کور / هراړخیز / لومړی د مجرم ختمول که د جرم ؟

لومړی د مجرم ختمول که د جرم ؟

يوې خوا ته د یو داسې ګلالي   ماشوم عکسونه راته مخې  ته دي چې په سترګو کې یې د درد او ډار کرښې  جوړې دي  بلې خوا د شپږ کسیزې ډلې چې تورې خلتې یې سرونو ته وراچول شوي  او د تنکي شهید اباسین  بې رحمه قاتلان یاديږي  راته سترګو ته ولاړ دي .

د اباسین د تښتولو قضیه او د هغه داسې قتلول په وطن کې  د انسانانو تر مینځ د بې باورۍ او افراطیت یو لوی دېوال  دروي .
په عاطفې ، جذباتو او احساساتو باندې مې لږ زور  کوم   غواړم  چې  هاغه څو پوښتنو سره چې زما په سر کې  یې شور جوړ کړی ، یو څه موده  بوخت پاتې شم .
د نورو ټولو ملګرو په څېر زما  خواخوږي دا ده چې  قاتلین باید  قصاص شي ، خو نه پوهېږم زړه مې راته ولې داسې وايي چې ژر تر ژره یې  غرغره کول  ښه پرېکړه نه ده .

یوه پوښتنه چې د قاتلینو  د داسې وحشت  یا ظلم وجه څه کېدلی شي باید مالومه شي ؟
بله دا چې دا قضیه  د نورو  جرمونو په مخنیوي کې څومره مرسته کولی شي ؟
په ډېر ځایونو کې اورېدل کیږي چې د  مجرم د ختمولو پر ځای دې د جرم د خاتمې لپاره تدابیرو ته اولیت ورکړل شي

دلته   انتهايي  افراطي جرم شوی او سزا یې هم حتمي ده خو د جرم کولو سببونو باندې باید غور وشي .
ډېرې تېوریانې وايي چې زیاتره جرمونه  د غذا د پوره کولو  یا د خواهشتاتو د تکمیلدو په سبب کیږي یا هم کله چې د  یو چا په وجود کې د  جرم  نه مخکې یا هم وروسته د ملامتیا او پېښمانتیا حس لري شي نو بیا د  جرم کولو جرئت زیاتیږي.

که خبره د حرص یا د غذا د تکمیلوالي وي  نو هېواد کې مو د غربت یوه لویه څپه را ګډه ده .
د غربت تر څنګ د سرمایه دارۍ نظام د ډېرو جرمونو  یوه هڅونه ده.

زمونږ د وطن د سرمایه دارۍ نظام داسې بد دی چې په یو کلي  یا هم کوڅه کې داسې کورونه شته  که د سبايي وخوري نو د ماښام  لپاره سوچ کوي خو بيا په همدې محله یا کوڅه کې داسې  لوړپوړي ودانۍ لرونکي هم شته چې د موټرونو  قطارونو یې کوڅه نیولي وي .

دا غیرې تعادل د جرمونو لوی سبب کیدای شي  د  هاغې غریبې کورنۍ غړي دې ته هڅول کیږي چې سرمایه دار یې د خپل حالت د کړښت لپاره د سترګو اغزی جوړ شوی وي .
او همدا دسرمایه دارۍ افراط د  مجرم د جرم افراطیت وګرځي .

ډېر ځله  اورو چې د محیط اثر په رواني حالتونو وي د ټولنې بې عدالتۍ، جنګونه ، بې نظمي ، بې علمي   همداسې  سایکو یا وحشي لېونیان زېږوي .

د تنکي اباسین د بې رحمه وژلو په څېر  د نورو  تنکیو او د ده د کورنۍ په څېر د ورته کورنیو د کړښتونو د خلاصون په خاطر دې  د قضیې   پوره هر اړخیز  جاج واخستل شي او له هغې وروسته دې قاتلینو ته  سختې نه سخته سزا ورکړل شي .