاکتر متین ساپی، محمد داود هلمند، فیصل الفی، ښاغلي نواب احمدزی او ۱۵ کلن ځوان  شیر احمد احمدزي د غونډې ویناوال وو، چې د مختلفو نظریاتو، ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو او ملي شخصیتونو نه تشکیل شوی وو، د هیواد په روان حالت، د جبهه ایز حرکت پر وضعیت، تشکیلاتی جوړښتونو، ساختار، د هیواد د تیر ۴۰ کلن بهیر پر مثبتو او منفي اړخونو یې رغنده خبرې وکړې. د وینا والو په خبرو کې د کل په توګه په هیواد کې د روانې غمیزې څخه د هیواد او هیوادوالو د خلاصون لار د ټولو افغانانو د ملي یووالي او یو ملي ځواک جوړیدل چې همدا جبهه یې یوه موثره لار ده اساسي او ګډ ټکی وو. د دغو ښاغلو او د کنفرانس د لومړۍ ورځې د وینا والو ویناوې او مقالی د سولې د ملي جبهې په جوړولو کې ټاکونکی رول لوبولی شي.
په وینا والو کې یو شمیر تکړه ځوانانو هم خپل اندونه د غونډې ګډونوالو ته په ګوته کړل چې په هیواد کې د ځوانانو د زده کړو، کار نشتوالی، امنیت او بهرنیو هیوادو ته د مهاجرت ستونځې یې د اندیښنو وړ وګڼلی او په دغه جبهه ایز سیاست کې یې د ځوانانو ونډه او موقف اړین و ګاڼه او د جبهې نه یې غو ښتنه همدا وه چې دوی په راتلونکی کار او مبارزه کې د دغه قشر نقش ته پاملرنه وکړی ځکه چې د هیواد د نفوس یوه مهمه او اساسي برخه تشکیلوي.
په وینا والو کې یو شمیر ښځو هم خپلی ویناوی او مقالی غونډې ته وړاندېکړې او ټینګار یې و کړ چې د ښځو قشر د هیواد نیمایې برخه تشکیلوی او تر اوسه په تیرو او روانو نظامونو کې د ښځو حقوقو او په ټولنه کې د دوی نقش او موقف ته اساسي او اړینه پاملرنه نه ده شوې، خشونت، د کار او ټولنیز ژوند محرومیتونه او سل ګونو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان کیدل هغه څه دي چې هم په جبهه ایز سیاست کې د دوی ګډون او ونډه او همدا ډول د دوی د حقوقو، نقش او موقف څخه حمایت باید د جبهې په اساساتو کې څرګند وي. 
د ویناوالو دغه برخه د مازدیګر تر ۲ بجو دوام وموند وروسته د لمانځه او ډوډۍخوړلو له پاره تر دری بجو تفریح اعلان شوه.
درې بجې  بیا په رسمي توګه کنفرانس پیل شو چې په دې برخه کې د سکایپ له لارې یو شمیر استازو د امریکا او ګران هیواد افغانستان نه غوښتل کنفرانس ته خپلی ویناوی واوروي.
د سکایپ له لارې لمړی ویناوال ښاغلی ډاکتر تاج الدین ملت مل د امریکې څخه خپل اندونه، نظرونه، وړاندیزونه او اندیښنې د کنفرانس د ګډون کونکو مخی ته کیښودې او د سولې او سیاسي پیوستون د جبهې جوړیدل یې یو عیني او ضروري اړتیا و ګڼله.
همدا ډول د آجنداء سره سم  ښاغلي سردارمحمد نادر نعیم، د افغانستان څخه د سکایپ له لارې خپله وینا کنفرانس ته واوروله او ویې ویل چې: د هیواد دروانو ستونزو لاملونه، د بین المللي ټولنې په شتون کې ستونزې، د سیمه ایزو هیوادو نقش، د بین المللي ټولنې او دولت  له لورې د سولې په لار کې غیر عملي ګامونه، د جنګ د دواړو لورو نه پخلاینه، هغه څه دی چې د دې اړتیا لیدل کیږي چې په هیواد کې د یو دریم ملي ځواک د جوړیدو له پاره کار وشي، تر څو د روانو ستونزو څخه د هیواد او خلکو د خلاصون له پاره عمليګامونه واخستل شي.
هغه د دې جبهې جوړیدل د خپلو پورتنیو موخو ښه لار وګڼله او د جبهې د جوړیدو په کار کې یې د خپلې ونډې او عملي کار وعده وکړه.
په غونډه کې د ښاغلي زرغون شاه شنواري د هلو ځلو او د دی جبهې په کار کې د همیشنیو فعالو ونډو د اخستلو له امله د جرمني د فرانکفورت د ښار د افغانانو له لورې هیوادنۍ ډالی د ښاغلي نواب احمدزي له لورې د دیپلوم انجینر پاچاګل وفادار له خوا د دوی په استازیتوب نوموړي ته ورکړل شوه.
ورورسته تر دې ۲۰ دقیقې تفریح اعلان شوه او د تحریر هیئت د غونډې د پریکړه لیک پر مسوده کار پیل کړ چې د غه مسوده د ښاغلي همایون تاج له خوا غونډې ته ولوستل شوه. او د یو شمیر ادلون بدلون څخه وروسته د لمړي ځل له پاره د رایو په اتفاق تصویب شوه.
د غونډې د کار په ورستیو کې ښاغلي زرغون شاه شنواري د جرمني میشتو هغو دوستانو او تخنیکي ډلې څخه چې په سر کې یې ډاکتر صاحب متین ساپی او ښاغلي داود عظیمي قرار درلود د غونډې د ټولو ګډون کونکو په استازیتوب د زړه له کومي مننه وکړه او د دوی هلې ځلې یې د ستاینې وړ وګڼلې او د کنفرانس د راتلونکي کار د بریاوو غوښتنه یې وکړه.
د کنفرانس  کار  د محترم دینی عالم او جهادي  شخصیت ښاغلي انجینر خان محمد نظام په دعایې سره پای ته ورسید.

