کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس: اړونده ادارې دې د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مراکزو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

اجرائیه رئیس: اړونده ادارې دې د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مراکزو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

اجرائیه رئیس: اړونده ادارې دې د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مراکزو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

د ماشومانو د اصلاح او تربیت د مرکزونو د ستونزو د حل په اړه غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وشوه.

په دې ناسته کې لومړی د عدليې وزیر ښاغلي عبدالبصیر انور په هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مراکزو او په کې د شته ماشومانو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه په ولایاتو کې د دغو مراکزو لپاره د مرکزونو له شتون سروټکاوه او ویې ویل، چې دغه مرکزونه له امنیتي ستونزو سره هم مخ دي.

د عدليې وزیر وویل، چې دمګړۍ په یوولسو ولایتو کې دوی دولتي او په پاتې ۲۳ ولایاتو کې دوی د ماشومانو د اصلاح او روزنې لپاره کرايي ودانۍ لري، چې له ټولو معیارونو سره په خلاف دي.

د وزیرانو شورا د مصوبې له مخې دغه ناسته د دې لپاره را بلل شوې وه، چې په ولایاتو کې د کورنیو چارو وزارت بېکاره ودانۍ د دغو مراکزو په واک کې ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رئیس انجینیر بهادر په ولایاتو کې په دې وزارت پورې د اړوندو ودانیو په اړه اجرایوي رئيس ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې له څېړنو وروسته به په دې اړه اجرائیه ریاست ته د خپلو تشو ودانیو په اړه معلومات ورکړي.

اجرایوي رئيس د دغو مراکزو ستونزې جدي وبللې او ټولو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

صدیق الله پوپل