 

ومن الله توفیق  

                                                                                                                                        

 


                     

 

 

 

 

تبصرې پرانیستي‌

  1. سلامونه،
    د افغانستان لپاره د سولې شوراګانو او د ۳ اړخیزو او ۴ اړخیزو ناستو خو تر اوسه غیر له دې چې وخت ، پیسې او انرژي ضایع کړي بله کومه لاس ته راوړنه ېې نه ده لرلې ، تر ټولو مهمه دا چې هر کله چې د سولې خبرو لږ زور اخیستی، د ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو وژنې، او ژوبلې لا زیاتې سوي.
    اوس د سولې او سیاسي پیوستون کنفرانس چې د افغان روڼ آندو او زړو او ځوانو شخصیتونو آغلو او ښاغلو په نوښت او اتفاق راپیل سوی ،او له محتوا ېې ښکاري چې انشآءالله د  ۴۰ کلیزو غمیزو ته به د پای ټکي ته یو څه نیژدې شي، ډیر ښهء او په وخت اقدام دی.یو ټکی پکښې ډیر د پام وړ دی چې < د همفکره او هم برنامې-لرونکې پارټئ یا ګوندونه سره همغږۍ ته رابلل سوي >، او له دې یوسلو څو بې اتفاقه احزابو نه ۲-۳ غټ ګوندونه لکه پرمخ تللو هیوادونو مینځ ته راشي او کیڼ؛مینځ او ښي لاس توب ېې مالوم شي. مونږ به هم پخپل وار دعا کوو چې د وروڼو او خویندو د سولې او پیوستون هلې ځلې چابکې شي او رنګ راوړي. و ما توفیقي اِلا بالله، علیه توکلتُ و الیهِ اُنیب.